نظــرټولنیزه برخه

ټولنپوهنه (دوهمه برخه)

ژباړه او لیکنه : دادالله زړګی

د ټولنپوهني لنډ شالید

که څه هم دغي پوهي ته په شلمه او یوشتمه پېړۍ کي زیات پام ور واوښت، او پوهانو دغه علم ته زیاته توجه وکړه، دغه یې د انسانانو د څېړني او پوهېدني لپاره یو اړین او د زیاتو ستونزو د حل علم وباله. دغه پوهه له زیاتو وختونو څخه پېژندل کېدل او خلګو به په دې اړه فکرونه او نظرونه هم ور کړي وي، مګر د ټولنپوهني او جامعه شانسۍ کلیمه ، د اروپایانو په نظر ، د لومړي ځل لپاره یو فرانسوي پوه (اګوسټ هانري کنټ) په (۱۸۳۸ ز) کال کي د خپلو فلسفي درسونو لپاره کارولې ده؛ نو په دې خاطر غربي نړۍ (اګوسټ هانري کنټ) د ټولنپوهني پلار بولي.

همدارنګه د لومړي ځل لپاره د ټولنپوهني اولینه ښوونځی په (۱۸۸۰ ـ ۱۸۹۰ ز) کلونو کي د (امیل دورکیم) په واسطه په فرانسه کي جوړ سو ، د ماکس بر او نورو اقتصاد پوهانو په واسطه په المان کي د ټولنپوهني لپاره کار وسو، چي د فرانسویانو او انګریزانو پر خلاف د ټولنپوهني موسیسې جوړي سوې.

ددې هر څه سره ـ سره د (اګوسټ ګنټ) څخه پنځه پېړۍ وړاندي د لومړي ځل لپاره مسلمان عالم او مبتکر (عبدالرحمن ابن خلدون ـ مړینه۸۰۸ هـ) دغه علم د یو مستقل علم په توګه کشف کړی دی، چي موضوع یې (بشري ابادي یا انسانې ټولنه وه، خو دا چي تر فرانسوي عالم پوري هیڅ چا دغه علم ته نور پاملرنه و نه کړه، نو ځکه غربي نړۍ (اګوسټ کنټ) د ټولني پوهني پلار ګڼي.

د ټولنپوهني اهمیت او ارزښت

په ټولنپوهني پوهېدل د یوې ټولني د ټولو وګړو لپاره اړینه ده، ځکه که د ټولني یو وګړی، چي یو مسئولیت یې تر غاړه وي، د ټولنپوهني په علم پوه نه وي، نه سي کولای، چي خپل مسئولیت او هغه خنډونه، چي دده مسئولیت او دندي ته متوجې دي په اسانۍ سره له منځه یوسي.

که یو پلار د ټولني پوهني په علم مالومات و نه لري او یوه ټولنه، چي دی او اولادونه یې پکښې وسیږي، په پوره ډول و نه پېژني، نو نه سي کولای، چي خپل اولادونه په ښه توګه تربیه او وروزي، ځکه دغه پلار ته د ټولني اخلاقي او کلتور ستونزي مالومي نه دي، تر څو دی خپل بچیان پوه او ور څخه وژغوري.

ددغه اړتیا له مخي ،چي د ټولني پوهه د هر وګړي لپاره څه نا څه اړینه ده ، ځکه د ټولنپوهني عالمانو ټولنپوهنه په ځینو څانګو ووېشله تر څو هر وګړی د خپلي خوښي څانګه د خپل ژوند لپاره مطالعه کړي، راسئ، چي دغه ځیني څانګي په لنډه ټوګه وپېژنو :

۱ ــ نظري ټولنپوهنه : دغه څانګه  په عمومي توګه د ټولنپوهني اساس او مفهوم څېړي او تحلیل کوي یې.

۲ ــ تاریخي ټولنپوهنه : دغه څانګه پخوانۍ ، لرغوني او اوسنۍ ټولني تر مطالعې لاندي نیسي، تر څو د هغو سرچینې ځانته مالومي او د انساني ژوند په اړه کافي مالومات راټول او وړاندي کړي. همدارنګه د کورنۍ ، د ټولني د تشکلېدو او د هغې د قوانینو او اصولو، د انسانانو د دندو او وظیفو، په اړه د تاریخ په اوږدو کي مالومات راټول او مطالعه کړي.

۳ ــ مذهبي ټولنپوهنه : دغه څانګه مسجدونه، کلیساوي، او نور مذهبي ځایونه او ډلي تر بحث لاندي نیسي، تر څو د هغو د پیدا کېدو سرچینې، د دوئ رشد او فعالیت په ټولني کي، د دوئ تر منځ اخلافات او تغیرات مالوم او مطالعه کړي.

۴ ــ تربیتي یا روزنيزه ټولنپوهنه : دغه څانګه له د نامه څخه چي یې مالومیږي،د ښوونځی، پوهنتونونو او نورو علمي او اکاډمیکو ځایونو هدفونه او موخي، تر بحث لاندي نیسي، د داخل او د باندي حالات یې څېړي او هم یې تاثیر، رشد او فعالیت پر جامعه او ټولنه باندي مطالعه کوي.

۵ ــ سیاسي ټولنپوهنه : دا څانګه د سیاسي ډلو، ګوندونو، سازمانونو او هم د دولت څلور خواوي اهداف او موخي د بشریت پر وړاندي څېړي او مطالعه کوي.

۶ ــ حقوقي ټولنپوهنه : دا څانګه ځانته دا مالوموي، چي د قانون رسمي نظارت په ټولني کي او هم د قانون حاکمیت د وګرو په منځ کي سته که نه؟ یا تر څومره اندازي پوري د قانون تعادل ساتل سوی دی؟ ایا قانون پر ټول یو شان پلي کیږي که څنګه ؟

۷ ــ ټولنیزه روانپوهنه یا روانشناسي اجتماعي : دغه څانګه د یوې ټولني د وګړو اخلاقي رویه، رفتار او کړه وړه، حرکات، ارزښت، ټولنیز ژوند او تاثیر یې پر جامعه تر بحث لاندي نیسي، همدارنګه د ټولني تاثیر پر یو فرد او د هغه په شخصیت جوړونه کي یا هم د شخص تاثېر پر ټولنه باندي څېړي او هم دا چي یو وګړی د ټولني او جامعې جز دی تحلیل کوی او هم په عمومي ډول د اشخاصو مثبت او منفي فکرونه ، د بشریت پر وړاندي مطالعه کوي.

۸ ــ د ټولنپوهني د نفوذ او ایکالوژي څانګه (نفوس و ایکولوژي) : دغه څانګه د نړۍ په مختلفو نقاطو کي د انسانانو وېش، د انسانانو تر منځ روابط او اړیکي، د اوسېدو چاپېریال، د چاپېریال ساتنه او د ځان پاکوالي ته پام کول هغه په څومره اندازه، د شیانو د حمل او نقل وسایل او د محیط زیست شرایط، تر بحث، څېړني او مطالعې لاندي نیسي.

۹ ــ د ټولنپوهني د روح او روان څانګه (روان اجتماعي) : دغه څانګه د ټولنو په منځ کي بې نظمي او ګډوډی، د ټولني د وګړو روحي ناارامي  څېړي، لکه څنګه چي دغه د وګړو روحي نا ارامي د ټولني د بې ثباتۍ او بې نظمۍ سبب ګرځي او همدارنګه وګړو ته متخلفي روحي ناورغۍ پيدا کیږي، تر بحث او مطالعې لاندي نیسي.

۱۰ ــ د ټولني د نظم ګډوډېدل (اختلال نظم اجتماعي) : دغه څانګه هغه بې نظمي چي اوج ته رسېدلي وي او د ټولني وګړي یې په جسمي او روحي ناروغیو اخته کړي وي، تر مطالعې لاندي نیسي، چي ددغو بې نظمیو له کبله په ټولني کي فساد، بد اخلاقي او جنایتي مسایل زیاته وده او پرمختګ کوي.

——

لومړی برخه په لاندي ادرس لوستلای شئ:

http://www.nunn.asia/54774/ټولنپوهنه-لومړی-برخه

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x