د اقتصاد وزير عبدالستار مراد

اقتصاد وزارت: د افغانستان هر دريم وګړی فقير دی

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۴ ل): د اقتصاد وزرات وايي چې د افغانستان ۳۶ سلنه خلک د فقر په حالت کې ژوند کوي.

د اقتصاد وزرات په يوه تازه راپور کې راغلي چې د افغانستان ۳۶ سلنه خلک په فقر او بې وزلۍ کې ژوند کوي چې له مخې يې د افغانستان هر دريم وګړی فقير بلل شوی دی.

په راپور کې راغلي چې افغانستان ددې سربېره چې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۲ کلونو پورې افغانستان ۶٫۹ سلنه غير خالص کورني توليدات درلودل خو بيا هم د فقر کچه له ۳۶ سلنه څخه کمه نه شوه او د افغانستان د خلکو اقتصادي وده پرټپه ولاړه ده.

د افغانستان د اقتصاد وزير عبدالستار مراد د راپور د وړاندې کولو پرمهال دا هم وويل چې په افغانستان کې د منظمې سرمايه کارۍ د نه شتون، د ښاروالۍ خدماتو ته نه رسيدګي، د نا امنۍ او يوازې پر زراعتي چارو تکيه کول هغه څه دي چې د افغانستان د اقتصاد دپرمختګ په لاره کې خنډونه جوړوي.

عبدالستار مراد وويل چې دولت بايد د اقتصاد د پرمختګ له پاره د زراعت د پياوړتيا او د بشري اړتياوو د پوره کولو او د ستونزو له منځه وړلو له پاره قوي پلانونه ولري او اقدام وکړي.

د وزرات په راپور کې دا نه دي ويل شوی چې د افغانستان د کومو ولايتونو خلک د غربت په حالت کې دي خو ويل شوي چې د بې وزله وګړو زياته برخه د افغانستان په شمال، ختيځ او د هېواد په مرکزې برخو کې وجود لري.

همداراز په راپور کې ويل شوي چې په افغانستان کې د کاري خلکو او د باسواده او تجربه لرونکو خلکو نه شتون هغه څه دي چې د افغانستان د اقتصاد د خرابوالي سبب شوی دی.

په راپور کې ويل شوي چې د افغانستان د بې وزلو خلکو ۷۵ سلنه یې بې سواده دی، چې ډيره برخه يې په زراعتي چارو بوخت دي.

د بې وزلۍ د نړيوال معيار له مخې هر هغه څوک چې د ورځې له يوه ډالر (۶۵ افغانيو) څخه کم امدن ولري فقير بلل کيږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د