شعـــــرونه

مراد – محمد فاروق (وړ)

مراد

جانانه! بېله تانه زه بل چا ته وګورم؟
په خدای چې مراد مې ته یې که هرچاته وګورم

په کلیو او ښارونو کې بې سره ګډوډی ده
دکوم ظالم تربل نه ښې جفا ته وګورم؟

هرچېرته دبې رحمه قاتلانو پادشاهي ده
آسیا،که امریکا که افریقا ته وګورم؟

طبیب ددرملتون دچېښتن دوه غبرګه باجه دی
خپل تش لاس،ناسورټپ،نرخ که دوا ته وګورم؟

غم دادی ،چې اشرف المخلوقات نورشریف نه دی
دچا زړه سوي،انصاف ،پت او وفا ته وګورم؟

یوهم دما سیال نه دی ، دتقدیر دا فیصله ده
ناشونې ده ، چې نور شاه یا ګدا ته وګورم

راځه! دبلغنچي دغره په سرکېږدۍ کړه لکه
ته سیل دسپوږمۍ کړه! زه به تاته وګورم

مرګی به مې پرینږدي، چې تر ورځې دقیامته
په ځیره او په مینه وار خطا ته وګورم

دما اوکه دتانه څه وخت  چیرته کبر وشو؟
زېړی مې شي،چې آدم او حواته وګورم

دهرښکلي موجود ښکلا د  رب دښکلا څرک دی
عادت مې دی،چې ګل او سپین سبا ته وګورم

دما خدای دهریوه په لاس جوړشوي خدای ، خدای هم دی
زه ولې سومنات ،بوش او بودا ته وګورم؟

ای کاشکي،چې دمادزړه په څیرزړونه نورهم وی
بلبل نور په ماګران شي،چې لتا ته وګورم

دتا چې خوښیدې،هغه شهلا سترګې پیکه شوې
توربریښي ،دموذي مخ چې برېښنا ته وګورم

زه هیڅ بې پروا نه یم ،بې پروایوقادرخدای دی
په کوم حق ډېر بې وسه  بې پروا ته وګورم؟

راهب دکلیسا چاغ درنډیو دښکار(وړ) شوې
ړنده ښه یم تردې نه،چې بیا تاته وګورم

محمدفاروق (وړ)
زولينګېن ـ جرمني
۰۱،۱۰،۲۰۱۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x