افغانستان

کابل: د سیاف قومندان عتیق الله وژل شوی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۴ ل): د کابل په پغمان ولسوالۍ کې تیره شپه ناوخته قومندان عتیق وژل شوی، او طالبانو یې نن سهار پړه پر غاړه واخیسته.

طالبان وايي چې قومندان په خپله سیمه کې ډیر ظالم قومندان وو، ځکه دوی په یوه ناڅاپي برید کې وژلی دی.

قومندان عتیق د روس په خلاف په جهاد کې شریک قومندان وو، خو افغانستان ته د امریکایانو د راتګ وروسته نوموړی دهغوی سره ملګری شوی وو، په پغمان ولسوالي کې د استاذ سیاف د یو قوي قومندان په سترګه ورته کتل کېده او خپل د وسلوالو یوه ډله یې هم لرله.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې لیکلي چې نوموړي د پغمان په ولسوالۍ کې ولسي وګړو ته ستونزي ایجادولې او په ملي امنیت کې ۲ تنه زامن هم لرل د ولسي وګړو په شکنجو تورن دي.

بل اړخ ته د پغمان یوه اوسیدونکي قومندان عتیق د غله په نامه سره یاد کړ او د هغه په وژل کیدو یې خوښي څرګنده کړه.

له طالبانو پرته په دې اړه تر اوسه بل کوم لوري څرګندوني نه دي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x