
د طالبانو او داعش پلوه ازبکستانیانو ترمنځ جګړه پای ته رسیدلې اوسیمه طالبانو نیولې
نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۴ ل): د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د داعش پلوه ازبکستانیانو او طالبانو تر منځ هغه نښته چې دجمعې په شپه پيل شوې وه پای ته رسېدلې ده
طالبانو په داعش پلوه ازبکستاني وسلوالو هغه مهال پراخ تصفیوي بریدونه پيل کړل کله چې د طالب سرچینو په وینا هغوی په خپلو کړیو وعدو ونه دریدل او په سیمه کې یې یو لړ تخریبي فعالیتونو پیل کړل، خپل سرې، هدفی وژنو او د سیمې د خلګو تښتولو ته یې لاس واچاوه.
له سیمې نه ورکړل شوي راپورونه وايي، چې د تیرو دریو ورځو په شدیدو جګړو کې ګڼ شمیر داعش پلوه سخت دریځې ازبکستاني وسلوال او ۸ تنه طالبان وژل شوي او ۱۵ تنه نور طالبان ټپیان شوي هم دي.
خبر زیاتوي جګړه هغه وخت پایته ورسیده کله چې ګڼ شمیر ازبکستاني وسلوال د طالبانو لخوا اسیران شول او یو شمیر نورو یې وسله کیښوده او ځان یې طالبانو ته وسپاره. په سیمه کې عیني شاهدانو ویلي، دازبکو او منصور دادالله د کسانو لخوا نیول شوې سیمې (خواجه اتش، سولان، اولان او بیبرک ) ټولې طالبانو نیولې او دا مهال په سیمه کې د طالبانو له لوري چاڼیز عملیات شروع شوي او د ځینوشکمنو کورونو تلاشۍ اخلي.
ویل کیږي طالبانو هغه کور هم تلاشي کړی چې ویل کیدل دلته منصور دادالله اوسیدی، له یاد کور نه ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې او زیاته اندازه مهمات را ایستل شوي دي.
طالبانو د ازبک وسلوالو له یوه کور نه هغه کتاب او یو شمیر اسناد هم نیولي چې د داعش د پلویانو ثبت نام پکې شوی وو. دسیمي او سیدونکي وایې چي ولسي خلکو دطالبانو ملاتړ کړی او په یادو جګړو کې یې پوره مرسته کړي ځکه چي له داعش پلوو وسلوالو نه ډیر په تکلیف شوي و .
باید وویل شي، ازبک وسلوالو هغه اووه تنه یرغمل شوي هزاره ګان چې درې یې ښځې او څلور نارینه وو، وروسته له هغه وژلي چې طالبانو د هغوی د خلاصون لپاره عملیات پیل کړل او سیمې ته د طالبانو تر رسیدو مخکې یرغمل کسان په چړو حلال شوي وو او په یوه کوټه کې یې جسدونه غورځول شوي وو.
تیره ورځ له سیمې نه خبر ورکړل شو چې د جګړې په جریان کې د طالبانو د نظامي قطعې قومندان پیراغا وژل شوی، خو نن سهار د نوموړي د وژل کیدو خبره هغه وخت دروغ شوه ، کله چې پیر اغا د خپل مرګ اوازه د طالبانو سره د مخابرې له لاري رد کړه.
پير اغا د طالبانو د کوماندويي نظامي قطعې مشر دی، او ویل کیږي چې د نوموړي په مشري په دې وروستیو کې په ننګرهار کې دداعش په خلاف هم پيراغا وجنګیدی.
د زابل ولایت امنیتي چارواکي هم په ارغنداب کې د جګړې پایته رسیدل تاییدوي، د زابل ولایت د والی ویاند ګل اسلام سیال رسنیو ته ویلي، چې په ارغنداب کې د طالبانو او داعش تر منځ پیل شوې جګړه پایته رسیدلې، نوموړی وايي په جګړه کې ۴۷ تنه ازبک او ۹تنه طالبان وژل شوي دي، همدا راز له دواړو غاړو نه ۵۳ تنه ژوبل شوي دي.
د زابل ولایت د امنیه قومندانۍ مرستیال غلام جیلاني فراهي وايي د هغو اوو تنو یرغمل شویو هزاره ګانو جسدونه چې د داعش له خوا په ډیر بې رحمانه ډول وژل شوي وو، دسیمیزو سپیږیرو په توسط د شاه جوي ولسوالي ته انتقال شوي دي.
له طالبانو نه د جلا شوې ډلې مشر منصور داد الله چې تر جګړې وړاندې په سیمه کې موجود وو اوس مهال د نوموړي په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي، ځیني نا تایید شوي راپورونه وایي چې نوموړی د طالبانو سره په جګړه کې تر ماتي خوړلو وروسته د پاکستان په لوري تښتېدلی دی.
منصور دادالله څو کاله په پاکستان کې بندي وو کله چې له بند څخه خوشي شو څه موده وروسته افغانستان ته ولاړ او هلته د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې میشت شو .
د طالبانو دمشر ملا محمد عمر ( مجاهد ) تر مرګ وروسته یې دطالبانو دنوي مشر ملا اختر محمد منصور د مشري مخالفت وکړ .
منصور دادالله که څه هم په رسمي توګه دداعش ملاتړ نه دی کړی خو ویل کیږي چې له ازبک جنګیالو سره یې نژدې اړیکي لرلې او له هغوی څخه یې دخپلو موخو لپاره کار اخیست .
طالبانو ولي د هغو وسلوالو په ضد چې یو وخت یې ملګري وو جګړه پیل کړه؟
د طالبانو نیژدې سرچیني وايي، کال وړاندي چې د پاکستان پوځ په وزیرستان کې د سخت دریځو وسلوالو په ضد عملیات پیل کړل، او هغه سیمې چې د پاکستان د حکومت مخالف وسلوال پکې میشت وو تر سختو بمباریو لاندې ونیولې، ازبکستاني وسلوال چې د پوځ ترسخت فشار لاندي وو د خپلو پخوانیو اړیکو نه په استفاده له طالبانو وغوښتل چې په افغانستان کې د سر خوندي کولو لپاره ځای ورکړي، طالبانو د دوي غوښتنه د یو شمیر شرایطو په وړاندي کولو سره ومنله او په ډیرو زیاتو مالي مصارفو یې د ازبک وسلوالو کورنۍ، ښځې او ماشومان د زابل ولایت ته را انتقال کړل او په مختلفو ولسوالیو کي یې له لسو تر ۱۵ پوري کورنۍ په جلا جلا توګه ځاي پر ځاي کړې.
طالبانو د ازبکو تر انتقال مخکې د هغوي له مشرانو سره په دې هوکړه وکړه چې، د دوي د اسلامي امارت ټولو اوامرو او پالیسیو ته په غاړه ږدي، په سیمه کې به له هر ډول فعالیت او خود سریو څخه ډډه کوي او په هر اقدام کې به د طالبانو اجازې او امر ته انتظار کوي.
ازبکستاني وسلوالو چې په زابل کې د ارام ساه واخیسته بیرته یې له سره د خپلو افرادو په تنظیم کار پیل کړ د کړو وعدو خلاف یې د زابل په مختلفو ولسوالیو کې میشتې خپلې کورنۍ را یو ځاي کړې او د ارغنداب او خاک افغان په ولسوالیو کې راټول او منظم شول.
په عراق او شام کې د دولت اسلامي ډلې (داعش) له پرمختګونو وروسته چې ابوبکر بغدادي ښکاره شو او دخلافت اعلان یې وکړ په زابل کې میشتو ازبکو وسلوالو هم د یوې ویډیو له لارې خپل ملاتړ او بیعت بغدادي ته ولیږی، له دې اعلان وروسته ازبکو وسلوالو په سیمه کې د طالبانو په خلاف ښکاره مخالفت او بغاوت پیل کړ، دا مهال د طالبانو د پخواني مشهور قومندان ملا دادالله ورور منصور دادالله له پاکستان نه زابل ته راغی او د ارغنداب ولسوالۍ د کاکړو په سیمه کې میشت شو، منصور دادالله که څه هم په ښکاره د داعش ملاتړ نه دي اعلان کړی خو په سیمه کې د داعش پلوه ازبک جنګیالیو سره یې روابط ټینک کړل او په ګډه یې په سیمه کې یو ډول داسي کړنې ترسره کړې چې له شرعي اصولو او دطالبانو له پالیسۍ سره په ښکاره په ټکر کې وي. په ارغنداب، چوپان او خاک افغان ولسوالیو کې یې یو شمیر داسي بشر ضد جنایتونه ترسره کړل چې له امله یې له ازبک وسلوالو نه دسیمې د خلګو کرکه او نفرت زیات شو او د مخالفت په دریځ کې ورسره ودریدل.
د ۱۳۹۳ ه ش کال د حوت په ۴ نېټه ازبک وسلوالو د منصور دادالله د کسانو په ملاتړ د کابل کندهار له لویې لارې نه له هرات نه کابل ته د تلونکو مسافرو بس وګرزاوه او ۳۱ تنه هزاره توکمي افغانان یې له ځان سره یرغمل یووړل چې یوشمیر د پیسو په مقابل کې خوشي کړل او څو تنه یې ووژل . دا لومړۍ ښکاره امنیتي پېښه وه چې ازبک وسلوالو یې پړه په غاړه واخیسته او مطبوعاتي شوه.
افغان لیکوال او څیړونکي نوید احمد د داعش پلوه ازبک جنګیالیو او منصور دادالله ترمنځ اړیکو او په تیر یوه کال کې دهغوي له لوري ترسره شوي جنایتونه په یوه معلوماتي لیکنه کې په مستنده توګه راغونډ کړي، نوموړي د خپلې لیکنې په یوه برخه کې داسي لیکلي:
په تیر یو کال خصوصا وروستیو میاشتو کې په زابل کې د داعشي ازبکو چې منصور دادالله هم ورسره ټینګه ملګرتیا درلوده ګڼ شمیر جنایات ترسره کړې چې څو بیلګې یې په لاندې توګه یادولی شو.
• ۳۱ تنه مسافر هزارګان یي د شاجوی په مربوطاتو کې له لویې لارې راوګرځول، له یوڅو یي سرونه پرې کړل او د خاک افغان د رسنې په بازار کې یي جسدونه وغورځول، یوشمیر یي تبادله کړل او کوم چې ژوندي پاته و تیره ورځ یي په دستي جمعي شکل د ارغنداب په یوه کور کې ذبح او ووژل.
• ۳ ښځې او ۳ تنه نارینه ولسي هزاره ګان چې له خاک افغان څخه غزني ته په لاره وو د لارې له سره یي راوګرځول سړي یي بندیان کړل او له ښځو یي د مینځو په حیث استفاده وکړه.
• د شاجوی د باغتو په سیمه کې ۳ ښځې او ۲ تنه نارینه هزارګان له موټر سره نادرکه شولوروسته دغه کسان په داسې حال کې وموندل شول چې نشه شوي وو او بې خوده پراته و او موټر یي تر اوسه نادرکه دی.
• دوه لس کلن او یو پنځلس کلن هلک یي د خاک افغان د ګزې کلي له پښتنو څخه غلا کړل او خلکو ته یي استدلال کاوو چې د جهاد لپاره له موږ سره یوځای شوي دغه هلکان تراوسه نادرکه دي.
• د غزني ښار اوسیدونکی یو تاجک تجار یې د لویې لارې له سره اختطاف کړ او بیا یي لهکورنۍ څخه د لس میلیونه کلدارو غوښتنه وکړه د طالبانو او سیمیزو ملایانو له ډیرو غوښتنو سره سره یي دغه بې ګناه تجار خوشی نه کړ.
• بیا بیا یي د هزاره ګانو ښځې راوتښتولې تر دې چې هزارګانو متقابلا د خاک افغان د ګزې له کلي څخه د پښتنو څوارلس تنه ښځې او ماشومان وتښتول چې په دې ډول ددوی د اعمالو له امله په سیمه کې یو بشپړ قومي جنګ ته زمینه برابره شوه، طالبانو د افغانانو ترمنځ د قومي جنګ دمخنیوي په خاطر مداخله وکړه او له هزاره ګانو یي څوارلس تنه بندیان راخلاص کړل.
• داعشیانو یوه شپه بندیان په لویو جوالو کې اچولي او بیا په موټر کې سر په سر غورځولي و ترڅو یی بل ځای انتقال کړي دارغنداب له اختر بازاره دتیریدو په مهال دشپې یوه پیره دار د بندیانو بد حالت، ژړا او زګیروي اوریدلي و او بیا یي سبا خلکو ته یوازې دا ویلي و چې دغسې وضعیت کول ظلم دی، په همدې خبره داعشي ازبک راغلل او دغه خوارکۍ پیره دار یي په تفنګچه وویشت او شهید یي کړ.
• د ارغنداب د چکنک د کلي کلیوال وایي چې په دې کلي کې په یوه سرای کې د هزاره ګانو ښځې او نارینه بندیان و یوه ورځ له دغه کور څخه ډیر بد بوی او تور دود راپورته شو چې دغه بوی تراوسه موږ نه و حس کړی وروسته معلومه شوه چې داعشیانو یوه هزاره ګۍ ښځه ژوندۍ سوزولې وه.
• دارغنداب د پیتاو د کلي اوسیدونکي وایي چې یوه ورځ د داعشیانو د اوسیدو له یوه سرای څخه یوه هزاره ګۍ ښځه په داسې حال کې په ځغاسته راووته چې په بدن یي هیڅ جامې نه وې ښځې دخلاصون چیغې وهلې خو وروسته پسې مسلح داعشي ازبکستاني راووتل او ښځه یي له ځان سره بیرته یووړه .
• د خاک افغان د سولان په بازار او نورو ډیرو سیمو کې ازبکي داعشیانو داسې اعلامیې او پوسټرونه وځړول چې خلک یي له داعش سره بیعت ته رابلل، په دغو اعلامیو کې دوی د طالبانو د امارت په خلاف خورا بد الفاظ کارولي و، هغوی یي باغیان او د آی ایس آی ګوډاګیان بللي وو.
طالبان چې د یادو سیمو امنیت ساتل خپله دنده بولي او د داعش پلوه وسلوالو له لوري دغیر شرعي کړنو او جنایتونو ترسره کیدل یې برداشت نشوای کړاي، ددې کړنو د مخنیوي لپاره یې په لارو چارو کار پیل کړ، د معلوماتو له مخې چې طالبانو څو ځله له ازبک وسلوالو او منصور دادالله سره مخامخ ناستې وکړې همدا راز د سیمې د مخورو او علماوو جرګې یې ور ولیږلې چې له دې کارونو څخه یې منع کړي خو د دوي ټولې هڅې ناکامې شوې .
طالبانو چې تر دې وړاندي یې په ننګرهار کې هم له داعشیانو سره مخامخ جګړې ترسره کړې او سیمې یې ترې تصفیه کړې دلته یې هم له نظامي برخورد نه په بله لار کې ګټه ونه لیده، د تیرې جمعې په ورځ یې په زابل کې په ازبک جنګیالیو جکړه پیل کړه چې له درې ورځې عملیاتو وروسته یې په ارغنداب، او خاک افغان ولسوالیو کې ټولې سیمې ونیولي او منطقه یې تر خپل کنترول لاندي راوستې.
د طالبانو له لوري په زابل کې د ازبک وسلوالو میشتول پرځاي اقدام او که اشتباه وه؟
ددې سوال په ځواب کې یو شمېر طالبانو نن ټکی اسیا سره په خبرو کې استدلال وکړ چې د انساني خواخوږۍ له مخه یې په وزیرستان کې د پاکستان پوځ تر ړندو بمباریو لاندې د ازبکو جنګیالو د ښځو او ماشومانو د خوندي توب په موخه یې د خپل واک په ساحه کې ازبکستاني کورنیو ته ځاي ورکړ.
د چارو ډیری کارپوهان په دې نظر دي چې طالبانو دا ستره اشتباه وکړه، هغه مهال طالبانو خپله د خپلو جنګیالیو د خوندیتوب ډیر پراخ او په امن ځای نه درلود، د ازبک وسلوالو راوستل یې د ځان لپاره یو بل سرخوږی جوړ کړ، یو شمیر شنونکي په دې اند دي چې طالبان د ازبکو وسلوالو له سخت دریځي نه ښه خبردار وو ، همدا راز په وزیرستان کې دوي د ازبکو له کړنو او اعمالو معلومات درلودل، په افغانستان د امریکایانو له حملې وروسته چې ازبک جنګیالي قبایليسیمو ته ولاړ وزیرو او نورو قبایلو یې تود هرکلی وکړ او هر ډول ملاتړ یې وکړ، خو د وخت په تیریدو سره ازبک وسلوالو په یو او بل نامه د خپلو کوربنو په وژلو پیل وکړ او ګڼ شمیر د سر سړي یې ترې ووژل . د ازبک جنګیالیو پخوانیو خپل سریو او تخلفاتو ته په کتو سره بیا هم چې طالبانو هغوي په خپل څنګ کې ونیول دا کار یې ستره اشتباه بلل کیږي.
وروره طالبان په حقيقت کي علماء دي اوعلمادامت هوبهوپه نقش اوقدم دصحابه کراموانبياؤرفتارکوي هرهغه څه تعقيبه وي چې هغه دالله تعالی اودهغه درسول صلی الله عليه وسلم اوداسلاامراولاره وي نواطالبانوچې له ازبک جنګياليوسره اولاڅه وکړل هغه هم اسلامي حوصله وه لکه پيغمبرعليه السلام چې له اهل عرنين سره کړي وه اوبياچې ثانيا څه ورسره وکړوياورسره وسووهغه هم عين هرهغه څه ورسره شول چې له اهل عرنين سره سوي وه نودطالبانوکړنه هيڅ اشتباه نه بولم اونه دی اولايې هم له مسلمانانوسره خواخوږي ښودلې وه اوس چې څه ورسره وګړل هغه هم ددوی دخپلواعمالوجزااوسزادی
دا خلک چه وایی چه افغانان مهمان نوازه دی، دا خبره ……؟ .والله اعلم. خو طالبانو د ازبک مجاهدینو شه مهمان نوازی وکړه ، افسوس صد افسوس ، ای کاش دا د امریکایانو یا د عبد الرازق لخو وژل شوی وای ،که د ازبک مجاهدینو ویاند نشته او خاموش دی، هیځ کوم د امن ، اه ، او فریاد څای نه لری، ددوی ماشومان ، ددوی هغه غیرتی ښځی……حسبی الله لا الله الا الحی القیوم.
جناب محترم محمود صاحب عبدالله ابن عمر او حصزت علی د تخلف او خبری نه منلو په صورت کی د خوارجو د وژلو امر کړی دی او ویلی یی دی چی ددوی په وژلو کی ثواب ده ځکه داکسان اسلام له مینځه نه خوری نو ته بیا څوک یی چی وایی دا ښه کار نده دا چی څوک وایی چی داعش خوارج ندی نو زه په دی اړه له هغه کس سره حتی مباهلی ته تیار یم او دا به انشالله په اثبات ورته ورسیږی چی داعش خوارج دی داعشیانو په سوریه کی لدینه هم بد اعمال د جبهه النصره… نور لوستل »
په دایچوپان او ارغنداب کی ټوله پښتانه دي دلته ازبکان له کومه ځايه راغلي دي؟
داعشیان که د اصلاح وړ نه وو ، دا عمل ورسره زه د اسلام له مخی هم جایز ګڼم ، دوی نه یواځی مجاهدین ویشل او کمزوری کول بلکه د مظلوم او بی دفاع اولس سره یی له هر ډول وحشت او مظالمو کار واخست ، د شیعه او سنیانو تر منځ یی نفاق اچولو چه د داخلی جنګونو سبب شی ، دوی د اسلام او مسلمانانو به ضد کړنی تر سره کولی ، د میدیا د معلوماتو څخه دا په ډاګه شوی چه طالبانو د جرګو له لیاری ډيری وسی او هڅی تر سره کړی ګټه یی ونه کړه… نور لوستل »
افسوس چه زمونژ په خوله کشی هغه بد خوند سابقه تنظیمی جنکونه لا پاتی دی بیا هغه جنک کشی مونژ اخته یو او مرده باد زنده باد مو شروع کر أو ده امت مسلمه بچیان ده خپل تنظیم بقا لپاره استعمالوو
دغه ازبکان زموږ وروڼه ؤ مجاهدینو هروخت ورسره ډیره همکاري ښوده ، دهمدي میلمنو په خاطر خو داسلامي امارت محترم مشر ترامارت اوهرڅه تېرشو او همداراز په دې ورستیوکې له پاکستان څخه درا اوښتو په مهال هم مجاهدینو ورسره مرسته وکړه تر همدي ارغنداب پوري په مسلسله توګه عرب او اوزبک مجاهدین طالبانو رارسول اوبیا یې همداسي دایران لاروته دالقاعده مجاهدینوته رسول چې بیاهغوی په قاچاقي توګه ترخپلو هیوادونو عراق اوسوريې پوري رسول لیکن کله چې دغه ازبکانو دلته پاتي کیدل غوره کړل مجاهدینو یې هرکلی وکړ خو آخریې بغاوت شروع کړ داسلامي امارت یو امریې هم نه منل ،… نور لوستل »
د ۱۳۹۳ ه ش کال د حوت په ۴ نېټه ازبک وسلوالو د منصور دادالله د کسانو په ملاتړ د کابل کندهار له لویې لارې نه له هرات نه کابل ته د تلونکو مسافرو بس وګرزاوه او ۳۱ تنه هزاره توکمي افغانان یې له ځان سره یرغمل یووړل چې یوشمیر د پیسو په مقابل کې خوشي کړل او څو تنه یې ووژل . دا لومړۍ ښکاره امنیتي پېښه وه چې ازبک وسلوالو یې پړه په غاړه واخیسته او مطبوعاتي شوه. الله د په ټولو رحم وکړی، دا خو هغه کسان وه چی د دوی په مقابل کی یی د مجاهدینو… نور لوستل »
اللهم ارنا الحق حقا و ارزقنا اتباعه وارناالباطل باطلا وارزقنا اجتنابه .
که وحشی امريکايانو په افغانستان باندی ناروا يرغل نه وای کری نو طالبان به له القاعدي سره ضرور هغه حد ته رسيدل چی نن یی له شاگردانو سره رسيدلي دي.
زما سره نور د سلفي عقيدي د ترویج تر شا د انگليسانو د لاس لرلو په اره د شک او شبهي په نوم سه نه دي پاته، طالبانو ته شايي چی ددي خپلسري عقيدي په کورنيو خرمایی شاگردانو کلک بنديز ولگوي او دا د مذهب د وينه وو(یو نوع حشره ده چی لرگي له مغزه خوري) دعوت أو فعاليت ممنوع اعلان كري.
اللهم اشفل الظالمون بالظالمین.ط که چا ته په یاد وی دپخوانی شوروی اتحاد د له منځه تلو وروسته دامریکا متحده ایالتونو ولسمشر مشر بوش (۱۹۸۸-۱۹۹۲) کی ویلی وو چی د شوروی له سقوط وروسته د مسلمانانو دجوماتونو مناری د شوروی داس-۳۰۰ اوږد واټن ویشتونکیوبالیستیک توغندیو نه هم خطرناک دی،او بله داچی له پخوا د ساړه جنګ له پیره دغه مقوله دهغی وخت دشنونکیو تر منځ ډیره اوریدل کیدله چی ویل به یی:امپریالیزم تل غلیم (دوښمن) غواړی.یانی امپریالیزم بیله دوښمن څخه ژوندنشی کولۍ. خو څه رنګه دوښمن؟! سیال اوکه کمزورۍ!؟ له هغی وروسته یی ټولی هڅی د اسلامی نړۍ په لوری… نور لوستل »
دیر عالی!
ولن ترضى عنك اليهود ولا النصارى حتى تتبع ملتهم قل إن هدى الله هو الهدى ولئن اتبعت أهواءهم بعد الذي جاءك من العلم ما لك من الله من ولي ولا نصير 120