افغانستانخبرونه

طالبانو د زابل د ولسي وګړو داعش قاتلين په دار وځړول

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۴ ل): د زابل ولايت چارواکي وايي چې طالبانو د اوو تنو ولسي وګړو قاتلين په دار ځړولي دي

د زابل ولايت د ارغنداب ولسوال حاجي مهمند نصرتيار رسنيو ته ويلي چې طالبانو پرون ۳۵ تنه د داعش وسله وال چې ډېر يې ازبکان وو، ژوندي نيولي و چې نن يې له دوی څخه ۱۵ تنه په دار ځړولي دي.

د زابل د ولايتي شورا غړي اسدالله کاکړ هم ويلي چې طالبانو د داعش ازبک وسله وال د غزني ولايت په جاغورۍ ولسوالۍ کې د اوو تنو ولسي وګړو په جرم په دار ځړولي دي.

د زابل ولايت دجاغوري ولسوالۍ د څلور تنو ښځو په ګډون اته تنه ولسي وګړي د تلې د مياشتې په ۲۱ نېټه د غزني ولايت د ګېلان ولسوالۍ څخه د داعش وسله والو له لوري تښتول شوي وو چې پرون يې د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې وژلي دي.

اسدالله کاکړ د سيمې له اوسېدونکو څخه د ترلاسه شويو مالوماتو پربنسټ وويل چې د سيمې اوسېدونکو ورته د طالبانو له لوري د داعش د ډلې د جنګياليو په دار ځړول د ولسي خلکو وژل ښودلي.

د يادونې وړ ده چې په زابل ولايت کې د روانې اوونۍ له پېله د طالبانو او داعش وسله والو له لوري چې ازبک جنګيالي يې ملتيا کوي، جګړه پيل شوې چې د زابل د چارواکو د معلوماتو له مخې په دغو جګړو کې تر اوسه ۲۵ تننه طالبان او ۸۵ د داعش وسله وال وژل شوي دي.

بل لور ته د ارغنداب ولسوال ددې جګړې په اړه ويلي چې جګړه لاهم د زابل ولايت د خاک افغان ولسوالۍ د سوډاني په سيمو کې روانه ده.

په سيمه کې د ټيلفوني شبکې د نه فعاليت له امله تر اوسه ددغې پېښې په اړه له سيمه ييزو سرچينو څخه مالومات نه دي ترلاسه شوي او نه هم طالبانو په دې اړه رسنيو ته څه ويلي دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
معان الرحمن

ما نه غوشتل څه ولیکم خو متاسفانه چی دزابل موضوع ډیر خفه کړم مجبور شوم دزړه بڼاسه وباسم او یوه تبصیره ګګه پری ولیکم؛ خدای ج وکړی څوک خپه نشی ځکه می زړه هغو هزاره و زنانه وو ته هم خوږ شو چی بی رحمی ورسره شو وی او هم می زړه په هغو طالبانو هم درد وکړ چی دخپلو همسنګرو ملګرو لخوا ووږل شول یا اعدام شول؛په طالبانو وروڼو خصوصا هغه طالب مشران چی مشری کوی او عدل انصاف نلری خوا خوږی یی ملت او هم خپلو همسنګرو مجاهدینوسره کمه ده کاشکی انصاف سخه کار واخلی زه دومره وایم… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x