افغانستانخبرونه

د امام صاحب ولسوال: طالبان د امام صاحب ولسوالۍ په ۴۰ سلنه خاوره واکمن دي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۴ ل): د کندز ولايت د امام صاحب ولسوال وايي چې د دې ولسوالۍ ۴۰ سلنه خاوره د طالبانو په کنترول کې ده.

د امام صاحب ولسوالۍ ولسوال امان الدين قريشي وايي چې ((زمونږ د کشفي او استخباراتي ارګانونو د راپورونو له مخې دا مهال په دې ولسوالۍ کې نږدې ۱۵۰۰ طالبان د دولتي ځواکونو پر وړاندې جنګيږي.))

نوموړي وويل چې په دغه ولسوالۍ کې ميشت امنيتي ځواکونه د طالبانو د مقابلې له پاره کافي نه دي او دغه سرتيري د طالبانو په وړاندې په دفاعي حالت کې دي.

قريشي ددې ولسوالۍ د ځينو مهمو کليو لکه نواباد، الف بيردي، قرغان تپه، قرغز، ګنبز، بزکش، انګورباغ او نغمه بازار نومونه واخيستل او ويې ويل چې دغه سيمې اوس هم د طالبانو په ولکه کې دي.

هغه وويل چې په ولسوالۍ کې ټول امنيتي سرتيري له طالبانو سره په جګړه بوخت دي او نور هيڅ امنيتي پرسونل نه دی پاتی چې د طالبان په وړاندې چاڼيز عمليات وکړي او د هغوی مخه ونيسي.

د سيمې يوه تن قومي مشر حاجي خان زاده هم وويل چې دا مهال ددې ولسوالۍ زياته برخه د طالبانو په کنټرول کې ده او لاهم په دغه سيمه کې ورځ تر بلې د طالبانو واک پراخيږی.

د يادونې وړ ده چې طالبان تېره مياشت د کندز ولايت ښار ته ننوتي و چې د څو ورځو له پاره په دې ولايت واکمن و خو وروسته د طالبانو په وينا له ولايت څخه يې تکتيکي شاتګ کړی دی.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د طالبانو په بريدونو کې زياتوالی راغلی چې له امله يې د افغانستان په ګډ حکومت د خلکو نيوکې زياتي شوي او دولت يې د امنيت په ټينګښت کې پاتې بللی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x