نړۍ

سوریه: جبهة النصره وايي ۴۰ ایرانیان یې وژلي

نن ټکی آسیا: د جبهة النصره له اړخه په یوه تازه خبر کې ویل شوي چې دوی په وروستیو جګړو کې د ایران ۴۰ تنه عسکر وژلي چې د هغو څخه ۳ تنه ضابطان دي.

النصره پر خپل ټویټر پاڼه په دغه خبر کې زیاته کړې چې جګړه د حلب ښار په اطرافي کلیو کې را منځته شوه، چې په کښي ایراني عسکرو ته یاده مرګ ژوبله ورسیده.

بل اړخ ته د فارس خبري اژانس خبر ورکړی چې لږ تر لږه د ایران دوه تنه عسکر په سوریه کې وژل شوي دي، او زیاته کړې چې د میثم مدواري او علي تمام زاده په نامه دوه تنه عسکر په اصطلاح د «تکفیريانو او تروریستانو» سره په جګړه کې ووژل شول.

بل اړخ ته ځینو نورو ایراني ویب پاڼو هم خبر ورکړی چې د پاسداران انقلاب یو جګ پوړی ضابط اسماعیل سیرت هم په وروستیو جګړو کې وژل شوی دی.

ایران خپل د جګپوړو جنرالانو او ضابطانو د وژني په اړه تل ادعا کوي چې دوی په سوریه کې د اهل تشیع د مقدساتو څخه د دفاع په اړه په یوه روزنیز او مشورتي نظامي دنده بوخت دی، په همدې سلسله کې د اسماعیل سیرت نیا په اړه ویل شوي چې د زینب رضي الله عنه د قبر د ساتني په موخه په یوه مشورتي دنده بوخت وو، چې د دوی په اصطلاح د «تکفیریانو» له اړخه ووژل شو.

له هغه راهیسي چې روسیې په سوریه کې د بمبار پریکړه کړې او ایران هم خپل د ځواکونو د زیاتوالي خبر ورکړی، تر اوسه د ۴۸ ایراني عسکر وژل ایران منلي دي، چې یو شمېر یې ضابطان هم دي.

په امریکا کې د منځني ختیځ په اړه د واشنګټن په نامه څیړنیز مرکز ویلي چې ددوی د شمېرو سره سم تر اوسه په سوریه کې د ایران ۱۱۳ تنه عسکر وژل شوي، بل اړخ ته د اسوشیتد پریس خبري اژانس په سوریه کې د ایران د ۱۵۰۰ تنو عسکرو د وجود خبر ورکړی.

باید وویل شي چې داسي راپورونه هم وخت په وخت ورکول کیږي چې ایران هغه افغان مهاجرین هم سوریې ته د جګړې لپاره لیږي، کوم چې له ډیري مودې په ایران کې میشت دي او یا هم د مذهب او اقتصادي ستونزو پر اساس جګړې ته زړه ښه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x