fbpx

شهید او شهادت ( اته څلوېښتمه برخه )

لیکوال: م محمد نعیم –

۶– شهیدان به د شپېلۍ د پوکې ( د نړۍ د ړنګېدو )  پر مهال ډاډه وي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث شریف کې چې د شهیدانو شپږ یا اوه ځانګړې یادوي یوه ځانګړنه یې دا یاده کړې چې د لوی ډار په ورځ به شهیدان په امن وي، نه به ډارېږي ( وَيَأْمَنُ مِنْ الْفَزَعِ الأَكْبَرِ )[1]

الله جل جلاله فرمايي( وَيَوْمَ يُنْفَخُ فِي الصُّورِ فَفَزِعَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَنْ شَاءَ اللَّهُ وَكُلٌّ أَتَوْهُ دَاخِرِينَ ) النمل(87)

ژباړه: او در په یاد کړه هغه ورځ چې کله په شپیلۍ کې پوکی وشي، نو سخت به وار خطا شي، سخت به وډار شي، هغوی ( ملایکې ) چې په آسمانانو کې دي او هغوی ( انسانان، پېریان او شیطانان ) چې په ځمکه کې دي، پرته له هغو کسانو چې الله تعالی غوښتي ( چې نه به ډارېږي ) او ټول به د ذلت او مجبوریت په حالت کې ورته راځي؛ ځکه بله هېڅ لاره به نه لري.

دا چې دا څوک دي چې د نړۍ د ړنګېدو په هیبتناکه او له ډاره ډکه ورځ به نه ډارېږي او نه به وار خطا کېږي، په داسې حال کې چې د آسمانانو او ځمکو په ژوندیو مخلوقاتو کې به هېڅوک په دې ورځ ډاډه او آرام نه وي! په دې هکله دوه درې قوله راغلي، یو قول وايي چې دا به جبرئیل، مکائیل، اسرافیل او ملک الموت علهیم السلام وي، بل قول وايي چې دا به هر صالح مومن وي، خو یو قول دا دی چې دا به شهیدان وي، او په دې اړه له حضرت ابو هریره رضی الله عنه څخه یو اوږد حدیث شریف روایت شوی، چې په یوه برخه کې یې داسې راغلي: (قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : والأموات يومئذ لا يعلمون شيئا من ذلك, فقال أبو هريرة: يا رسول الله، فمن استثنى الله حين يقول: ( فَفَزِعَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الأرْضِ إِلا مَنْ شَاءَ اللَّهُ ) قال: ” أولَئِكَ الشُّهَدَاءُ، وإنَّمَا يَصِلُ الفَزَعُ إلى الأحْياءِ، أُولَئِكَ أحْياءٌ عِنْدَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ، وَقاهُمُ اللهُ فَزَعَ ذَلِكَ الْيَومِ وآمَنَهُمْ، وَهُوَ عَذَابُ اللهِ يَبْعَثُهُ عَلى شِرارِ خَلْقِه ).[2]

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مړي به په دې ورځ د شپیلۍ د پوکي په هکله په شي هم نه پوهېږي، ابو هریره رضی الله عنه ویل: اې رسول الله! صلی الله علیه وسلم، نو الله تعالی څوک استثناء کړي چې وايي: (  په سخت ډار کې به وي هغوی چې په آسمانانو کې دي او هغوی چې په ځمکه کې دي، خو نه هغه څوک چې الله تعالی غوښتي وي چې نه به ډارېږي او په امن کې به وي) رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: هغه شهیدان دي، بېشکه دا ډار ژوندیو ته رسي، او شهیدان د خپل رب په وړاندې ژوندي دي، روزي ور کول کېږي، الله تعالی هغوی ددې سختې ورځې له ډار او هیبت نه په امن کړي، او ددې ورځې هیبت او ډار د الله جل جلاله عذاب دی، چې د خپل مخلوق په  شریرترینو کسانو یې راولي.

که څه هم په آیت کریمه کې د استثناء په اړه دوه درې قوله دي، خو کوم قول چې د شهیدانو په اړه راغلی، ځواکمن ښکاري؛ ځکه یو خو په دې اړه دا پورتنی حدیث راغلی، بل په هغه حدیث شریف کې چې د شهید په اړه د شپږو یا اوو ځانګړنو یادونه کوي، یوه ځانګړنې یې دا یاده کړې چې د قبر له پوښتونکو به په امن وي، او بل به د لوی ډار( الفزع الاکبر )  په ورځ په امن وي.

په پورتني حدیث شریف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چې د شپیلۍ له پوکي سره به د نړۍ پر مخ که انسانان دي، که پېریان او که شیطانان او که په آسمانونو کې ملایکې دي ټول به سخت وار خطا شي، په سخت ډار کې به وي، او په قبرونو کې مړي به د شپیلۍ په پوکې نه پوهېږي، ابو هریره رضی الله عنه پوښتنه کوي چې مړي په دې حالت نه پوهېږي، نو په آیت کریمه کې چې الله تعالی فرمايي چې نه به ډارېږي او په امن به وي، دا بختور به څوک وي؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: دا به شهیدان وي، شهیدان به د شپیلۍ له پوکي سره نه وار خطا کېږي او نه به ډارېږي، بالکل به ډاډه وي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې مبارک ارشاد کې دوه ټکي ډېر د پام وړ تر سترګو کېږي، یو دا چې شهیدان به د شپیلۍ په پوکي پوهېږي، له انبینا علی نبینا و علیهم الصلاة و السلام نه پرته به د نورو مړیو په څېر نه وي، چې په څه نه خبرېږي،  دا د شهیدانو د ژوند بل دلیل دی چې هغوی مړه نه دي، که مړه وای د نورو مړیو په څېر به دوی هم د شپيلۍ په پوکي نه پوهېدای، خو داسې نه ده، شهیدان ژوندي دي، الله تعالی ځانګړې روزي ور کوي.

بل ټکی دا چې شهیدان له ملایکو او په دغه ورځ د ځمکې پر مخ له ټولو انسانانو او پېریانو څخه غوره او لوړ دي، ځکه چې په دې ورځ به د آسمانونو ملایکې وار خطا شي، ډارېږي به، او د ځمکې پر مخ چې څه انسانان ، پېریان، او شیطانان دي، هغوی به هم وار خطا وي، دا ټول ژوندي به وار خطا شي، خو شهیدان به نه وار خطا کېږي، نه به ډارېږي.

سبحان الله څومره لوړه مرتبه، څومره لوړ منزلت!

د دې ورځې د سختۍ او رعب په اړه الله تعالی بل ځای داسې فرمايي: (يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيمٌ (1) يَوْمَ تَرَوْنَهَا تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّا أَرْضَعَتْ وَتَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَتَرَى النَّاسَ سُكَارَى وَمَا هُمْ بِسُكَارَى وَلَكِنَّ عَذَابَ اللَّهِ شَدِيدٌ (2)  سورت الحج.

ژباړه: اې خلکو له خپل رب نه وډار شئ! ( اطاعت یې وکړئ او نافرماني مه کوئ ) بېشکه چې د قیامت د ورځې خوځېدل را خوځېدل او ګړبېدل خورا ډېر لوی شی دي، داسې ورځ ده چې تاسو به هره تی ور کوونکې ګورئ چې د تي ور کولو په حال کې به له هغه چا نه بې پروا وي چې تی ور کوي، او هره بلاربه به خپل بچی د سخت ډار له امله له وخت نه مخکې غورځوي، او خلک به مست او نیشه وینې، دوی به نیشه او مست نه وي، خو دالله تعالی عذاب ډېر سخت دی، یعني د الله تعالی د عذاب له امله به خلک داسې وي لکه نیشه چې وي، په ځان به نه پوهېږي، چې څه کوي او په کومه خوا روان دي، هر کس به یوې او بلې خوا ته سرګردانه او لالهانده منډې وهي.

که خپل ورځني ژوند ته وګورو، کله کله چې کوم لوی غم یا درد په خلکو راشي، بالکل له یو او بل نه بې پروا وي، داسې وي لکه یو وبل چې له سره نه پېژني، هر کس په خپل ځان اخته وي، ددې لپاره یو جوت دلیل څه وخت مخکې په مکه مکرمه کې د ګرېنګ د رالوېدو پر مهال یوه پېښه ګڼلی شو، چې ما خپله په ویډیو کې ولیده او نورو خلکو به هم لیدلې وي، په ويډیو کې ښکاري چې بیت الله شریف ته لنډ یوه مېرمن او دوه یې واړه زامن ور سره ولاړ دي، یو د لسو دولسو کلونو په عمر ښکاري او هغه بل د شپږو اوو کلونو په عمر، کله چې کرېنګ راولوېږي په دې مېرمن او ماشومانو یې هم یوه برخې را پرېوځي، مېرمن یوې خوا ته لوېږي، ماشومانو یې بلې خوا ته، نور خلک هم سره یوې او بلې خوا ته لوېږي، مېرمن چې کله را پورته شي، له مخې سره همداسې منډه کړي،  خپل واړه ماشومان یې هېر وي، لږ چې اخوا لاړه شي، او  پوه شي چې وضعیت یو څه آرام شو له هغه وروسته بېرته د خپلو ماشومانو په لوري را وګرځي.

ما چې دا حالت ولید، ما ویل سبحان الله! مور په خپل اولاد څومره مهربانه وي، د نړۍ پر مخ په انسانانو کې په خپل اولاد تر مور مهربانه بل څوک نشته، مور په هر حالت کې د خپل اولاد له غمه مړه وي، خو په دې حالت کې چې په مور هم سختي راغله، له اولاد نه بې پروا شوه، د ځان په غم کې شوه، لومړی یې ځان له صحنې وویست، وروسته یې بیا خپل اولاد په ذهن کې ورغی، په هغې لحظه کې هر څه ترې هېر وو، دا د نړۍ د یوې نسبتا عادي پېښې پر مهال، دا چې دا لوړ او بې پایه آسمانونه را ړنګېږي، لوی لوی هیبتناک غرونه را لوېږي، مست سمندرونه اور اخلي! دا دومره پلنه او ستره ځمکه په خوځښت راځي! آیا په داسې حال کې به د مور، یا پلار، یا ورور، یا کوم بل دوست او ملګري څوک په یاد وي؟ هېڅکله نه. خو شهیدان به په داسې ورځ هم ډاډه او آرام وي، که په غور فکر وشي، د شهید لپاره که نور هېڅ نه وي یوازې دا لوی او ستر فضیلت یې هم بس دی!!

په دې اړه چې الفزع الاکبر به کله وي؟ د قیامت ورځ به وي؟ که د قیامت له ورځې مخکې د د نیا د ړنګېدو شپېلۍ به وي؟ د علماوو مختلف نظرونه دي، ځینې وايي دا به لومړۍ شپیلۍ وي، له دې وروسته به بیا دوهمه شپيلۍ وهل کېږي چې له هغه سره به ټول له قبرونو څخه را پاڅي او د محشر میدان ته به ځي، ابن جریر رحمه الله او ځينې نور علماء وايي چې دا به د دنیا د پای ته رسېدو شپیلۍ یعني لومړۍ شپیلۍ وي، په دې سره به دنیا ړنګه شي. [3]

د الفزع الاکبر په اړه یو قول داسې دی چې دا هغه حالت دی چې کله د قیامت په ورځ دوزخ وغورمبېږي، ټول به له ډاره په ګونډو شي، ځینې وايي الفزع الاکبر ( لوی ډار ) هغه وخت دی چې کله دوزخیان د دوزخ په لور روان کړل شي! یو قول داسې دی چې الفزع الاکبر هغه حالت دی چې کله دوزخیان دوزخ ته واچول شي او د دوزخ سر پوښ پرې ور بند کړل شي،[4]  په هر صورت  له دې حالاتو څخه هر یو حالت چې وي، شهید به پکې ډاډه وي، یعني نه به غمګين کېږي؛ ځکه پوهېږي به چې دی له دې حالت څخه په امن دی.

که څه هم په غوڅه توګه نه شي ویل کېدی چې دا به کوم حالت وي، خو پورتني د شهیدانو د استثنا‌‌ء حدیث ته په کتو سره ویل کېدی شي چې دا به لومړۍ شپېلۍ وي، یو دلیل يې دا دی چې په همدې حدیث شریف کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چې مړي به په دې شپيلۍ نه پوهېږي، طبیعي خبره ده چې مړي نه پرې پوهېږي نو لومړۍ به وي، ځکه له دوهمې شپیلۍ سره خو مړي ټول له قبرونو څخه را پاڅېږي، او په په دریمه شپیلۍ به بیا دوزخیان د دوزخ په لور ځي، له یوې سره مړي را ژوندې کېږي، چې را ژوندي کېږي هرو مرو به پوهېږي، او دبلې پر مهال به ژوندي وي، مړي چې نه پوهېږي په همغه یوه حالت کې چې هغه د دنیا د ړنګېدو شپیلۍ ده؛ ځکه هغه وخت دوی په قبرونو کې وي، مړه وي، لکه په حدیث شریف کې چې راغلي.

بل دلیل هم په همدې حدیث شریف کې دی، هغه دا چې وايي شهیدان به ددې ورځې له ډار او هیبت نه په امن وي، په دې معنی چې نور ټول ژوندي به لکه په آیت کریمه کې چې صراحتا راغلي په ډار او هیبت کې وي، یوازې هغه څوک به په امن وي چې الله تعالی په امن کړي، او هغوی د حدیث شریف له مخې شهیدان دي، له دې معلومه شوه چې دا شپیلۍ به په داسې حال کې وي چې آسمانونه او ځمکه به روغ وي، او دا د لومړۍ شپیلۍ پر مهال، له هغې وروسته خو آسمانونه او ځمکه ټول سره ګډوډېږي، هر څه به ړنګ وبنګ شي.

نور بیا…

م. محمد نعیم

[1] ـ رواه الترمذي. باب ثواب الشهيد.

[2] – تفسير ابن جرير الطبري. سورت النمل, آيت: 87. تفسیر النکت والعیون للماوردي، سورت النمل، آیت: ۸۷، دا حدیث شریف امام بیهقي په خپل کتاب ( البعث والنشور ) ج: ۲، ص : ۱۳۷ کې هم راوړی.

[3] – تفسیر ابن جریر، تفسیر ابن کثیر، تفسیر روح المعاني، سورت الحج، آیت: ۱ – ۲.

[4] – معالم التنزيل, سورت الانبياء, آيت: 103, مؤلف : محيي السنة ، أبو محمد الحسين بن مسعود البغوي [ المتوفى 516 هـ ] حققه وخرج أحاديثه محمد عبد الله النمر – عثمان جمعة ضميرية – سليمان مسلم الحرش. الناشر : دار طيبة للنشر والتوزيع. الطبعة : الرابعة، 1417 هـ – 1997 م.عدد الأجزاء :  تفسير ابن جرير, تفسير ابن كثير, تفسير روح المعاني, سورت الانبياء, آيت: 103.

————

ددې لیکني نوري برخي:

http://bit.ly/shaheed-aw-shahadat

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د