خبرونهنړۍ

په اتريش کې د «اسلام» په نامه نوي قانون د مسلمانانو غبرګونونه پارولي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۴ ل): د اتريش د پارلمان له خوا د دې هېواد د مسلمانانو له پاره د (اسلام) د قانون له تصويب نه وروسته په دې هېواد کې د مسلمانانو غبرګونونه راپارولي دي.

د اتريش هېواد د نوي قانون له مخې اتريش ته له ترکيې او ځينو نورو اسلامي هېوادونو څخه دديني عالمانو په ورتګ بنديز لګيدلی.

د دې قانون له مخې په دې هېواد کې مسلمانان مکلف دي تر څو د هېواد په داخل کې د خپلو امکاناتو او پوهې پرمټ خپلې ديني چارې پرمخ يوسي او هيڅ کوم بهرني مسلمان ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې د اتريش هېواد په داخل کې د مسلمانانو سره د ديني مسائلو په حل کې مرسته وکړي.

همداراز د (اسلام) د نوي قانون په چوکاټ کې هر هغه څه چې د اتريش هېواد له لوري ټاکل کيږي بايد عملي شي، خو په دې کې دې ته پام نه دی شوی چې د اسلام قانون لکه څنګه چې دی همداراز به پرمخ ځي.

دا سلام په نامه جوړ شوي قانون کې هغه څه چې د اتريش هېواد نه دي خوښ شوي پرې بنديزونه لګيدلي.

خو په اتريش هېواد کې دننه مسلمانانو په دې اړه خواشيني ښودلې او ويلي يې دي چې دمسلمانانو له پاره د اتريش هېواد نوی قانون د مسلمانانو له پاره له ستونزو ډک دی او له دې سره به په اتريش کې جنجالونه رامنځته شي.

بل لور ته د ويانا د پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد پروفيسر سټيفن شيما ددې قانون په اړه ويلي چې ((د اسلام ددين په وړاندې د اتريش هېواد پريکړه له ستونزه ډکه ده))

نوموړي وويل چې د اسلام په اړه د اتريش هېواد پريکړه د جنجالونو د ارامنځته کېدو او د اتريش مسلمانانو ته د مشکلاتو د زياتېدو سبب کيږي.

د جورج ټاون د پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې علمي غړي جان ايسپوستو هم ويلي چې ((دولتونه بايد د ټولو اديانو د پيروانو په اړه مساوي اصول او چلند ولري او بايد په دې هېواد کې مسلمانان ونه ځورول شي او د نورو اديانو د پېروانو په څېر ورته اجازه ورکړل شي.

که څه هم په اتريش کې مسلمانانو ته د اتريش د دولت له لوري قانون جوړ شوی خو په دغه هېواد کې د نورو اديانو پېروان خپلې دينې چارې په خپله کنترولوي چې دولت يې پر وړاندې هېڅ قانون نه لري.

د اسلام په نامه قانون چې د ۲۰۱۵ کال د فرورۍ د مياشتې له ۲۵ مې نېټې څخه راپه دې خوا عملي شوی دی له مخې به يې د ترکيې هېواد هغه ۶۵ تنه ديني عالمان هم چې په دې هېواد کې د مسلمانانو د ديني چارو د سمون په برخه کې کار کوي هم د راتلونکې ۲۰۱۶ زيږديز کال د فرورۍ په مياشت کې خپلې دندې پريږدي او خپلو هېواد ته به ستنيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x