شهید او شهادت ( نهه څلوېښتمه برخه )

لیکوال: م محمد نعیم

۷–  شهید د وژل کېدو په درد نه پوهېږي

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ :

( مَا يَجِدُ الشَّهِيدُ مِنْ مَسِّ الْقَتْلِ إِلا كَمَا يَجِدُ أَحَدُكُمْ مِنْ مَسِّ الْقَرْصَةِ ( [1]

ژباړه: شهید د وژل کېدو په درد نه پوهېږي، مګر داسې لکه ستاسو یو کس چې په ګوتو د سکونډلو، او یا د میږي د چیچلو درد احساس کړي.

امام مناوي[2] رحمه الله په خپل کتاب فيض القدير کې وايي: مطلب دا چې الله تعالی مرګ پرې آسانه کوي، د ځانکندن سختۍ او تکلیفونه ترې لیرې کوي، بلکې ځینې ځینې شهیدان له دې نه خوند اخلي او په خپله خوښه ځان د الله جل جلاله په لاره کې قربانوي، لکه خبیب رضی الله عنه چې کله وژل کېدو داسې ویل:

ولست أبالي حين أقتل مسلماً ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ علي أي شق كان للّه مصرعي .ا.هـ [3]

پروا مې نشته، مسلمان چې وژل کېږم   ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ    په هر اړخ په لاره د الله کې چې را لــوېـــــــــــږم

همدا ډول حضرت حمام بن عمیر رضی الله تعالی عنه چې په لاس کې ور سره خورماوې یې اخوا وغورځولې، په دې نیت چې د یو څو خورماوو خوړل یې د الله تعالی په لاره کې د زر شهیدېدو خنډ ګرځي.

په دې مبارک حدیث کې شهادت او د الله تعالی په لاره کې ځان قربانولو ته هڅونه ده، مسلمان ته ښيي چې د الله تعالی په لاره کې وژل کېدل، د عادي مرګ او وژل کېدو په څېر نه دي، او دا ثابت حقیقت دی، عادي مړي خو به ډېرو لیدلي وي چې څومره په سختۍ او تکلیف یې روح وزي، او هغه چې د الله تعالی له لارې پرته په بل څه کې ټپي شي، له ټپونو څخه سخت نالېږي، خو کوم کس چې د الله په لاره کې شهیدېږي ظاهرا هېڅ د ډار او وار خطایۍ نښې نښانې نه پرې ښکاري، بلکې بالکل داسې آرام او ډاډه وي ته به وايي ویده دی، همدا رنګه کله چې څوک له کفارو سره په جګړه کې ټپي شي هېڅ د درد احساس نه کوي، دا ټول د همدې مبارک حدیث عملي مصداقونه دي.

دا د وچې د شهید په اړه، خو کوم چې د سمندري جګړې شهیدان دی د هغوی روح داسې وزي لکه په یخو اوبو کې چې شهد وڅښل شي، په دې اړه د شهیدانو د ډولونو په برخه کې مفصل بحث تېر شو، چې د سمندري جګړې شهیدان د وچې جګړې له شهیدانو غوره دي، او لامل یې دا ښودل شوی چې سمندري جګړه ګرانه وي، مجاهدین له ګڼو ګواښونو سره پکې مخ کېږي، د مرګ خطر د وچې جګړې په پرتله پکې زیات وي، او دا هم وویل شول چې د سمندري جګړې په پرتله د هوايي جګړې ګواښونه او خطرونه زیات دي، له همدې کبله لیرې نه ده چې د هوايي جګړې شهیدان دې هم د سمندري جګړې د شهیدانو په څېر بلکې له هغو څخه هم له زیاتو او لوړو ځانګړونو څخه برخمن وي.

ددې ټولو شهیدانو په سر کې فدايي یا استشهادي مجاهدین راځي؛ ځکه یو دا چې هغوی له پیله د مرګ نیت کړی وي، د جګړې ډګر ته د قربانۍ او سرښندنې په نیت وردانګي، داسې چې یوه سلنه یې هم د ژوند تمه نه وي، بل دا چې د بدن غوښې او غړي یې داسې سره تیت پرک شي چې د را ټولولو هېڅ امکان یې نه وي.

د الله تعالی په لاره کې به ډېر کسان سرښندي، قرباني به ور کوي، خو د فدایانو او استشهادیانو په څېر سرښندنه او قرباني هر څوک نشي ورکولی، دا ډول سرښندنه د غره په څېر دنګ، ټینګ، پوخ او لوی ایمان غواړي، چې د دنیا ساټ او باټ، مال او منال، مزې او چړچې یې د الله تعالی په لاره کې له قربانۍ او سرښندنې نه شي را ګرځولی.

دلته یوه پوښتنه د سړي ذهن ته راځي، هغه دا چې د ځانکندن آساني یوه لویه الهي پېرزوینه ده، الله جل جلاله خپل نازولي او غوره بنده ګان پرې نازوي، خو دا چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځانکندن په اړه کوم روایات ددې مطلب څه کېدای شي؟

له عایشې رضی الله عنه څخه د یو روایت په یوه برخه کې داسې راځي: (  يُدْخِلُ يَدَيْهِ فِى الْمَاءِ ، فَيَمْسَحُ بِهِمَا وَجْهَهُ وَيَقُولُ « لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ ، إِنَّ لِلْمَوْتِ سَكَرَاتٍ )[4]

ژباړه: مبارک لاسونه به یې په اوبو کې کول، او بیا به یې په مبارک مخ را کاږل، او ویل به یې: ( نشته هېڅ معبود برحق پرته، مګر یوازې الله دی، یقینا د مرګ سختې سختۍ دي.

امام ابن حجر رحمه الله وايي: وفي الحديث ) لا إله إلا الله إن للموت سكرات ) أن شدة الموت لا تدل على نقص في المرتبة، بل هي للمؤمن إما زيادة في حسناته، وإما تكفير لسيئاته )[5]

ژباړه: په حدیث کې راغلي چې دمرګ سختې سختۍ وي، د مرګ سختي د مرتبې په کموالي دلالت نه کوي، بلکې د مومن لپاره یا په نیکیو کې د زیاتوالي لپاره وي، یا د ګناهونو د کموالي لپاره.

په دې اړه امام قرطبي رحمه الله په خپل کتاب ( التذکرة ) کې ډېره ښه څېړنه او ارزونه کړې، نوموړی وايي: ( زمونږ علماوو رحهم الله تعالی ویلي، هر کله چې د مرګ سختۍ په رسولانو، انبیاوو علی نبینا و علیهم الصلاة والسلام او په اولیاوو راغلې دي، نو مونږ بیا ولې ترېنه بې پروا یو؟ او تیاری نه ورته کوو؟ دوی وايي په انبیاء علیهم الصلاة و السلام چې د مرګ سختۍ راغلې دي په دې کې دوه ګټې دي:

یوه دا چې خلک د مرګ درد و پېژني او په ډې پوه شي چې دا یو پټ شی دی، کله کله یو څوک ځینې مړي ویني چې ښکاره د پرېشانۍ کومه نښه نه پرې ښکاري، نو ګومان کوي چې روح یې په آسانۍ سره وزي، خو په دې نه وي خبر چې مړی په کوم حالت کې دی! خو کله چې د انبیاوو علیهم الصلاة و السلام په اړه د مرګ  دسختیو خبر راځي، سره له دې چې هغوی په الله تعالی ډېر نازولي دي، او په ځینو بیا په آسانۍ سره تېرېږي، نو خلکو ته په غوڅه توګه معلومېږي چې دځانکندن په حالت چې په مړي کې کومې سختۍ او تکلیفونه راځي بالکل حق دي، ځکه په دې اړه له انبیاوو علیهم الصلاة و السلام نه خبر راغلی، البته له کفارو سره په جګړه کې شهید له دې سختیو څخه مستثنی دی.

دوهمه دا چې کېدای شي له ځینو خلکو سره دا پوښتنه پیدا شي چې دا خو د الله تعالی دوستان دي، انبیاء یې دي، رسولان یې دي، نو دوی ولې د مرګ سختۍ ویني؟  الله پاک خو کولی شي چې دا سختۍ پرې را نه ولي، نو ځواب دا دی چې : ( أشد الناس بلاءً في الدنيا الأنبياء ثم الأمثل فالأمثل)[6]  ژباړه: په دنیا کې تر ټولو زیاتې سختۍ په انبیاء علیهم الصلاة و السلام راځي، وروسته بیا پسې په نوبت سره په نورو غوره خلکو…

لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې ويلي، الله تعالی له دې کبله سختۍ پرې راولي چې دده په وړاندې ددوی غوره والی بشپړ شي، مرتبې یې لوړې شي، او دا هېڅکله ددوی په حق کې کموالی او عذاب نه دی، بلکې د لوړوالي کمال دی، او دوی په هغه څه چې پرې تېرېږي راضي دي، نو الله تعالی غوښتي چې د دوی خاتمه په دې ډول سختیو سره وکړي، سره له دې چې پرې آسانه کولی یې هم شي، تر څو له مرګ نه مخکې یې درجې لوړې شي، اجرونه یې زیات شي، لکه ابراهیم علیه السلام یې چې په اور وآزمایلو، موسی علیه السلام یې په ډار او سفرونو وآزمایلو، عیسی علیه السلام یې په دښتو او صحراوو و آزمایلو، زمونږ خوږ پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یې په فقر، مسکنت او له کفارو سره په جګړو کولو و آزمایلو، دا ټول ددې لپاره تر څو ددوی درجې لوړې شي او اجرونه یې زیات شي.

د دوی حالت د کفارو او ګنهګارانو له حالت سره نشي پرتله کېدی؛ ځکه د مرګ سختۍ د هغوی لپاره الهی عذاب دی، نه د درجو لوړوالی او د اجرونو زیاتوالی. [7]

دا خو د امام قرطبي رحمه الله نظر و، یقینا چې بالکل پر ځای او معقول نظر دی، خو که یو څوک پوښتنه وکړي چې کله انبیاء علیهم الصلاة و السلام ددرجو لوړوالي او د اجرونو زیاتوالي ته اړتیا لري، سره له دې چې له شهیدانو نه یې درجې هم لوړې دي، نو شهیدان یې نه ورته لري؟ د شهیدانو هم لکه دنورو صالحو مومنانو د مرګ د سختیو له کبله درجې لوړېدی شي، او اجرونه یې زیاتېدی شي، که نور نه وي چې شهیدانو هم د همدې لپاره د مرګ سختۍ لیدلی!

په دې اړه دوه ځوابونه کېدای شي:

لومړی: الله تعالی د شهیدانو درجې له دې پرته لوړوي، ځکه چې هغوی ځانونه د الله تعالی په لاره کې قربان کړي، نو الله جل جلاله چې ډېر غیرتي ذات دی، دا ډول پېرزوینې پرې کوي، کله چې دوی خپل کور، مال، اولاد، خپل او خپلوان د دنیا ساټ او باټ ټول د الله تعالی لپاره پرېږدي، د الله تعالی په لاره کې ځانونه وژني، نو الله تعالی دا ډول چلن ور سره کوي.

دوهم: جزوي خصوصیت د عمومي فضیلت منافي نه دی، په انبیاوو چې تکلیفونه او زحمتونه راځي یو لامل یې دا هم کېدی شي چې هغوی د خلکو امامان دي، د خلکو لپاره مقتدی او پېشوایان دي، په دوی سختۍ او تکلیفونه راتلل، د خلکو لپاره د ستونزو او کړاوونو  په ګاللو کې مرسته کوي، غمونه او دردونه یې کموي، خلک فکر کوي چې سختۍ او تکلیفونه یوازې په عامو خلکو نه دي، بلکې په لوړو او سترو خلکو هم دي، دوی فکر کوي چې زمونږ په امامانو او پېشوایانو دا ډول سختۍ راغلې او هغوی په ورین تندي ګاللې او منلې دي، نو که په مونږ راځي مونږ یې هم باید ومنو.

په ورځني ژوند کې که په غور پام وشي، همدا حقیقت ډېر روښانه تر سترګو کېږي، کله چې په کوم کلي یا ښار، یا دفتر، یا سیمه کې په لوړو او لویو خلکو تکلیفونه وي، عام خلک ګیلې او شکایتونه نه کوي؛ ځکه پوهېږي چې ستونزې او ربړې په ټولو دي، خو که داسې وي چې لوی او ستر خلک آرام او ډاډه وي، هلته بیا عام خلک غږ پورته کوي، ګیلې او شکایتونه کوي، چې مشران په مزو او چړچو کې دي او مونږ په تکلیفونو او زحمتونو کې. بل مهم ټکی دا چې په مشرانو او لویانو د ستونزو راتلل او د هغوی له خوا یې په ورین تندي منل، خلکو ته انګیزه ور کوي چې د کوم هدف لپاره چې مشران او لویان کار کوي، سپېڅلی او لوړ هدف دی، بل دا ښيي چې مشران رېښتیني دي، چل ول نشته پکې. په همدې اساس کشران او عام خلک هم بیا هرې قربانۍ ته تیارېږي، او هره ستونزه او کړاو په ورین تندي مني.

نور بیا…

م. محمد نعیم

[1] – رواه الترمذي في فضائل الجهاد باب فضل المرابط (1591) وقال : حسن صحيح ، والنسائي في الجهاد (3110) ، وابن ماجه في الجهاد (2792) ، وأحمد (7612)، والدارمي في الجهاد (2301) ، والبيهقي في الكبرى (9/164) وابن حبان (4741) وموارد الظمآن (1/388) ، والجهاد لابن أبي عاصم (154) ، و أبو نعيم في ” الحلية ” ( 8 / 264 – 265 ) و البغوي في ” شرح السنة ( 3 / 141 / 1 ) ، وقال الألباني في صحيح الترغيب (1367) : حسن صحيح

[2] – (المناوي) (952 – 1031 ه = 1545 – 1622 م) محمد عبد الرؤوف بن تاج العارفين ابن علي بن زين العابدين الحدادي ثم المناوي القاهري، زين الدين: له لويو علماوو ځخه و، په قاهره کې هستوګن و، هملته وفات شوی.  د ۸۰ شاوخوا کتابونه یې لیکلي دي، لکه: (كنوز الحقائق – ط) في الحديث، و (التيسير – ط) في شرح الجامع الصغير، مجلدان، (فيض القدير )  (شرح الشمائل للترمذي ) (الكواكب الدرية في تراجم السادة الصوفية ) (شرح قصيدة النفس، العينية لابن سينا ) و (الجواهر المضية في الآداب السلطانية – خ) و (سيرة عمر بن عبد العزيز – خ) و (تيسير الوقوف على غوامض أحكام الوقوف – خ) و (غاية الارشاد إلى معرفة أحكام الحيوان والنبات والجماد – خ) و (اليواقيت والدرر ) في الحديث، و (الفتوحات السبحانية -) (الصفوة ) في مناقب آل البيت، و (الطبقات الصغرى ) ويسمى إرغام أولياء الشيطان، و (شرح القاموس المحيط ) … الأعلام للزركلي, ج 6, ص: 204.

[3] – فيض القدير, ج: 4 , ص: 241

[4] – صحیح البخاري، باب سکرات الموت.

[5] ـ فتح الباري، باب قوله: سکرات الموت.

[6] – رواه الترمذي, باب ما جاء في الصبر على البلاء, وابن ماجه, باب الصبر على البلاء.

[7] – التذکرة في أحوال الموتى و أمور الآخرة. ص: 29.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د