د بغلان ـ کندز لويه لار له څو ورځو د ترافيکو پر مخ تړل شوې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۴ ل): لاريون کوونکو له تېرو څلور ورځو راهيسې د بغلان ـ کندز لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

دغه لاريون کوونکي له تېرو څلورو ورځو راهيسې هره ورځ له سهاره تر ماښامه د بغلان کندز لويه لاره د ترافکيو پر مخ تړي او ماښام ناوخته يې خوشې کوي او غوښتنه يې دا ده، چې حکومت دې د ولايت مرکز او پوهنتون له پلخمري د مرکزي بغلان ولسوالۍ ته ولېږدوي.

د بغلان ولايت چارواکي وايي، چې د ولسمشر اشرف غني له لوري ټاکل شوی پلاوی بغلان ته رسېدلی او غواړي، چې د لاريون کوونکو غوښتنې او وړانديزونه په خپله واوري.

د چارواکو په وينا په دغه پلاوي کې د ولسمشرۍ ماڼۍ، کورنيو چارو وزارت او سيمه ييزو ارګانونو کارکوونکي ګډون لري.

لاريون کوونکي وايي، چې تر څو د دوی غوښتنې نه وي منل شوي، د بغلان کندز لويه لاره به د ترافيکو پر مخ تړل شوي وي.

د بغلان ولايت مرکز پخوا د مرکزي بغلان ولسوالۍ کې و او د ډاکتر نجيب د واکمنۍ پر مهال د بغلان د هغه مهال والي سيد منصور نادري پلخمري ته راوړ او د بغلان اوسېدونکي اوس وايي، چې د ولايت مرکز بايد بېرته خپل پخواني ځای ته نقل شي.

د يادو مظاهره چيانو له امله پر دغه لويه لار تېرېدونکي مسافر له سختو کړاوونو سره مخ دي، تور سرو، ماشومانو او حتا جنازو ته هم د تلو راتلو اجازه نه ورکوي او حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه کوم ګام نه دی اخيستی.

دا لا نه ده روښانه، چې له کابله تللی پلاوی به په خپلو هڅو بريالی شي کنه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د