نظــر

دشينواروپه ولسوالۍ كښې څه تيرېږي ؟؟

شینواري پروان

د شينوارو ولسوالي د پروان په ولايت كې موقعيت لري . دغه ولسوالي دپلازمينې کابل څخه یوازي په۶۰ کیلو مترۍ واټن کي پرته ده . او د طالبانو په تېر دوران كې يي د شمال ټلوالې په وړاندې ډېر قوي مقاومت وكړ . او د شمال ټلوالې ډېر سخت زور او فشار هم په دې ولسوالي وه . ۳ كاله پرې ګردې لارې او چارې بندې او په محاصره كې تېرې شولې . خو د شمال ټلواله ونه توانېدله چې په كابل باندې له دې لارې كامبيابي ترلاسه كړي .

او ډېر غريب ولس لرې استوګن يي صرف پښتانه دي او نورتوكمونه په كې ډېر كم دې . لكه تركان ، او تاجكان ،خو اوس په دغه موجوده وخت كې يي ملت ډېر په خوښه له طالبانو سره هم غږي او خواخوږي دي . چې عام ولس يي له طالبانو سره اوږه په اوږه ولاړ دي . پدي په پروان ولايت په شینواري ولسوالي کې یو تن پولیس وایي : چې د هغوی پر پوستې باندي هره شپه د طالبانر له خوا بريدونه كيږي بياكله كله د ورځې لخوا بريدونه كيږي . او وايي چې دولسوالي مركز مونږ سره دي او شاوخواسيمو ته طالبان راغلي دي او زمونږ دومره ظالمه اداره ده چې مونږ ته له دې ولسوالۍ نه پرته په نورو سيمو كې دنده نه راسپاري . اوس يوې خواته پړانګ دي او بلې خو اته پاڼ دي طالبان مو وژني راته وايي چې تاسو اداره د ګډاګۍ اداره ده . او دوي وايي : چې تاسو به خپله دنده سرته رسوي ځكه چې تنخواوي او معاشونه اخلي . او ددې پوليس په وينا چې زمونږ دولسوالۍ ټول كاركونكي په ولسوالي كې دننه ينوفارم ( دريشي ) اغوندي . په لارو كې په خپلو شخصي جامو كې نه شي راتللي او مونږ ته وايي چې ينوفارم كې ګرځې اوس مونږ هم حيران پاتي يو . په دغه ولسوالي کې اوس جنايي ستونزې ټولې طالبان حل كوي . شاوخوا ۷۰ داسې جنايي دعوې وې چې ۶ يا ۷ كاله پرې تېر شوي وه خو دوي ونه توانيدل چې ستونځي ورته حل كړي خو دواړو خواونه به يي بډې او رشوتونه اخيستل . او طالبان يي په يوه اونۍ كې مكمل فيصله وروكړي چې دواړه خواوې پري خوښې وي وي .

پوليس وايي چې زه هم نه پوهيږم چې څه وجه دي چې طالبان دومره زرفيصلې كوي ؟ او دواړه خواوې پرې راضي وي . مونږ غلوته جزانشو وركولي دوي يي وركوي مونږ جنايي مجرمين نشو جلبولي دوي ته په معمولي خبروركولو سره راځي .
دغه حال په دې ولسوالي کښي ښكاره او څرګند د طالبانو د حضور ښکارندويي کوي . د فرانسې خبري آژانس خبریال ويلي دي ، چي کله دې ولسوالۍ ته ورغلم نو هلته په ټوله سيمه کښي يوازي يو دوکان خلاص وواو ټولو خلكو شاوخواشارې كولې چي هلته طالبان دي هلته طالبان دي . فرانسوي خبريال وايي په ټوله ولسوالي كې مې داسې څوك ونه ليدل چې راغلي وي ولسوالي ته يي كومه عريضه راوړي وي . صرف د ولسوالي منسوبين وه چې همغلته لاس پر زنه ناست وه او خپله د رخصدي ټاكلي وخت ته يي انتظار ايسته . كله مې چې ترې وپوښتل چې ولي په دغه پر نفوسه ولسوالي كي تاسو بي كاره ناست ياست ؟ نه كوم رسمي كارونه كوي نه كوم پرګرام لري څه وجه دي ؟ دوي ووئل خلك اوس خپل مشكلات ټول طالبانو سره حل كوي او طالبانو ته ورځي مونږ ځكه بي كفايته پاتي يو خبريال وايي چي سياه ګرد ولسوالي ته ولاړم هلته هم دغه كيسه وه .

د شینواري ولسوالۍ اوسیدونکی يوه مامور عبدالخواص د فرانسې خبريال ته ووئل : چې پر دې ولسوالي باندي هره شپه د طالبانو له خوا ډزي کیږي . شپه او ورځ په ویره کې يو. طالبان ډیر وخت زموږ کلي ته راځي او پر دولتي ودانیو باندي بریدونه کوي .
د ولسوالۍ په مرکز کې یوازي يوه دولتي ودانۍ ده، چي اغزن سيمان باندي را ګرځېدلي دي او پر څلورو خواوو ئې له شګو ډکي بوجۍ ځای پر ځای شوي دي . د دې ودانۍ پر دیوالونو د مرمیو سوري لیدل کیږي او پکښې یو شمیر داسي موټر ولاړ دي چې د بم چاودنې له کبله سوځیدلي دي.

ددغه ولسوالۍ ديوه پولیسو یوه چارواکي د نوم د نه اخیستلو په شرط وویل موږ په یوه میاشت کې د ولسوال د دفتر هنداري تر شل ځله ډیري بدلي کړي دي.

دولتي ځواکونه یوازي د ولسوالۍ په مرکز کې حضور لري . پخپله ولسوال د بګرام په ولسوالۍ کې ژوند کوي . د پولیسو يو چارواکی وایي : موږ یوازي د اوو کلیو کنترول پخپل لاس کې لاره چې اوس صرف درې كلي راپاتي دي . دا هغه کلي دي چې د ولسوالۍ مرکز ته نزدې پراته دي . پاته ټول کلي د طالبانو تر کنترول لاندي دي . موږ ان هلته د تلو په اړه فکر هم نه کوو.

دغه پولیس زیاته کړه چې په تیرو درو کلونو کي یو ملکي وګړی هم د ولسوالۍ تعمیر ته نه دئ راغلی : هیڅوک هم د خپلو ستونزو د حلولو له پاره موږ ته نه راځي . هغوی ټول طالبانو ته ورځي.

طالبان په کلیو کې د دولت تر څنګ خپل اداري تشکیلات لري . دغه پولیس وایي طالبانو ان خپل ښونځي پرانیستي دي . د هغوی ښوونکو ته ډیر او پر وخت معاش ورکول کیږي.

د پولیسو دې سرتیري پخپل ګرځنده تلیفون کې د طالبانو له خوا د حملو اوبريدونو ویدیو هم ځان سره لرله . هغه وایي وګورئ چې په څونه ظالمانه ډول هغوی پر حكومتي چارواكو اوپه امريكايانو حملي اوګزارونه كوي ديته مونږ كله تاب اروړي شو ښه ددغو فلمونو دومره ګروپونو او داوسله وال چيرته دي دا همدلته په دي كليو كې دي .

د هغه په وینا پولیسو په تیرو ۱۸ میاشتو کې یوازي څلور طالبان نیولي دي .چې پلټنې نه وروسته معلومه شوه چې هغه د مساجدو امامان وه . دا په داسې حال کې ده چې د پروان د والي ویانده روښانه خالد، وایي چې په دې سیمه کې سیمه ییز اوسیدونکي د طالبانو ملاتړ کوي : په خواشینۍ سره چې د کلي اوسیدونکي په تیرو ۴۰ کلونو کې بې سواده پاته شوي دي او صرف بچيان يي مدرسوته استولي دي . هغوی ته ویل کیږي چې اسلام په خطر کي دئ نو دوي اوس له اسلام نه په سخته دفاعي حالت كې دي .

میرمن خالد وایي چې د روان کال د جون په میاشت کې افغان او بهرنیو ځواکونو په سیمه کې یو لړ سخت پوځي عملیات وکړل پړانګ او نويد تندر خو چې له کبله ئې طالبان له سیمي څخه لږ په شاشول ، خو په خبره ئې تر عملیاتو وروسته طالبان بیرته سیمي ته را ستانه شول : موږ کافي ځواک نه لرو چې په سیمه کې میشت شي او د طالبانو د بیرته راتګ مخه ونیسي . اوطالبانو سره ولس ولاړ دي موږ دوه واري له دولت څخه د اضافي ځواک غوښتنه کړې ده خو لا تر اوسه پوري دغه ځواکونه موږ ته نه دي راکړل شوي .

اوس په شینواري ولسوالۍ کې یوازي ۳۰ پولیس سته . هر پولیس ته د میاشتې ۱۵۰ ډالره معاش ورکول کیږي . یو تن پولیس وایي : موږ د میاشتې ۱۵۰ ډالر معاش لرو او هیڅ رخصتي نه لرو. زما ژوند ډیر خراب او له مرګ سره ملګري دي . تل د خپلي مړني په اړه فکر کوم . که وضعیت داسې دوام وکړي نو یوه ورځ نه یوه ورځ به له طالبانو سره یوځای شو

م سميع شينواري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x