دیني، سیرت او تاریخ

شهید او شهادت ( اوه څلوېښتمه برخه )

لیکوال: م محمد نعیم-

دا خو په آخرت کې، په دنیا کې هم د ځینو شهیدانو د مښکو بلکې له مښکو نه هم ښه بوی ځي، دا ډول پېښې عملا په ډېرو ځایونو کې لیدل شوې دي، چې یو څه یې په مخکې برخو کې یادې شوې، یو څو بېلګې به بیا هم د ( آیات الرحمن في جهاد الافغان ) کتاب څخه را واخلو.
شهید عبد الله عزام وايي (ارسلان[1] راته ویل: له مونږ سره یو طالب چې عبد البصیر نومیدو شهید شو، له یو بل مجاهد سره چې فتح الله نومیدو  د شپې په تیاره کې د شهید پلټنه کوله، فتح الله راته کړل: شهید دلته چېرته لنډ دی، ځکه چې یو ډېر ښه بوی زما تر سپږمو کېږي، که ګورم ما هم دا خوندور بوی احساس کړ، شهید ته د بوی له لارې ور ورسېدو، په تیاره کې مې د وینو رنګ د هغه نور په رڼا کې ولید چې له ټپ نه یې را وتو ) [2]

له دوه نیم کیلو متره لیرې د شهید ولي جان خوږ بوی:

همدا رنګه عبد الله عزام بل ځای وايي: ابراهیم و که جلال الدین ( یعني حقاني صیب او یا یې ورور حاجي ابراهیم)  راته کړل یې: په موټر کې سپور وم، یو ډول خوږ بوی مې تر سپږمو شو، څوک چې را سره و هغوی ته مې ویل دا خوږ بوی د شهید دی؛ ځکه د شهیدانو  د وینو یو ځانګړی پاک او خوږ بوی وي، چې مونږ یې پېژنو، مونږ نه وو خبر چې په دې سیمه کې به شهید وي، که ګورو چې شهید شته.[3]

بل ځای وايي: محمد شیرین راته ویل چې له مونږ سره د وردګو په ګوربت نومي ځای کې څلور کسه شهیدان شول، څلور میاشتې وروسته مو د مښکو په څېر  د نوموړو خوږ بوی احساس کړ.[4]

په اوسني ( د امریکایانو په مقابل ) جهاد کې هم دا ډول ډېرې بېلګې شته، چې د جګړې د شهیدانو له مبارکو جسدونو څخه پاک او خوږ بوی ځي، یوه بېلګه یې په هغه ویډیو کې ده چې درې کسه مجاهدین شهیدان شوي، یو پکې عرب د لیبیا دی، بل افغان او که پاکستانی، او بل هم د سوډان عرب دی، په نوموړې وېډیو کې چې ۱۱ دقیقې او ۱۸ ثانیې ده، مشهور مجاهد عالم شیخ ابو یحیی لیبي رحمه الله په داسې حال کې چې درې واړه شهیدان یې په توره شپه کې مخې ته اېښې دي، له ۴ دقیقو او ۵۲ ثانیو وروسته وايي چې ددې شهیدانو داسې ښکلی بوی ځي چې په نړۍ کې یې نښه او نښانه نشته، او ور سره ناستو مجاهدینو ته وايي چې تاسو دا دی دا ښکلی بوی احساسوئ، د نړۍ د عطرونو ټولو کمپنیو ته چلنچ ور کوو چې دا ډول عطر دې جوړ کړي! هېڅکله یې نشي جوړولی. [5]

۵–  شهادت تر ټولو غوره پېرزوینه او الهي ډالۍ ده

له حضرت سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه څخه روایت دی: ( أن رجلا جاء إلى الصلاة والنبي صلى الله عليه وسلم يصلي بنا ، فقال : حين انتهى إلى الصف : اللهم آتني أفضل ما تؤتي عبادك الصالحين ، فلما قضى النبي صلى الله عليه وسلم الصلاة ، قال: « من المتكلم آنفا ؟ » فقال الرجل: أنا يا رسول الله ، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم : « إذا يعقر جوادك، وتستشهد في سبيل الله » [6]

ژباړه: وايي: یو سړی مانځه ته راغی، رسول الله صلی الله علیه وسلم جمعه را کوله، کله چې صف ته ورسید ویل: اې الله تر ټولو هغه غوره شی را کړه چې خپلو صالحو بنده ګانو ته یې ور کوې. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له لمانځه فارغ شو، ویل: دا لږ مخکې خبرې کوونکی څوک و؟ سړي ویل: زه، اې د الله رسوله! صلی الله علیه وسلم. رسول الله صلی الله علیه وسلم ویل: نو آس به دې ووژل شي او ته به د الله په لاره کې شهید شې.

په دې حدیث شریف کې وینو چې یو صحابي له الله جل جلاله څخه هغه څه غواړي چې الله تعالی یې خپلو صالحو بنده ګانو ته ور کوي، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته فرمايي چې ته به شهید شې او د آس به دې پښې غوڅې شي یعني آس به دې هم ووژل شي، ځکه دا هغه غوره شی دي چې الله تعالی یې خپلو صالحو بنده ګانو ته ور کوي.

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ حُبْشِيٍّ الْخَثْعَمِيِّ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سُئِلَ : أَيُّ الْجِهَادِ أَفْضَلُ ؟ قَالَ : ( مَنْ جَاهَدَ الْمُشْرِكِينَ بِمَالِهِ وَنَفْسِهِ ) قِيلَ : فَأَيُّ الْقَتْلِ أَشْرَفُ ؟ قَالَ : مَنْ أُهَرِيقَ دَمُهُ وَعُقِرَ جَوَادُهُ .[7]

ژباړه: له حضرت عبد الله بن حُبشيٍّ الخثعمي څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وپوښتل شو: کوم غوره جهاد دی؟ ویل: چا چې له مشرکینو سره په مال او ځان جهاد وکړ، چا ویل: نو کوم وژل کېدل لوړ او غوره وژل کېدل دي؟ ویل: د چا چې وینې وبهېږي او د آس پښې یې غوڅې شي. یعني هم دی ووژل شي او هم یې آس.

محدثین کرام فرمايي چې دا هغه وخت چې دی او آس یې دواړه یو ځای ووژل شي، یا یې آس له ده مخکې ووژل شي، که یې آس له ده وروسته ووژل شي، بیا هغه اجر نه ور کول کېږي، کوم چې په مخکنیو دوه حالتونو کې ور کول کېږي؛ ځکه په دریم صورت کې آس د ورثه وو مال کېږي.

دا چې هغه وخت جهاد په آس کېدو نو ځکه په حدیث کې د آس یادونه شوې، خو اوسمهال د جګړې څرنګوالي د وسیلو له مخې ډېر لوی توپیر کړی، اوس جګړه په طیارو، موټرو، او موټرسایکلو کېږي، ښکاره خبره ده، هغه اجر چې هغه مهال مجاهد ته د هغه  د آس وژل کېدو له امله ور کول کېدو، اوس به ددې وسیلو د تخریب او له منځه تلو په حال کې ور کول کېږي. همدا رنګه که کوم مجاهد په کور کې وي، دښمن یې په کور برید وکړي، کور یې وران شي، نو هم هغه ډول اجر به ور کول کېږي لکه په تېرو وختونو کې چې یو مجاهد ته د هغه د آس د وژل کېدو له امله ور کول کېدو، بلکې له هغه به هم زیات ور کول کېږي؛ ځکه د کور د ورانېدو تاوان د آس د وژل کېدو له تاوانه ډېر زیات دی، مخکې به مجاهدین د جګړې میدان ته وتل، هلته به یې جګړه کوله، اوس مهال مجاهدین په خپلو کورونو کې د جهاد وسیلې او پلانونه ترتیبوي، ځکه مخامخ جګړه نشته، او بل مجاهدین په عام ډول کوم ښکاره او ټاکل شوی ځای نه لري چې هلته سره راغونډ شي، جهادي پلانونه او وسیلې ترتیب کړي.
د الله تعالی په لاره کې په یو وخت وژل کېدل او مال لګول ځکه تر ټولو غوره عبادت او لویه الهي ډالۍ ده چې په عام ډول عبادات په درې ډوله دي، ځاني عبادات لکه لمونځ، روژه، تلاوت، دعوت، تالیف، تدریس… مالي عبادات لکه زکات، صدقات عام المنفعه کارونه، ځاني او مالي دواړه، لکه حج…

ځینې عبادات داسې دي چې ځاني هم کېدی شي او مالي هم، لکه جهاد، هم په ځان کېدی شي هم په مال، چې یو څوک عملا د جهاد ډګر ته لاړ شي، او یا مجاهدینو ته د وسلو او وسیلو د اخیستو او برابرولو لګښتونه ور کړي، او داسې هم کېدی شي چې په یو وخت کې هم په ځان جهاد وکړي هم په مال، او دواړه د الله په لاره کې قرباني شي، دا ډول جهاد الله تعالی ته د جهاد او نورو عباداتو تر ټولو  غوره او لوړ ډول دی.

کله کله داسې کسان پیدا کېږي چې په نورو برخو لکه تدریس، تالیف او دعوت کې هم ځاني هڅې کوي هم مالي، هغوی ځکه د شهید درجې ته نه شي رسېدی، چې ځان او مال یې که څه هم د الله د دین د خدمت لپاره کارېږي، خو قرباني کېږي نه، یعني ځان یې ستړی کېږي، مال یې لګېږي، کېدی شي بل وخت بېرته مال پیدا کړي، یا یې الله تعالی په دنیا کې بدله ور کړي، خو مجاهد چې شهید شي هغه به مال څه کړي!! دا چې د جهاد وسیله یې هم د الله تعالی په لاره کې له منځه لاړه شي نو اجر یې نور هم زیات شي.

په لنډ ډول د شهید او د دین د نورو خدمتګارانو تر منځ توپیر دا دی چې د شهید ځان د الله په لاره کې قربانېږي او د نورو لکه عالم، عابد، مدرس، حاجي، روژه تي او… یوازې ځان ستړی کېږي، قرباني کېږي نه، همدا رنګه د زکات او صدقه ور کوونکي یوازې مال مصرفېږي. ځکه نود شهید درجه تر ټولو لوړه ده. او په شهیدانو کې بیا د هغه چا درجه تر ټولو لوړه ده چې هم خپله شهید شي، او هم یې مال د الله په لاره کې ولګي.

نور بيا…

م. محمد نعيم

[1] – مولوي ارسلان رحماني مشهوره مخکنۍ جهادي څېره، چې د ۱۳۹۱ هـ ش کال د ثور میاشتې په ۲۴ نېټه د ۶۸ کلونو په عمر د کابل په دهبوري سیمه کې د نامعلومو کسانو له خوا خپل کورته لنډ ترور شو، نوموړی په ۱۳۲۳ هـ ش کال کې د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ په خالقداد بابا کلي کې زیږېدلی ، په لومړي سر کې په حرکت انقلاب اسلامي کې و، او په هېواد باندې د شوروي اتحاد د یرغل په وړاندې  دمجاهدینو له نوموتو مشرانو څخه و، بیا چې کله مولوي نصر الله منصور د حرکت انقلاب اسلامي څخه جلا شو، مولوي ارسلان رحماني هم ور سره شو، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له طالبانو سره شو، کله چې امریکې یرغل، او اسلامي امارت سقوط  وکړ، نوموړی له کابل سره شو. او په همدې حالت کې ترور شو.
[2] – آيات الرحمن في جهاد الافغان، ص: ۱۰۳.
[3] – آيات الرحمن في جهاد الافغان، ص: ۱۲۴.
[4] آیات الرحمن في جهاد الآفغان. ص: ۱۲۵. محمد شیرین کېدای شي مولوي شیرین وي چې څه وخت مخکې په کابل کې چا ترور کړ، نوموړی د روسانو په وړاندې د جهاد پر مهال د جمعیت اسلامي ګوند له مشهورو قوماندانانو څخه و، او تر پایه تر هغه چې ترور شو له جمعیت ګوند سره و.
شهید عبد الله عزام د محمد شیرین له قوله لیکلي چې دا کسان په بت وردګ  سیمه کې شوي وو، د معلوماتو له مخې په وردګو کې د تېر جهاد پر مهال په ګوربت غره کې چې د وردګو یو مشهور غر دی، هلته د مجاهدینو مرکزونه وو، او وخت په وخت به روسانو بمبارۍ پرې کولې، کېدای شي له بت وردګ نه یې همدا ګوربت وردګ مطلب وي، سم به پوه شوی نه وي، نو به یې بت وردګ لیکلي وي، له همدې کبله ما په ژباړه کې ګوربت وردګ ولیکل، او که کوم بل غیر مشهور ځای وي، نه شم ویلی. والله اعلم.
[5] – https://www.youtube.com/watch?v=ZCkVqPxovds
[6] ـ رواه النسائي في الكبرى (9921) ، والحاكم (705) وصححه ، وأبو يعلى (670) ، وابن حبان (4724) ، وابن خزيمة في صحيحه (440) .
[7] – رواه أبو داود ( 1449 ) والنسائي ( 2526 ) . وصححه الألباني في ” صحيح الترغيب ” ( 1318 ) .

————

ددې لیکني نوري برخي:

http://bit.ly/shaheed-aw-shahadat

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x