نړۍ

د افغانستان په تقلید اردني عسکر درې امریکايي روزونکي ووژل

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۴ ل): نن له غرمې څخه وروسته د اردن په پلازمینه عمان کې د یوه اردني عسکر د مخامخ ډزو له امله د بهرنیو روزونکو او کورنیو عسکرو په شمول ۶ تنه وژل شوي دي.

د تفصیلاتو سره سم په وژل شویو کسانو کې د امریکا دوه روزونکي وژل شوي دوه نور ټپیان دي، د سویلي افریقا یو تن روزونکی وژل شوی او د اردن ۳ تنه عسکر مړه او دوه نور ټپیان شوي دي، چې په هغو کې هم د یوه روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

پیښه د اردن د پلازمیني عمان ښار ختیځه برخه کې د پولیسو د روزني په یوه نړیوال مرکز کي رامنځته شوې.

د اردن حکومت ویاند محمد المومني له رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، «برید دیو اردني عسکر له لوري په داسي وخت کې رامنځته شوی چې د پولیسو د روزني په نړیوال مرکز کې د بهرنیو روزونکو تر نظارت لاندي روزنه روانه وه».

ددغه هیواد د کورنیو چارو وزرات له لوري په خپاره شوي راپور کې ویل شوي چې د پولیسو له لوري په جوابي ډزو کې بریدګر هم وژل شوي دي.

په اردن کې د امریکا سفارت ویلي چې له اردني حکومت سره د پیښي په اړه په تماس کې دي، د پیښي د څیړلو په برخه کې به د اردن له حکومت سره اړینه مرسته وکړي.

باید وویل شي چې دا لومړی ځل دی د افغانستان څخه دباندي امریکايي روزونکي د کورنیو عسکرو له لوري په نښه کیږي، ددې تر مخه په افغانستان کې دغه سي پيښي زیاتي را منځته کېدلې چې د «زرغون پر آبي» بریدونو په نامه سره یې زیات شهرت وموند.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x