نظــر

د کعب بن أشرف خطاب خپلو زامنو ته !

په پنځلسمه هجري پیړۍ کې زما دلارې پیروانو !

په ښو هیلو او ارزوګانو مو لمانځم  ، له هرڅه وړاندې غواړم خپل ځان درته معرفي کړم ، نوم  مې کعب دی   دأشرف زوی ،دمدینې  دیهودو د بني نبهان له کورنۍ  څخه یم ، او ماما خېل مې دهمدې سیمې بنو نضیر یهودان دي ، په خپل وخت کې دخورا سترې دبدبې خاوند وم ، دمسلمانانو دمدینې په جنوب ختیځ کې مې دبنو نضیر   کلي شاته یوه خورا پرتمینه برجوره کلا درلوده .

  دمدینې په یهودو کې دخورا ځانګړي مقام خاوند وم ، که له یوې خوا مې دپیسو حساب نه وو ، له بلې خوا مې په ښایست او اندام کې هم  نوم  درلود ، مرکچي هم وم او شاعرهم ، په مدینې کې دمسلمانانو له  راپیدا کېدو وړاندې مې داوس او خزرج عرب ټول ګرو کړي او منت بار وو او سهار ماښام به  زما دروازې ته ولاړ وو .

ما بل هرڅه درلود ، خو داچې په یوه عیاش او مرفه  کاله کې راستر شوی وم ، یوازې دتورې او جنګ له میدان سره مې بلدیت نه درلود ، بلکې که ووایم ، تریوه حده بزدله او په خپل ژوند بیریدونکی سړی وم .

کله چې دمسلمانانو پیغمبر مدیني ته راغی ، او دعوت یې پیل کړ ، زما کار یې ډیر راخراب کړ، داوس او خزرج عربان یې ټول په ځان ورمات کړل ، او زه یې ورته د یوه دښمن یهودي په صفت معرفي کړم ، په دې پسې یو کال وروسته چې کله  دوی په مکه کې زما عرب اشنایان لکه  أبوالحکم بن هشام ( ابوجهل ) عتبه  بن ربیعه ، شیبه بن ربیعه او امیه  بن خلف  او نور دبدر په میدان ووژل او بیا یې په څاه کې وغورځول ، زما بیخي ورباندې طبیعت خټه شو، او تردې حده غمجن شوم چې هیڅ ځمکې ځای  نه راکاوو ، ځکه په عربو کې وو همدغه کسان ، چې زما دمجلس طبیعتي ملګري وو ، ددوی غم بیخي راباندې بوج شو ، او دهغه چا په وړاندې چې   زما دغه اشنایان یې وژلي وو، دتلپاتې دښمنۍ زړی مې په زړه کې وکاره ، او په وړاندې مې یې نه پخلاکیدونکي دښمني اعلان کړه .

دوژل شویو اشنایان د پاتا لپاره دمکې په خوا روان شوم ، هلته مې أبوسفیان ، مطلب بن أبي وداعه او نور ولیدل ، ښه شیبه مې ورسره وژړل ، دأبو الحکم ( ابوجهل ) په یاد کې مو مرثیې او دردمن اشعار سره وویل ، او دمسلمانانو مو ترخپله وسه هجو بیان کړه ، مشرکینو ته مې ډاډ ورکړ ، چې مسلمانان ګمراه دي او تاسو په خپل  ( شر ک ) کې په حقه یاست ، په دې سره أبوسفیان ډیر رانه خوشاله شو، او مسلمانان سخت په غوسه شول ، تردې  چې زما په خلاف  دسورت نساء ۵۱ آیت نازل شو .

په  داسې حال کې چې زړه مې دمسلمانانو په خلاف له دښمنۍ او کینې  پړسیدلی وو ، بیرته مدینې ته راستون شوم ، له ځانه سره مې فکر وکړ ، چې دتورې او جنګ سړی خو زه نه یم ، چې دمسلمانانو په خلاف  وجنګیږم ، او حربي مقابله ورسره وکړم ، نو څنګه به وتوانیږم ، چې ددوی په وړاندې خپله دښمني اظهار او مقابله  ورسره وکړم .

په دې وخت کې مې پام شو ، چې زه که  دتورې چلولو استعداد نلرم ، نو د ژبې او قلم  چلولو استعداد خو بیا دهرچا په نسبت ښه لرم  ، ځکه ما په ژبني فصاحت او شعر ویلو کې نوم درلود ، له همدې ځایه مې  اراده وکړه ، چې په خپل ټول توان سره به دمسلمانانو په خلاف  دتبلیغاتي جګړې محاذ پرانیزم .

په لومړي ځل مې په مدینه  کې دمسلمانانو دپیغمبر ، دهغه ددین ( اسلام )او دهغه دپیروانو( مسلمانانو ) په خلاف  دسړې جګړې ( تبلیغاتي جنګ ) محاذ پرانیست ، خپل قلم مې چې پخوا مې خیالي عشقي اشعار ورباندې لیکل ، له  ټولو موضوعاتو فارغه کړ او یوازې مې دمسلمانانو په خلاف تبلیغاتو ، دمسلمانانو ذم بیانولو ، دصحابه عیوبو بیانولو ، دروغجنو اوازو خپرولو او دمسلمانانو خلاف دخلکو  جګړې ته راپارولو ته وقف کړ .
باید دامهمه نقطه یاده کړم ، چې ستاسو سره زما تړاو او حسبي پلارتوب  له همدې ځایه پیلیږي ، ځکه دمسلمانانو او مجاهدینو په خلاف  کومه تبلیغاتي مبارزه چې همدا اوس تاسو په کې بوخت یاست ، د بنسټ ډبره یې ما ایښي ده ، نو ځکه زه ستاسو ترټولو مقدم  پیشوا او حسبي پلار یم .

په هغه وخت کې خو ستاسو دزمانې غوندې  تردې حده  زیات تبلیغاتي وسائل  لکه  راډیو ، تیلویزیون ،  اخبار ، مجله ، انټرنیټ پاڼه ، فیسبوک ، ټویټر وغیره نه وو ، بلکې یوازې مو داوازو ، ویناوو او اشعارو په واسطه کولای شوای ، دمسلمانانو په خلاف تبلیغات وکړو ، په دې حساب باید ووایم چې که زه هرڅو په زماني لحاظ ترتاسو مقدم مبارز او ددې بهیر بنسټګر بلل کیږم ، خوداچې تاسو د وسائلو د ډیرښت له امله دمسلمانانو په خلاف ډیر تبلیغاتي فعالیت کوئ ، نو شاید په دې لاره کې به ترما ستاسو مرتبه لوړه ، او دکار دډیرښت له امله به مو شاید ( اخروي بدله ) هم  ترما اضافه وي .

زما خوږو بچو !

کله چې زه دخپل پيل کړي تبلیغاتي جنګ له امله دمسلمانانو لخوا ووژل شوم ، نو زما دا خیال هم نه وو چې بیا به دمسلمانانو په خلاف دا مبارزه  جاري پاته کیږي او یا به راژوندۍ کیږي  ،  ځکه دمسلمانانو دپيغمبر او دهغه دپیروانو عکس العمل زما دتبلیغاتي فعالیت په باره کې ډیر سخت وو ، دمسلمانانو پیغمبر زه داسې سړی وبللم  چې خدای او دهغه رسول ته مې په خپله ژبه اذیت رسولی ، مطلب ډيره لوی تجاوز مې کړی ، له همدې امله خو مسلمانانو زما په وړاندې ډير جدي ګام واخیست او په شپه شپه کې یې سر راڅخه غوڅ کړ .

ماچې خپل دې عبرتناک انجام ته کتل ، نو دامې خیال نه وو ، چې بیا به څوک زما لاره وپالي ، او داسلام او جهاد په خلاف زما پیل کړې تبلیغاتي مبارزه به راژوندۍ کړي  ، خوڅه خبر چې دیهودیت میندې لا نه دي شنډې شوي ، او په اخره خردجالي زمانه کې به داسې زامن زیږوي ، چې نه یوازې به خپله داسلام په مقابل کې دتبلیغاتي جنګ ( څلورمه قوه ) رامنځته کوي ، بلکې یو زیات شمیر داسلام  زامن به هم دپیسو په توسط ګرو کوي او خپل تبلیغاتي ماشین به ورباندې  چلوي .
په حقیقت کې تاسو (دخردجالي زمانې نړیوالو یهودانو) کټ مټ زما لاره تعقیب کړه ، نوځکه په دې بریالي شوئ چې داسلام خلاف دتبلیغاتي جنګ یو قوي صف رامنځ ته کړئ  ، تاسو ( معاصرو یهودانو)  لومړی زما غوندې ښې ډيرې پیسې پیدا کړې ، او دسرمایه دارۍ  دریځ مو خپل کړ ، وروسته مو دنړۍ غیریهودي لیکوال ، ژورنالیستان ، ترجمانان  او نور کسب ګران د ډالرو په زور داسې اجیر اوپه کار واچول لکه ما چې دیثرب عرب ګرو کړي وو .

اوس نو دادی زماسکه بچیانو تاسو ورته کرار دخیر په غونډۍ ناست یاست ، او مسلمان اجیران مو خپله داسلام او جهاد په خلاف تبلیغات کوي .

څرنګه چې دوی دیهودیت لپاره خورا ستره مبارزه پرمخ وړي ، نوځکه په ماباندې کټ مټ داسې ګران دي لکه خپل زیږولي یهودي زامن مې چې وي ، نوځکه  دلته غواړم یوه شیبه له دوی سره هم خواله وکړم هسې نه چې بیا یې ګیله رانه  وشي .

زما افتخاري زامنو !

کله چې تاسو وینم چې داسلام په ضد دیهودیت په نړیواله تبلیغاتي جنګ کې دیهودو په ګټه جنګیږئ ، او بیا په دې اړه سوچ کوم چې تاسو اصلا مسلمانان یاست ، نو هیڅ باور مې نه راځي چې داسې څه دي واقعیت ومومي ، ځکه اسلام او یهودیت خو سره چاړه او غوښه دي ، داسلام په کتاب  ( قرآن ) کې یهود دمسلمانانو ترټولو سخت ترین دښمنان ( اشدالناس عداوتا ) بلل شوي دي ، دغه راز  زموږ په خلاف ستاسو دپیغمبر رویه هم خورا سخته وه ، دیثرب په شاوخوا کې یې  زموږ ټول کلي ( بني قینقاع ، بني نضیر او بنوقریظه  ) راړنګ کړل ، کلاوې او ځمکې یې رانه ضبط کړې ، په بنوقریظه کې یې زموږ څلور سوه سړي په یوه ورځ سرغوڅ کړل ، له هغه وروسته یې له خیبره هم پسې واخیستو ، او حتی چې کله له دنیا څخه روانېده نو په وروستۍ جمله کې یې هم خپلو پیروانو (مسلمانانو ) ته وویل چې   یهود له جزیرة العرب  څخه وباسئ ، داټول څه په دې دلالت کوي ، چې له دیني اړخه دمسلمانانو ترټولو سخت ترین دښمن یهود دي ، او دمسلمان او یهودي نږدې کیدل او په یوه صف کې کار کول ، له محالاتو څخه بلل کیږي ، خو نن چې تاسو ( مسلمان اجیر مطبوعاتیان ) وینم چې په پوره اخلاص زموږ په صف کې دخپل اسلام او مسلمانانو په خلاف جنګیږئ ، نو نه پوهیږم داوضعیت څرنګه تحلیل کړم ، په هرحال . . .  له دې خبرو تاسې دا تأثر وانخلئ چې زه خدای مکړه په تاسو بدګومانه یم ، نه هیڅکله نه ، ماچې له تیرو څو کلونو راهیسې ستاسو صادقانه فعالیت او دیهودیت لپاره  ستړې او قربانۍ څارلي دي نو نه پوهیږم څه ډول مننه درڅخه وکړم ، دا خبره به ستاسو زړه ته ونه لویږي ، چې له خپلو یهودي زامنو تاسو راباندې ددې مؤثر تبلیغاتي فعالیت  له امله ډیر ګران یاست ، ځکه تاسو دیهودیت لپاره هغه ډول فعالیت کوئ چې زموږ خپل یهودان یې نه شي کولای  مثلا  موږ ،  پښتانه ، عرب ، تاجک ، ازبک ،ترک ، هندي او دنورو ژبو یهود یا نه لرو او یایي ډير کم لرو ، که موږ په تبلیغاتي جنګ کې یوازې په خپلو یهودو متکي وای ، نو نن به  زمو ږ تبلیغات  ددې زرمه حصه هم نه وای ، ځکه موږ  به په ځینو مسلمانو قامونو کې هیڅ یهودي یا غیرمسلمان پیدا کړی نه وای ، او که په نورو کې مو پیدا کړي وای ، نو په هغو اقلیتونو کې دومره استعدادونه  له کومه کیدل چې زموږ  دبشري ځواک اړتیا پوره کاندي ، دغه راز که احتمالا موږ په ټولو ژبو خپل یهودي پرسونل پیدا کړی وای ، نو بیا به له دې امله چې یهود دی هیچا به یې هم خبرې ته غوږ نه وای ایښی ، بلکې خپل صریح ددین اوفکر دښمن به یې باله ، ددې لپاره  ښه مثال دعیسویانو هغه راډیو ده چې دا ډیر وخت دعیسویت دتبلیغ لپاره په پښتو او نورو ژبو فعالیت کوي ، خو داچې کارکوونکي یې عیسویان دي یو مسلمان هم غوږ ورته نه نیسي ، او تراوسه یې څوک له نوم او فعالیت نه هم خبر نه دي .

نوځکه یوځل بیا وایم چې تاسو داسلام په ضد دیهودیت لپاره په خورا ستر خدمت بوخت یاست ، په حقیقت کې تاسو دیهودیت دچوپړ لپاره ډیره ستره قرباني ورکړې ، ځکه تاسو له یوې مسلمانې مور څخه زیږیدلي یاست ، دیوې مسلمانې تورسرې  دبدن قوت او شیدې مو ځبیښلي ، یوه مسلمان پلار او مور درسره ورځ او شپه بې خوبه کړې ده ، دیوې مسلمان پلار دلاس په مزدورۍ او دتندي دخولو په  عائد باندې راستر شوي یاست ، دمسلمان هیواد  اوبه ، غذا ، هوا ، جامې او مسکن مو استهلاک کړي ، دیوې اسلامي  مدرسې یا مکتب څوکۍ او دحاضرۍ دکتاب خانه مو اشغال کړې ، دمسلمانانو تعلیمي بودیجه درباندې مصرف شوې ، او مسلمان استاد درسره په درس  او زده کړه کې خپله انرژي مصرف کړې ده ، دیوه اسلامي هیواد د منځنیو او لوړو زده کړو له مفت پروګرام څخه مو ګټه اخیستې ، دمسلمان پلار یا ورور  دلاس دتڼاکو نفقې درته دافرصت درکړی چې په ډاډه زړه خپلې زده کړې پای ته ورسوئ ، مګر کله چې تاسو داسلام او مسلمانانو دامکاناتو په اوږوږ دخپل استعداد ترټولو لوړې څوکې ته وختلئ ، نو په پوره جسارت  مو خپلو تېرو تړاوونو او منت کوونکو ته لته ورکړه ، او نغد چغد مو ځان دیهودیت چوپړ ته وقف کړ ، آفرین په داسې انقلابي اقدام . . . ستاسودا نه اټکلیدونکی اوښتون او تلپاتې حماسه به دصهیون غره دډبرینو کرښو غوندې دیهودیت دتاریخ نه هیریدونکی باب وي او هیڅکله به داسرائیل دزامنو له یاده ونه وزي  . .

راته ګرانو ! ښایي تاسو به په خپل کتاب قرانکریم  هم لوستلي وي ، چې موږ ( یهود ) دخپلو اصولو له مخې ترهغو څوک خپل نه بولو ، او نه ترې بالکلیه راضي کیږو ترڅو یې چې زموږ دین نه وي منلی ، مګر تاسو چې دومره موده له موږ سره  مخلصانه خدمت کوئ ، نو اګر که  زموږ دکورنۍ غړي نه یاست  خو په ما خورا ښه لګیږئ ، نو ځکه اعتماد درباندې کوم او دایو څو نورې خبرې هم درته کوم .

داسلام په خلاف تبلیغاتي مبارزه چې بنسټ یې ما ایښی دی ، له هماغې ورځې زموږ دجنګ یوه مهمه برخه ده ، موږ ( یهودو ) چې په خیبر کې تاسو ته میدان بایلود ، دغه رنګه زموږ داکازامن ( عیسویان ) چې په صلیبي او استعماري جګړو کې ستاسو په خلاف بریالي نه شول ، نو مو ګډه پریکړه دا وکړه ، چې مسلمانان په توره او غشي نه شو ماتولای او هضمولای ، نوښه لاره یې داده چې ددوی په فکر باندې کار وکړو ، له همدې امله خو موږ له استعماري جګړو وروسته په ګډه دمسلمانانو په خلاف دتبلیغاتي او فکر ي جنګ خورا ستر محاذونه پرانیستل ، اګر که موږ او عیسویان  ترخپل منځ هم ډیر سره وران یو ، خو زموږ دواړو  لپاره اولویت داسلام دښمني ده ، نوځکه څرنګه چې هرڅوک خپل اولویت ته متوجه وي ، نو داسلام په خلاف  مو خپل خپل کارونه پیل کړل ، خو لکه څرنګه چې په صلیبی او استعماري جګړو کې دوی له موږ نه مخته وو ، په تبلیغاتي جنګ کې موږ میدان ترې یووړ او دمسلمانانو په خلاف مو ډیر فعالیت وکړ ، همدا اوس که تاسوپوښتنه وکړئ ، نو نړیوال ستر رسنیز شرکتونه زما د زامنو ( یهودو ) په واک کې دي  AOL    ، وایاکم ، نیوز کارپوریشن ، ګوګل ، یاهو،فیسبوک ، ټویټر او نور ډیر نړیوال شرکتونه چې دنړۍ مهمې مجلې ، ورځپاڼې ، ټیلویزونونه ، راډیوګانې ، ویب پاڼې او سینمایي خپرونې په غیږ کې رانغاړي زموږ ملکیت دي ، زموږ ډیری شرکتونه په خپلو اصلي هیوادو کې دومره فعالیت نلري لکه په اسلامي هیوادونو کې او په دې حساب ښایي زموږ تر نامسلمانو کارکوونکو زموږ مسلمان کارکوونکي هم ډیر وي ، دمسلمانانو په خلاف د مسلمانانو په ژبه  تبلیغاتي فعالیت  چې زموږ دکار مهم هدف او اولویت دی همدا ستاسو په مټو جریان لري ، نوځکه ویلی شو چې تاسو زموږ دجګړې په ترټولو په مهمه مورچه کې ناست یاست . . . مبارک مو شه !!

ګورئ  ، تاسو داسې ونه ګڼئ چې زموږ دنده یوه اضافي او بي اهمیته دنده ده ، باید ووایم چې ستاسو هریوه فعالیت زموږ لپاره دومره مهم او دقدر وړ دی لکه زموږ پوځیان چې داسلام په خلاف جنګیږي ، بلکې ترهغه هم زیات مهم ، ځکه تاسوبه  زموږ دیوه ستر رقیب  هټلر هغه خبره اوریدلي وي چې ویلی یې وو  له یوه ستر مجهز لښکر څخه  چې زرګونو سرتیري ولري دومره نه ویریږم او نه یې دومره مضر بولم لکه یوه وړه ورځپاڼه چې زما په خلاف تبلیغات کوي  ، نو تاسو خو زموږ لپاره سلګونه راډیوګانې ، ټیلویزونونه ، مجلې ، اخبارونه ، ویب پاڼې او نور تبلیغاتي مراکز فعال کړي دي ، چې هر یو یې زموږ تر مجهز یهودي لښکر څخه ډیر فعالیت لري .

که چیرې زموږ هره مطبوعاتي اداره چې  ستاسو په مټو چلیږي ، دیوه یهودي  جنګیالي لښکر معادل وبولو نو تاسو خو زموږ لپاره دومره لښکرې تیارې کړي او دومره جګړې مو راته کړې چې ښایي موږ دځان لپاره هم نه وي کړې ،  تاسو یې شمیرئ  ، ازادي راډیو ، فرداراډیو ، عراق الحر راډیو ، اشناراډیو ، ډیوه راډیو ، مشال راډیو ، بي بي سي راډیو په ټولو ژبو ، بي بي سي ټیلویزون په ټولو ژبو ،دازادې اروپا راډیو په ټولو ژبو ، امریکا غږ په ټولو ژبو  دغه رنګه  سیمه ایز او محلي تیلویزوني چینلونه ، راډیو ګانې ، ورځپاڼې ، مجلې او ویب پاڼې او په تیره هغه ایف ایم راډیوګانې  چې  زموږ په ټولو جنګي سیمو لکه عراق او افغانستان کې زموږ له پوځي یرغلونو سره اوږه په اوږه  تبلیغاتي جګړه پرمخ وړي ،  چې شمیر یې ترسلګونو اوړي ، دغه راز ستاسو فیسبوکي بې ریا خدمتونه چې په مستعارو او خپلو اصلي نومونو روزانه زموږ لخوا له خپلو مسلمانو وروڼو سره بحثونه کوئ ، په اسلامي شعائرو لکه جهاد ، شرعي حدودو ، شرعي نظام ، شرعي لباس ، شرعي علومو ، دیني ارزښتونو او مجاهدینو باندې ملنډې وهئ ، پرته له دې چې زموږ لخوا درته ویل شوي وي ، چې ستاسو دغه اضافي خدمت او مخلصانه چوپړ دبل هرڅه په نسبت د ډیرې قدردانۍ وړ دی .

تاسو به شاید خبریاست یا نه خو په پخوا کلونو کې موږ یهود دمسلمانانو په خلاف په فکري او تبلیغاتي فعالیت کې له ډيرو ستونزو سره مخامخ وو ،  پخوا به لومړی موږ خپل یوشمیر کسان اسلامي هیوادونو ته لیږل یا به مو په خپلو هیوادونو کې دمسلمانانو ژبې او علوم ورباندې زده کول ، چې له هغه وروسته به بیا دوی دمسلمانانو ددین ، کلتور ، رواجونو ، ادبیاتو ، روحیاتو او دژوند دمختلفو برخو په  اړه کلونه کلونه  پلټنې او مطالعات کول او وروسته به یې له هغونه په استفاده  داسلامي تمدن او مسلمانانو په خلاف  فکري او تبلیغاتي جګړه پیلوله ، داکسان به مستشرقین بلل کیدل ، دوی ته په یهودي او عیسوي ټولنو کې داتلانو په سترګو کتل کیږي ځکه دوی دمسلمانانو په خلاف دبل هرچا په نسبت ډیر فعالیت کړی دی ، او موږ ته یې دسړې جګړې په توسط خورا سترې بریاوې راوړي دي ، مګر اوس چې تاسو داسلامي ټولنو له منځه زموږ دا ډول خدمت ته ځانونه وقف کړي دي ، نو باور وکړئ چې موږ ته همدومره ارزښت لرئ لکه هماغه پروني مستشرقین  ځکه تاسو کټ مټ دهغو ځای ډک کړی او داسلام په ضد دهغو کردار په ډیر ښه انداز په مخ وړئ ،  خو ګورئ داچې تاسو داسلامي ټولنو له منځه په داسې ډراماتیکه  توګه  دخپلو سرسختو دښمنانو یهودو په صف ورګډ شوي یاست ، دا هم دهماغو مستشرقینو  دهلوځلو ثمره ده ، ځکه هغوی  غیراسلامي افکار ستاسو وطنونو ته راوړل او ستاسو غوندې یوشمیر نوکي ځوانان یې دې ته تیار کړل چې زموږ خوا ونیسي .

زما ناسکه بچیانو !

زړه مې غواړي چې ډیر څه درته ووایم ، خو وخت کوتاه دی  ، له فرصت نه باید استفاده وشي ، زما لپاره ددې جګړې پیل خورا بریالی مګر پای خورا بې خونده  او عبرتناک وو ، نه پوهیږم چې تاسو به څنګه شئ .
نور نو درته بریا غواړم  

په ټوله یهودۍ مینه

ستاسو حسبي پلار او سرلاری

کعب بن اشرف

له اسفل السافلین دوزخ څخه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x