نظــر

په قومي اربکيو کي داخلو کسانو ته څو خبري

اربکیانپه دې وروستيوکي دُښمن زموږپه هيوادکي هڅي پيل کړې دي چي د هيوادپه ټولوسيموکي قومي ملېشې يااربکۍ جوړي کړي  اودهغوی په ذريعه دمجاهدينودراتگ مخه ونيسي اوپه دوی سره  دمجاهدينوله بريدونوڅخه ځانونه وساتي.

متأسفانه ددوی سره ځيني دخامواوکچه عقلونوخاوندان ملگري هم شول اوددوی په خوله دې ته چمتوشول چي دخپلوهيوادوالو،ددوی ددين اوطن گټونکي،داسلام  لپاره ترهرڅه تېرېدونکومجاهدينوپه خلاف وسلې غاړي ته واچوي اوددوی سره دجنگېدلولپاره دجگړې ډگرته راووزي څوپه دې توگه خپل صليبي باداران دمجاهدينوله بريدونوڅخه خوندي کړي.

امريکايان غواړي چي په دې توگه دجگړې هراړخيزتلفات افغانان وويني اوافغانان په خپل منځ کي سره وجنگوي.

حقيقت دادی چي امريکايان دهرافغان په مرگ باندي خوشحاله دي اوغواړي چي افغانان تلفات وويني اوددوی په منځ کي دښمنۍ راوټوکيږي.
دغه خلگ چي دامريکايي اهدافودپلي کولولپاره يې وسله غاړي ته اچولې اودمجاهدپه خلاف دجگړې ډگرته راولي دي،دوی دي دځان سره لږفکروکړي:چي ته څنگه دخپل مسلمان ورورپه خلاف جنگيږې؟

بياپه تېره دهغه مسلمان ورورپه خلاف چي هغه ستاددين،ناموس اوهيوادساتنه کوي.

دغه مجاهدخوستاسرلوړي غواړي،تادپردوله غلامۍ څخه خلاصوي،ستادپت اوعزت خوندي کېدنه غواړي اوپه هيوادکي دصليبيانوله خواداسلام اومسلمانانوضدپلانونودپلي کېدلومخه نيسي.

ته دځان سره لږفکروکړه چي سبادقيامت ورځ وي اودالله پاک لوري دانسانانوسره حساب اوکتاب شروع وي،ستابه څه حال وي؟

که پرتاباندي په هغه لويه اودعدل اودانصاف په ورځ يومجاهدعارض شي چي ياالله!دغه سړي ماته ستاددين له امله تکليف راکړی وو،ستابه څه ځواب وي؟

په دې لږدځان سره فکروکړه چي که ته دمجاهدينوله خواووژل شې،نوستامرگ به څنگه وي؟

په داسي حال کي چي تاته خپله معلومه ده چي ته دڅه اوچالپاره جنگېږې؟اودچاسره جنگېږي؟

ته خودامريکالپاره دامريکااوصلېبي موخودپلي کېدلولپاره دهغه چاسره جنگېږې څوک چي داسلام،ناموس اوخاوري دفاع کوي.

ته لږدځان سره داسوچ وکړه چي ددې څوورځودمعمولي گټي په بدل کي ولي خپل هغه ژوندخرابوي چي هغه انتهاءاوپای نه لري؟

داکه نن ته په رېنجرکي په داسي حال کي گرزې چي هره شېبه دي مرگ سترگوته حاضروي،ددې به څه خوندوي؟

ته لږپه خپل گرېوان کي اوگوره!چي ستادوستان څوک دي اودښمنان دي څوک دي؟

ستادوستان يهوديان اونصرانيان دي.

هغه چي څوځله يې ستامؤمن به کتاب قرآن کريم ته سپکاوی وکړ،څوځله يې داسلام پيغمبرصلی الله عليه وسلم ته سپکاوی وکړاوشپه ورځ داسلام په خلاف غلط تبليغات کوي اواسلام خلگوته په بده څېره معرفي کوي.

اوستادښمنان دحق دلاري مجاهدين دي.

نوته څنگه ځان مسلمان بولې چي نه په قرآن کريم خفه کېږې؟نه په پيغمبرعليه السلام غيرت کوې؟نه ددين اوناموس پرواه لرې؟

ته په کومه خوله ځان ته مسلمان وايې؟

له تاڅخه شرم،غيرت اوايمان کوم خواته لاړو؟

ستاپلاراونيکه خومسلمانان وو،ته په کوم خواروان يې؟

ته له هغه چاڅخه ولي عبرت نه اخلې چي ترتامخکي يې ستاڅوکۍ سمبال کړې وي  اونن په خاوروکي پراته دي،چي دهغوی انجام څنگه شو؟

که ته له خپلودغه کاروڅخه راونه گرزې نوستاپای به هم دهغوی په څېروي.

اوان شاءالله تعالی که ته هرڅومره دځان سره احتياط وکړې،بيابه هم دمجاهدينوله خوامجازات شئ اوپه آخرت کي چي کوم عذابونه الله پاک دداسي مجرمانولپاره تيارکړي دي،له هغوڅخه خوپه چالاکۍ هم نشئ خلاصېدلای!

که لږعقل لرئ،نوله دغوکارونوڅخه لاس واخلئ اوخپل آخرت مه بربادوئ!

پای

ليکوال :حقبين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x