fbpx
ولسمشر ډاکټر اشرف غني

د سیاست په بازار کې څه روان دي؟

مجاهد افغان-

دمني ماسپښین دی،آسمان تورو وریځو نیولی خو لکه د داعش ویاند غوریږي ډیر اما د وریدلو یي خونده نشته،په تنګ شوم او یوه شیبه مې د انټرنیټ له کړکۍ د سیاست بازار ته سر وبیرته کړ،پول ګډوډي روانه وه.

کندوز کې طالبان د خپل بیرغ اوچتولو پر مهال

کندوز کې طالبان د خپل بیرغ اوچتولو پر مهال

لومړی خبر چې پرې ورپیښ شوم  وایي اشرف غني به ډیر زر په کندز کې پنځه نوې ولسوالۍ منظورې  او افتتاح کړي، له ځان سره مې د طالبانو د کندز د مسؤل په ادرس وویل چې یاره ملاسلامه اوس یي درته سخته کړه، چې ولسوالۍ دې دم په دم فتحه کولې اوس نو د اشرف غنی شیطان چل ته ټینګ شه،دا چې تا څلور ولسوالۍ نیولې او اشرف غني پنځه نورې نوې  درته جوړوي مطلب یي دادی،چې  د کندز د ولسوالیو شمیر   خو والله که رانه کم کړې، ته دشت ارچي  او قلعه زال نیسه او موږ به دلته د کندز ښار په ګاونډ کې کلي او کوڅې د مستقلو اداري واحدونو په حیث دولسوالۍ درجې ته پورته کوو، که ډیره سخته شوه او کندز ښار دې د پخوا په څیربیا ونیو، نو میدان هوایي خو شته، هره رن وې  او د الوتکو ګاراج به جلا  ولسوالي اعلان کړو، او که دې میدان هم ونیو نو وی منه چې په کابل کې خو درته  چاردره  او  خان اباد اعلان کړم …. نور دې خوښه خپله .

د ملا سلام په ادرس د اشرف غني دغه خبرې مې په ذهن کې یو په بل پسې تیریدې  چې ناڅاپه مې  د سیاست په منډیي کې په  ملا محمد رسول سترګې ولګېدې، ساه نیولی،خړ پړ  له بکوا څخه د شینډنډ زیرکوه ته په ځغاسته و، پسې غږ مې کړ، محمد رسول اخند وه نیازی صاب راتم سئ، څه کیسه ده چې داسې په ټاپ ګیر کې روان یاست، وایي پوښتنه مه کوه  کیسه تر مردارو لا مرداره ده . مال ولې مو له خپلې پلازمینې بکوا څخه داسې  مخه کړې؟ وایي دا بازمحمد دې خدای وشرموي،  ویل یي چې د بکوا د چکاو خلک ټول له ماسره ولاړ دي اصلي امارت نه مني راځئ چې یوه ښه غونډه پر  وکړو او یو وار بي بي سي پر وغږوو.

ملا محمد رسول اخوند په بکوا کې جوړي شوي غونډي ته د وینا پر مهال

ملا محمد رسول اخوند په بکوا کې جوړي شوي غونډي ته د وینا پر مهال

خو چي چکاو ته راغلو او د غونډې ترتیب مو ونیو د چکاو ټول خلک او قومي مشران راغونډ سول ، وایي محترمینو که د تاسو کوم خدمت ته ضرورت وي، ډوډۍ غواړئ ، پیسې غواړئ،کالي مو خیرن وي او هرڅه خدمت چې غواړئ موږ په سر او سترګو ورته ولاړ یو، مګر دا نه شو زغملی چې د مجاهدینو پاک صف دړې وړې کړئ او په ګناه کې موږ هم درسره  ککړ کړئ،که د وعظ او نصیحت جلسه کوئ اجازه ده مګر د سیاسي جلسې اجازه نشته  او ځئ چې بیا مو مخ ونه وینو. نو ددې خبرې په اوریدو ټول هک حیران شو چې : که  کفر از کعبه برخیزد کجاماند مسلماني.  . .  چې په بکوا کې او د بازمحمد په کلي کې داسې حال دی نو ته وا په نور وطن به څه حال وي، ډير مو یوه خوا بله خوا وکتل، ځینو ویل درځئ نیمروز ته  خو ملا محمد رسول ویل چې هورې ما داسې ګلان نه دي پاشلي چې اوس یي نندارې ته ورشم. آخر  ننګیالي وویل در ځئ ماښام ته زموږ په سرای کې غونډه وکړو ، ملا منان نیازي وویل  ستاسو د کور امنیت څنګه دی څه مشکل جوړ نه شي، ننګیالي وویل بیغمه اوسئ هیڅ تشویش مه کوئ  زما او د اربکیانو د کومندان کورونه سره دیوال په دیوال دي، په دوه کیلومترۍ کې مو د اردو قرارګاه او د ولسوالۍ مرکز دی، او بل د امریکایانو لخوا خو ځکه خطر مه احساسوئ چې ستاسو سټلایټ له پیله  د هغوی سره راجستر دی موقعیت مو ورمعلومیږي او ان شاءالله  هیڅکله به د طالبانو اشتباه درباندې ونه کړي د شینډنډ اربکیانو ته مې ویلي چې ټینګ امنیت وساتي او دملي امنیت مدیر به د هرات ټول خبرنګاران هم د غونډې ځای ته راورسوي.

ملا عبدالمنان نیازی

ملا عبدالمنان نیازی

زه لا د محمدرسول د غونډو او منډو په چورت کې وم چې درز شو د سیاست په شلوغ بازار کې له امرالله صالح سره وجنګېدم  ، هو صالح صاب   جوړ په خیر، طبیعتونه مزاجونه . . . مال صالح صاب څنګه سو هغه د کندز په پلټنو او تحقیقاتو مو  څه پر وکړل،  وایي والله امو قیصه خو امیتو بود  چې موږ خو څیړنې وکړې، خوارۍ ، ستړیاوې او جنجالونه مو وکړل دا به نه وایم چې څووارې مې له  فاروق وردګ سره  له تتۍ ونیول ، خو خیر اخر یو پنځلس ورقې راپور برابر شو، کابل ته راغلو او ارګ والو ته مو راپور وسپاره، غوښتنه مو وکړه چې موږ  د کندز پلاوی به یوه خبري کنفرانس ورکړو، خو اشرف غني او عبدالله ویل چې تاسو د  پلټنو جزیات او کنفرانس تر هغو مه ورکوئ موږ د ګلخانې او سپیدار ماڼۍ دواړو  کارمندان به ورته اشر شو او یو وار به دا راپور مطالعه کړو او چې کله مو مطالعه کړ بیا نو تاسو معلومات ورکړئ  نو اوس د ا پنځلس ورځې کیږي چې  له همدې امله چوپ او خاموش پاته یو.

مال صالح صاب  د ارګ د کارمندانو شمیر به څو وي؟  وایي خبر نه یم خو اشرف غني اوعبدالله هریو تر سل زیات یوازې  مشاورین لري. مال زه چې  یو کم سواده  او امي سړی یم، د نصیر احمد احمدي جوجو  ناول مې ټول له سهاره تر غرمې پوچ واچاوو، دا د ارګ  کارکوونکي څه بلا وهلي چې په پنځلس ورځې کې پنځلس مخه راپور نه  شي مطالعه کولی؟

امرالله صالح  لا زما د پوښتنې ځواب نه و راکړئ چې دنفاق فروشۍ له ګلۍ څخه احمدضیاء مسعود راووت ، لاسونه یې د پتلانه په جیبو منډلي و او په ژور چورت کې ګام ګام  روان و، چې زموږ په خوا رانږدې شو امرالله صالح پرته له  څه ویلو په بله خوا مخه وکړه،  په مسعود مې غږ وکړ مال  ضیاګک بچیش  . . چه حال داري ؟ وایي پوښتنه مه کوه، حال د ویلو لایق ندی . مال ولې ؟ وایي  جانکیري  خو دې خدای ددغه عین او غین سر ته کینوي په افغانستان خو یي لوبې وکړې مګر شخصا په مایي داسې  ریشخند وواهه چې اوس چا ته لوړ نه شم کتلی . مال هغه څنګه ؟ وایي زما خودا پروګرام و او جانکیري وعده هم راسره کړې وه، چې په حکومت کې په شمولیت سره د ملي نفاق او تجزیې پروګرام په سمه توګه پرمخ بوزم، واک وویشل شو ، هرڅه دوه دوه شول، په دې وروستیو کې مې ملي سرود هم  دوه ځایه کړ، د کوچنیانو د سرود په نامه  مې بل فارسي سرود په اشرف غني رسما ومانه او له دې بعد به په ښوونځیو کې ویل کیږي، مګر ددې کړنو په مقابل کې زما عزت هم باد باد شو، آبله ورځ مې د سولې په باره کې  خبرې وکړې چې سوله امکان نلري او باید د جنګ امادګي ونیسو. د ډاکټر عبدالله یو سورخولی ویاند جاوید فیصل چې له  اصله  توپخانه یي قندهاری دی پرې راغورځار شو وایي د ا د احمدضیاء شخصي نظر دی  د ملي وحدت حکومت  دانظر نلري بلکې په سوله باور لري .khalilullah_ferozi

دې خبرې ډیر زور راکړ خو بیا مي وویل چې ځه پروانه کوي ډاکټر عبدالله خو دې سیاسي حریف دی خود به لنګتۍ درکوي  ګیله ترې په کار نه ده  باید په اشرف غني پورې زړه وتړم. خو څو  ورځې مخکې اشرف غني داسې ناځواني راسره وکړه چې د ډاکټر عبدالله ناځواني مې پرې هیره شوه، په ماښام کې مې له خلیل الله فیرزوي سره د هوشمند شهرک قرار داد امضاء کړ، خو په سبا اشرف غني په یوه فوق العاده فرمان سره دغه  قرار داد لغو اعلان کړ.

دا نو بیخي زور غواړي چې  ته د ولسمشر د مرستیال له حیثیت څخه برخمن یي او خپل سیاسي پارټنر درباندې داسې بې رحمه چلیپا راکاږي. نو اوس ډیر په چورت کې یم  چې دغه دعین او غین څخه به څرنګه انتقام اخلم ، له کرزي صاب سره مې غوږ جنګولی  او پغمان شریف ته هم یو دوه ځله تللی راغلی یم  په حضرت صاب مې هم یوه استخاره کړې ده  که خدای وکړي دا حکومت راچپه کړم .

د احمدضیاء خبرو  ته خوب یووړم او د سیاست د بازار جریاناتو ته حیران دریان پاته شم او ښه مې دا وبلله چې له دغه بازاره په تاخته  پښې سپکې کړم .

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حامدخان
میلمه
حامدخان

وروه عجيبه ليكنه دي كري ده…ديره مننه….