افغانستانخبرونهنړۍ

ترکيه کې له داعش سره د ملګرتيا په تور ۳ تنه افغانان نيول شوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۴ ل): د ترکيې امنيتي ځواکونو په دغه هېواد کې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د داعش وسله والې ياغي ډلې سره د تړاو په تور ۳۸ کسان نيولي دي.

په دغو کسانو کې د بېلابېلو هېوادونو د اتباعو ترڅنګ درې افغانان هم شامل دي..
د ترکيې د حريت ورځپاڼې د خبر له مخې دغه چاڼيز عمليات چې له امله يې ۳۸ تنه د داعش په تور نيول شوي دي د دې هېواد په جنوب د ادنا په ښار کې ترسره شول. په دغونيول شويو کې د ۱۵ ښځو او ۱۰ کوچنيانو په ګډون د اذربايجان ۱۴ تنه، د اندونيزيا ۷ تنه، د عراق ۵ تنه، د قرغزستان ۵ تنه، د افغانستان درې تنه او د ايران او تاجکستان هېوادونو دوه دوه تنه اتباع شامل دي.

د ترکيې امنيتي ځواکونه وايي چې نيول شوي کسان له داعش سره د يوځای کېدو له پاره د دې هېواد د ادنا ښار ته تللي و چې ونيول شول.

څو ورځې وړاندې (د لړم ۱۵) هم د ترکيې ځانګړو ځواکونو د انتاليا په ولايت کې ۲۰ تنه له داعش سره د همکارۍ په تور نيولي وو چې په کې د دوه تنو ښځو په ګډون څلور تنه د روسيې هېواد وګړي هم وو.

د يادونې وړ ده چې روسيه د داعش د مخالفينو په لومړي کتار کې دی چې وخت په وخت يې پر وړاندې د مخالفت غږ پورته کوي.

د روان کال د نومبر په ۱۴ مه نېټه ترکيه د (جي ۲۰) د نړيوالۍ سرمشريزي کوربه ده چې ددغې سرمشريزي د امنيت له پاره يې په دغه هېواد کې چاڼيزو عملياتو ته زور ورکړی تر څو د غونډې دجوړېدو پر مهال کومه امنيتي پېښه رامنځته نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x