نظــر

د امريکا شوم اهداف

دا دی زموږ پر اسلامي هيواد افغانستان باندي داشغالګرو امريکايانو او ددوی دنړۍ والو انډيوالانو ديرغل يوولس کاله تېر شول، خو نه يوازي داچي زموږ په هيوادکي سوله ا وامنيت رانغی اوخپلي کړې ژمني يې پوره نه کړې بلکي دلته يې بدمرغۍ راوړلې اوداسي جنايات يې وکړل چي دبشرپه تاريخ کي يې ساری نه لېدل کيږي .

اوس به شايد ټولوته جوته شوې وي چي امريکايان دبشردوستۍ ترعنوان لاندي دبشر سره دښمني کوي.

حقيقت دادی چي دوی ته بشر او بشريت هيڅ قدر نه لري،لکه څنګه چي ددوی اعمال ددې څرګندويي کوي، چي دوی ته څومره دبشر وژنه اوسپکاوی بې قېمته معلوميږي .

او په دې وروستيوکي دزنګاوات پېښه ددې ښکاره دليل دی اودايوه اودوه پېښي نه دي بلکي دومره زياته دي چي حساب يې ډېر ګران دی.

داسي ورځ به تقريبًا نه وي چي دوی دي بې وزلي اوبې وسلې افغانان نه وژني، خو د تاسف خبره داده چي ځيني بې ضميره،ايمان پلورونکي تش په نوم افغانان هغه ددې پرځای چي ددوی ناروا کړنو ته عکس العمل وښيي برعکس ددوی دغو وحشيانه افعالو ته توجيهات جوړوي اوهڅه کوي چي حقائق پټ کړي .

اشغالګر امريکايان اومتحدين يې غواړي چي له موږ څخه اسلامي کلتور ختم کړي، مسلمانان له اسلامي نظام څخه بې برخي کړي او پر ځای غربې ناولې ډېموکراسي پلې کړي.

امريکا او ملګري يې غواړي چي مسلمانان له سولي اوامنيت څخه بې برخي کړي، دوی په دې هڅه کي دي چي په اسلامي هيوادونه کي جنګونه دوام وکړي څودوی له پرمختګ څخه را وګرزول شي اوددوی
غلامان شي .

ددوی دناولو قدمونو په راتګ سره  په دې تېرو کلونوکي زموږ په هيوادکي يوازي مرګونه زيات شول، بې شرمي اوناروا کارونه زيات شول.

حقيقت دادی چي دوی داسي کارنه دی کړی چي هغه دي په رښتيادافغانانوپه ګټه کي وي .

دغه اشغالګر بشر دُښمنه ځواکونه داسلام اومسلمانانوسره يوازي په وسلې سره مقابله نه کوي بلکي په نورو برخوکي هم پراخي هلي ځلي کوي، څودمسلمانانوکلتور، دين اومذهب له مينځه يوسي اوپرځای
يې دوی خپله ناولې ډېموکراسي اوبې ديني مينځ ته راوړي .

په دې خبره کي دي سړی له ځان سره فکروکړي چي داکېدای شي چي   دوی دي  له زرهاووکېلومتره لري څخه له دې امله راغلي وي چي ددوی سره زموږ دسړکونو، بې روزګاری  يا امنيت غم دی؟
که دوی امنيت راولي نوپه امريکاکي دې راولي اوکه بې روزګاري ختموي نوپه امريکا کي به يې ختمه کړې وای.

خو حقيقت دادی چي دوی اهداف لري اوهغه داسلام اومسلمانانوسره دښمني ده نه بل څه

پای

ليکوال :حقبين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x