نظــر

انسانیت او سوله په نړی کی

انسانان د حیواناتو یوه مهمه څانګه ده ، ځینی حیوانات یو د بل سره نزدی او ځینی بیا یو له بله سره توپیرونه لری، مونږ به دلته اول د انسانانو توپیر له حیواناتو سره وڅیړو او بیا به د انسانیت او سولي په هکله خبري وکړو .
انسان د تي لرونکو او غوښه خوړونکو حیواناتو له ډلی څخه دی، نوری ګډی وجی هم لری خو دا دوه یی چه تی لرونکی او غوښه خوړونکی شریکي وجی یی له نورو مهمی او لوییی دی .

دا چه انسان له نورو حیواناتو په کومو ډیرو مهمو شیانو کی بیلوالی لری زه په دی عقیده یم چه انسان ته الله ج یو لوی ځانګړی خاصیت (عقل او شعور) دواړه ورکړی خو حیوانات بیا یواځی شعور لری .

، مغز تحلیل ، قضاوت او تصمیم نیسی اوامر کوی ، خو د ځینو غړو وظیفه لکه د (زړه) چي د ماغزو په کنترول کی نه وی هغه هر وخت فعال او پرله پسی کار کوی خوځیده او ودریده یی د عقل په واک کی نه وی. خو یو له بله جلا ژوند هم نه شی کولی .
 د انسان د فزیکی جوړښت په ځانګړتیاوو برسیره انسان په معنویاتو کی هم ډیری ځانګړتیاوی لری چه د هغو ځانګړتیاوو په لرلو د حیواناتو له پولی یا کچی ډیر پورته دی تر دی چه د انسان له عقله هم ډیره پورته خبره ده چه دهغی یو تثبیت د انسان په نوم کی شوی دی چه بشر ته د( انسان نوم )ورکړ شوی دی.
انسان یوه عربی کلمه ده له انس څخه اخستل شوی چه مینی او محبت ته وایی یعنی هغه کس چه د خپل الله جل جلاله ، ځان ، خپلی کورنی ، خپلوانو ، دوستانو ، د ټولو نورو هم نوعانو ، د نورو ټولو حیواناتو ، نباتاتو ،
جماداتو او د الله جل جلاله د ټولو کایناتو سره مینه ولری هغه کس ته انسان ویل کیږی او هغه چه دا صفت ورسره نه وی هغه یو بشر دی چه د حیواناتو په شان ژوند لری مګر داچه عقل لری د ژوند سطح یی له حیواناتو پورته وی . کار کوی، ملکیت لری، تصمیم نیسی، کوم چه دا ټول د انسانی عقل زیږنده ده ، مګر داچه د نورو سره مینه نه لری نو یواځی له ځانه سره مینه لری، یواځی له ځانه سره مینه حرص ته وده ورکوی لکه غربی ټولنه چه یوه انسانی ټولنه نه بلکه یواځي یوه بشري ټولنه ده .
یواځی دانه چه د انسان نوم انسان دی باید له نورو سره مینه ولری ، الله د خلیفه انسان د مینی د پاره د انسان په زړه کی ځای جوړ کړی دی، تر ډیره وخته ډاکترانو نه منله، او زړه یی د غوښی یوه عضله ګڼله چه یواځی د وینی د پمپ کیدلو دنده لری او بس، خو نن صبا ډاکتران هم په دی قانع شوی دی چه د انسان په وجود کی شپږم حس چه زړه دی وجود لری .
زړه نه یواځی چه د کرکي یا میني ځاي دی ، د غیرت ، قهر ، حوصلی ، حرص ، حسد ، شهامت او داسی نورو ځای هم زړه دی .
په ډیرو کارونو کی زړه له عقل سره اختلاف نظر لری، عقل ستا ساتونکی خو زړه بیا تا له هدفه قربانوي، عقل تاته له مرګه د ساتلو امر کوی او د ساتلو لیاری او پلانونه درته په ګوته کوی، خو زړه بیا تا د ټاکل
شوی هدف د پاره د قربانی ډګر ته بیا یی او یا دی ټول عمر په جیل کي اچوي، او یا دی عمر په یوه غار او بل غار په دشت او بیدیا کی راولی او یادی وږی، تږی او خپلو وینو کی لمبیدلی ساتي.
عقل هر څه ستا د ژوند د اوږدوالی د پاره وسیله کوی خو زړه بیا ستا ژوند ستا د ټاکلی هدف د پاره سبب ګرځوی .
خالق ته د خپل مخلوق د فطرت د معلومات له مخی چه لری یی اسلام ته د ننوتو دروازه کلمه طیبه (چه په ژبه به اقرار او په زړه به یی تصدیق یا د اسلام د ټولو اوامرو منل کوی) دا تصدیق یی په عقل کی نه بلکه په زړه کی ښودلی دی، زړه د منلو او نه منلو ځای دی، دلته د منلو څخه د هغه کار سره د مینی جوړول دی چه مینه په زړه کی قرار لری .
الله جل جلاله زړه د مینی او محبت منبع ګرځولې ده، او د ا نسان سره د الله جل جلاله اړیکی د زړه له اړخه دی، یعنی څومره چه د زړه مینه زیاته وی په هماغه اندازه یی د الله ج سره اړیکی ټینکی وی .
او د هر انسان د مینی پیمانه هم فرق لري. نو که د انسان په زړه کی د الله جل جلاله او نورو سره پوره مینه وی نو دی پوره انسان او که نیمګړی مینه وی دی نیمګړی انسان او که هیڅ مینه نه لری دی بیا یواځی بشر دی او انسان ورته نه ویل کیږی.
دا ډول بشر له حیواناتو بدتر او د ټولنی د پاره ډیر مضر شخص شمیرل کیږی او دې ډول بشر ته (اسفل سافلین) هم وایی یعنی د الله جل جلاله تر ټولو مخلوقاتو ذلیل او ښکته بشرته ویل کیږی، لکه د نن ورځی دجالی استعمار .
یا په بل عبارت پوره انسان ته د خلیفه مقام حاصل دی چه الله جل جلاله ورته (اشرف المخلوقات) ویلی دی چه ددی مقام د لرلو په خاطر د ملایکو د سجدی کولو مستحق وګرځید.
دا چه اوس د (انسان او انسانیت) په معنی پوه شو اوس به د ا نسان اړیکی د(سولی) سره په نښه کړو .
د اسلام مقدس دین یوه معنی (سوله) او بله معنی یی( سیاست) دی، مخکی له دی چه په سوله خبری وکړو د سیاست تعریف به وکړو، چه سیاست څه ته وایی؟
او هغه دا چه (د الله جل جلاه د مالکیت لاندی ټولنه کی د ټولنی په ګټه شرعی اصولو سره سم مثبت هر اړخیز کنترول ته سیاست ویل کیږی)، سیاست د خلافت معنی هم کیدی شی . او له دی غیره هر ډول کنترول (فتنه) ده، مقاومت یی به مقابل کی (جهاد) شمیرل کیږی .
دا چه سوله بی له سیاسته کیدونکی نه ده نو د سیاست پوهیدل ضروری خبره وه .

سوله کوم سیسټم نه دی، د اسلامی سیاست او یا د خلافت قایمیدو نتیجی ته سوله ویل کیږی ، سولی د کیفیت او کمیت له مخی بیلا بیلی وی، خو پوره او اصلی سوله یواځی او یواځی د اسلامی خلافت په قایمیدو کی کیدونکی او منځته راتلونکی ده او بس.
اسلامی خلافت کی دغه ایدیال سوله څرنګه منځته راځی؟
ددی دپاره چه د حرص (فساد او وینو تویولو) مخه نیول شوی وی الله جل جلاله انسان په زمکه کی خلیفه وټاکو یعنی (انسان په زمکه ، د الله جل جلاله په مالکیت کی د الله جل جلاله اصولو لاندی د الله جل جلاله نیابت او یا خدا ګونه مدیریت کوی)
ددی دوه صلاحیتونو په نه لرلو حرص کمزوری او یاله منځه ځی د حرص په لری کولو انسان په انسان باندی استثمار کول هم له منځه ځی، نو چه کله په یوه ټولنه کی استثمار نه وی، غلامی هم له منځه ځی ، د استثمار په صورت که باور له منځه ځی، او کله چه باور وی نو ورورولی به ولی نه رامنځته کیږی ، کله چه چا سره د ټولولو او جمع کولو فکر او ذکر نه وی نو ټولنه به ولی ایدیال ټولنه نه جوړییږی ، کله چه هغه ټولنه کی د انسان پرځای د مافوق بشر( الله جل جلاله ) قوانین چلیږی، نو هلته به عدل او انصاف څرنګه نه قایمیږی، کله چه باور ، احسان ، ورورولی ، انصاف ، عدالت ، اخلاص او داسی نور رامنځته شی او له هغه ټولنی څخه حرص ، حسد ،خصومت ، عجله او جدال ختم شی نو دغه ټولنه کی به د سولی پسرلی ولی غوټی نه کوی .

د ا سلامی خلافت د قایمیدو وروسته به مجرم ، پولیس او قاضی هماغه یو کس وی یعنی له جرم به مخکی د جرم مخه نیول کیږی هر څوک به د اسلامی قانون له ویری بی له پولیسه جرم ته لاس نه اوږدوی او که تصادفا څه پیښ هم شی، مجرم به په خپل جرم په خپله اقرار کوی او د خپلی ګناه جزا به په خپله
ځانته اوروی او بی له پولیسه به ا لهی محکمی ته حاضریږی که قاضی وی که نه، جزا به په خپله ځانته ټاکی.
نو په داسی یوه ټولنه کی چه د الله د قوانینو حکومت وی او خلیفه انسان یواځی د ناظر او مامور دنده لری نو د وسلو جوړولو ، پولیسو او ملی اردو به څه اړه وی ، دا دومره بودیجه به د ناروغیو به مخنیوی ، کرنه ، مالداری ، تکنالوجی ……. او داسی نورو مصرف شی، چاپیریال به پاک شی د طبیعی افاتو او طوفانونو جبران به وشی .
انسان به د جنګونو پرځای د طبیعت د اسرارو په کشفولو کی تیر کړی او د راتلونکی نسلونو د پاره به دومره بشری پانګی زیاتی شی که نړیوال نفوس څو واره هم زیات شی دا پانګی به تری زیاتی وی .
نو دا ډول ټولنه کی به سوله نه وی نو څه به وی ؟
او له دغه سولی وروسته به پرله پسی هوساینی او هوساینی وی .
داچه وایی اسلام د سولی دین دی اوس می تاسی ته ثابت کړو چه ټول مشکلات د حرص په واسطه رامنځته کیږی او حرص د انسانی مالکیت او د انسانی قوانینو ( دیموکراسی ) په واسطه رامنځته کیږی.

په درناوی

الحاج استاذ بیانزی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x