نظــر

فدایی یا استشهادی حملی روا که ناروا دی ؟

د روسانو د اشغال په وخت کی چه روسانو زمونږ په خاوره او حریم نوی تیری کړی وو ، د دوی د حملو په اوږدو کی به یی چه له مجاهدینو د تکبیر په زوره چیغه واوریدله  نو د دوی مورال به مات شو او سره د هر ډول نظامی توانایی ماته به یی وخوړه ، دوی دا کار پرله پسی احساس کړو او داسی فکر یی وکړو چه ( تکبیر ) هغه وسله ده چه مونږ یی تر اوسه ضد نه لرو  او که دا وسله یا یی ضد له مونږ سره نه وی نو زمونږ د جنګ انډول له دوی سره مساوی یا زیات نه دی نو مونږ نه شو بریالی کیدی ، نو ماسکو ته یی خط ولیکو او په دی هکله یی تری پلټنه وکړه که دوی د تکبیر وسله او یا د تکبیر ضد وسله ولری نو زمونږ وسلی به د مجاهدینو له وسلو سره تناسب او برابری ولری او زمونږ د بریالیتوب هیله به زیاته شی .

خو ماسکو چارواکی چه د تکبیر په معنی پوهیدل  څه جواب یی ورنکړی شو او چوپ پاتی شول نو د روسانو د ماتی
سبب د تکبیر چیغی وی .

د امریکایانو په وخت کی چه د ډیرو نوو وسلو او تکنالوژی سره سنبال په ډیر غرور یی د زمرو په ملک حمله وکړه  په داسی حال کی چه  د تکبیر چیغی وهونکی هم ورسره ملګری وو یعنی د تکبیر له وسلی لرلو هم بی غمه وو.
نو په سلو کی سل په دی باوری وو چه له افغانانو به دا جګړه ضرور ګټی او نه یواځی د (تکبیر وسله) ، بلکه د کمونستانو (هورا )،  د نشنلستانو ( لوی افغانستان ) او  د کرزی په شان نور دوس سکولریستان  هم ورسره ملګری وو نو د نړیوال حکومت د بنسټ کیښودلو خوبونه ورته رښتیینی شول چه ددی جګړی وروسته د نړیوال حکومت د اعلانونو سره سم به د خدایی دعوی کوو چه د زمکی د پاره غربیان د زمکی خدایان شول ، نو دا جګړه د افغانانو سره نه بلکه د الله ج سره جګړه یی ګڼله چه د زمکی خدای ته ماته ورکړی .
 دوی  بی عقله او بی شعوره وو  دی ته یی خیال نه شو چه د خالق سره د مخلوق جګړه له احمقی پرته بله څه معنی لری ؟
خو الله جل جلاله د داسی کم عقلو مغرورو  دښمنانو سره د هغو د شان مطابق عمل کوی، ابرهه باندی یی کوچنی کوچنی مارغن نازل کړل د هغو سره به د سرو پخو خاورو تیږی وی، د هر کافر د مرګ د پاره به چه جوړه شوی وه د هغه نوم به پری لیکلی وو، نو ماته هماغه وخت را په یاد شو چه د امریکایانو او د دوی د لاس پوڅو د مرګ د پاره چه یی کوم فدایی ټاکلی دی د هماغه کافر او یا لاس پوڅی نوم  پری لیکل شوی دی چه څوک به څوک وزنی ، او د دوی د زمکی د خدایی اعلانولو غرور یی ورمات کړو.
د خندا او حیرانتیا وړ دا چه د امریکا اټوم بمونه چه د اول ځل د پاره د بشر په تاریخ کی امریکا د چاپان په بی وزلو او بی ګناه خلکو استعمال کړل او په څو دقیقو او ساعتونو کی یی په لکونو خلک د مرګ میلمانه کړل او تر اوسه پکی په زور نظامی بیسونه هم لری  نو دغه د لکونو خلکو د وژلو وسله غیر قانونی نه ده، امریکا یی اوس هم جوړوی او لا نور ددی وسلو جوړولو حق نه لری او فدای یا استشهادی وسله غیر قانونی ده ؟ او د مسلمانو لاس بوڅو علماوو په خوله یی غیر قانونی او یا حراموی.
د امریکا ددی خبری نه به دا مطلب واخلو چه هره هغه وسله چه امریکایان او غربیان وژنی هغه غیر قانونی او حرامه ده او هره هغه وسله چه امریکایان او غربیان یی د نورو د وژلو د پاره کاروی که هغه اتومی وسله هم وی هغه قانونی او حلاله ده .
زمونږ لاس پوڅی تش په نامه اسلامی علما باید له دی فارمول ځخه ګته واخلی.
په فیس بوک کی یوه ورور پوښتنه کړی وه ، چه فدایی ، انتحاری او استشهادی عملیات روا دی که ناروا ؟ او له دی پوښتنی وروسته یی دا هم لیکلی وو چه د کابل د علماوو شوری چه په سر کی یی عبد الغرب سیاف  قرار درلود فتوی
ورکړی ده چه دا حرام دی تاسی څه وایاست؟ او داسی نور دلایل یی هم ورته لیکلی وو.

 خو د تبلیغاتو د پاره چه د خلکو ذهنیتونه وربدل کړی د ایی د پوښتنی په ډول مطرح کړی وه .  
ددی پوښتنی لاندی ډیرو وروڼو نظریات ورکړی وو چه فدایی حملی د اوس وخت شرایطو کی نه یواځی دا چه روا بلکه ډیر زیات ثواب لری، خو ځینو بیا دا عملیات حرام ګڼلی او خپل دلایل یی لیکلی وو، چه د فدای حملو حلال والی یی نه وو تایید کړی .
نو ما هم ورسره تر یو حده منډه ووهله خو ګته یی نه درلوده کله کله به مجلس له اسلامی او انسانی اخلاقو هم وتلو.
نو ما دا لاندینی وړاندیز په اخری تبصره کی ولیکو او بس می کړی:
وړاندیز می داوو، ما ولیکل دفدای او استشهادی وسلی د غیر قانونی کولو د پاره صلیبیان او یهودان ناپوهه مسلمانانو او افغانانو ته هر ډول اقتصادی مرستی برابروی او لوړ مقامونه هم  ورکوی که څوک وکولای شی په رنګه دلایلو کی د افغانستان او نړی مسلمانان قانع کړی چه دا وسله بی قانونه او یا حرامه ده او دا تبلیغات په تلویزنونو ، رادیو ګانو ، رسنیو ، سایتونو ، فیسبوکونو ، کنفرانسونو او سیمنارنو کی جریان لری او هغه ویونکی چه د فصاحت او استدلال استعداد یی زیات وی هغو ی ته بی شمیره اقتصادی مرستی په اختیار کی ورکوی او که له دی هم پورته وی خپلو ملکونو ته یی بیا یی او له هغو نه نوری اوچتی لاسته راوړنی لری .  خو یو شمیر بیا ساده لوح وی چه هلته څه واوری بیا خپل دلایل او دروغ هم ورسره یوځای کړی، ځینی یی بیا ایزمی فلسفو کی وی، کومی چه هغه هم د د جالی استعمار د ابتکاراتو یوه برخه ده، هغوی هم د اسلام سره د دښمنی په خاطر په ټولنه کی د فدایی حملو د غیر قانونی کولو د پاره بی معاشه او بی ګټی تبلیغ کوی . نو زما وړاندیز دی ملګرو او بی ګټو سودا ګرو ته دا دی :
 زمونږ هیله خو داده چه د الله جل جلاله سره جنګ کولو عواقب ډیر ګران او قیمتی دی ، خپل دین او خلکو ته راوګرځئ ،  خو که تاسی  د اصلاح وړ نه  یاست او یا د دی دین د منلو لوړتیا او لیاقت نه لری .  نو د شیطانانو سره مو خبری وکړی چه په دی تبلیغاتو خو څه معاشونه مقرر کړی،  داسی نه چه دشیطان خپل نه شی او الله جل جلاله ته مو مخ تور شی که معنویات نه شی ګټلی مادیات خو له لاسه ورنکړی .
په فدای حملو برسیره د نړیوال دجالی استعمار نور ډیر تبلیغات دی هغه هم ورسره ملګری  کړی  او وایی چه  څو ډوله طالبان دی ، طالبان د درس او تعلیم دښمنان دی ، ملی ګټو په خلاف دی ، معلمان ، انجینران او ډاکتران وژنی ، د سی ای ای  او د ای اس ای جاسوسان دی ، طالبان خو بییظیر بوتو جوړ کړل ، طالبان خو امریکی جوړ کړل ، امریکا طالبانو ته مرستی ورکوی چه دا جنګ اوږد پاتی شی او  او…………….. داسی نور ، چه ټول دروغ او بی بیناده افواهات بیانوی.
 ددی ټولو په مقابل کی زه هم دومره وایم . چه که دا ټولی او یا ځینی خبری سمی وی نو بله سمه ډله خو به وی چه د امریکایانو مقابل کی جنګیدلی هغه چیری ده ؟
او که بله ډله هم نه وی ، نو نور غیرتی او نرخوټی خو د امریکایانو مقابل کی نشته نو امریکا باید  جنګ ودروی دا په تریلونونو ډالر ولی مصرفوی؟ دا خپل خلک ولی وژنی؟ او د ا  زمونږ بی ګناه خلک ولی وژنی؟ او د پاکستان اوروس خوټی ولی تول کوی،؟ او زرونو امریکایانو عسکرو ته معاشونه د څه د پاره دی،؟ او ژباړونکو ته په لکونو لکونو ډالری ولی ورکوی،؟ او دا دومره نظامی تسهیلات او تجهیزات ولی د اور طعمه کوی؟ او خپل اقتصاد او مورال ولی ماتوی؟ ددی پرځای به د نړی په بل ګوټ کی مصرف وکړی او لا امریکا به د اقتصادی بحران څخه راوباسی.

الحاج استاد بیانزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x