شعـــــرونه

حياده مروره – الهام

اسيره ستــــا په  لاس کي  الچــکـــونه   اربکي دي
دردونـــه  اربکــي  دي  ګــــــــــزارونــــه  اربکـي دي

دخداى ج اودرسول ص دلاروى يــومــخ نيـوى  کـړي
ترشــــايې  راروان  غــــربي  فـــوځــونه  اربکي  دي

قانـــون  ډيمـکـــــراسي  دى  او حيـــاده  مـــــــــروره
جنرال او عسکر  نــاڅي توندډولـونه   اربکي دي

راتلاى نه شي مـــرتدرقــيـب دچــم خــړوکـوڅـو ته
بس دوى يې راليږلي خوري معاشونه اربکي دي

کابل  کي  دپامـيـر  په نـــوم   بيا جـــوړه   سېنما  ده
بربنــــډې   ډرامي  هم    يې  فــلـمـــونه   اربکي دي

آګاه اوســـه مظلومه بس!لـــه بلـــه ګــيــلـــه مکـــړه
خپل وروڼه مومرتدشول کړي ظلمونه اربکي دي

خالقــه!  ته يې غــوڅ کـــړي دغـــازي په تــيره توره
په پاکـــــووينــــوســره وحشي لاســـونه اربکي دي

الهامه! دجـــاســوس   نه سيـواه  نه شي   بمبارونه
ورکـــــړي  و  ناټـــــــو ته   راپــــــــورونه   اربــکي دي

سيداحسان الله الهام2012/12/04

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x