شعـــــرونه

چي پـه درسته نړۍ بار شوم یاديدي مي – غزل: م.عبد الديان تکل

غــــــــزل م عبدالديان تکل

چي پـه درسته نړۍ بار شوم یاديدي مي
دادی ګرانه له تـازارشوم یادېدي مي

اوس نوستړی مه شې خوږه ابـديته !!!
ته مي یارشوې زه دي یارشوم یاديدې مي

ته خبریې ؟زه په تـــاپسي وم ستړی
عشقه ځکه دي په کار شوم يادېدې مي

ړنګ ګودره !په اوږه مي دي سرایښی
دنګ چناروم ړنګ چنارشوم يادېدې مي

زمانـه چې لـه منصوره تشـــــه نشــې
راته وګـوره ! په دار شـــــوم یاديدي مې

دتــکل قلــــم دي هم په ما شاهد شي
ليونتوب نه دی هوښیارشوم يادېدې مي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x