دیني، سیرت او تاریخ

غيبت څه ته وايي؟

غریب الله (هلال)

               غیبت په ننۍ ټولنه کې داسی ګرځیدلی دی لکه په ډوډی کې مالګه چې ملګري سره راټول شی صحبت او بنډارونه جوړ کړی نو د مجلس د مالګین کولو او خوندورتوب لپاره د یو غایب ملګری په نقصاناتو او عیوبو باندی مجلس ګرم کړی دا خو لا پریږده چې مسجد او مدرسه چې د دینی مقدساتومرکزونه دي چې دونیاوی خبري کول پکې لا هم بندي دي د غیبت کولو نه پاک پاتی ندي هلته هم د نن وخت مسلمانان د یوبل په غیبت او نقصاناتو باندی غږیږي حال دا چې غیبت کول د یو انسان لویه ګناه ده پدی حقله به لاندی تفصیل راشی، نو ومو غوښتل چې د غیبت په لغوي، اصطلاحي، د غیبت په حکم، اضرارو، په کوم حالاتو کې غیبت کول جایز او د غیبت کولو علاج څه دی پوهه شو او ددی ناوړه عمل نه ځان او هم خپل دوستان وساتو په لنډ ډول ذکریې ذکر کوم.

غیبت په لغت کې:

            غیبت د ( غ. ي. ب ) د مادی نه اخستل شوی او دلالت په پټوالی کوی، العین، والیاء، والباء دا یو صحیح اصل دی   او دلالت پدی باندی کوي چې یو شئ د سترګو نه پټ شې او ددی قیاس په غیب باندی کیږي او لکه چې ویل کیږي غابت الشمس، لمر پټ شو یا پناه شو همدارنګه ویل کیږي غاب الرجل عن بلده معنی  سړی د ښار نه ورک شو او غیب په معنی د شک هم راځی، غیب په معنی د هر هغه څه چې د سترګو نه پناه وی ولو که په زړه کې یې علم وي دیته هم غیب ویل کیږي، او هغه کور یا مکان ته هم ویل کیږي چې تاته علم نوی چې دی مکان کې څه شی دي او غیب چې د یو انسان نقص د هغه په نه شتون کې بیانوی دیته هم غیب یا غیبت ویل کیږي.

غیبت په اصطلاح کې:

              (عن أبي هريرة- رضي اللّه عنه- أنّ رسول اللّه صلّى اللّه عليه وسلّم قال: «أتدرون ما الغيبة؟» قالوا: اللّه ورسوله أعلم. قال: «ذكرك أخاك بما يكره» قيل: أرأيت إن كان في أخي ما أقول؟ قال: «إن كان فيه ما تقول، فقد اغتبته. وإن لم يكن فيه فقد بهتّه د أبی هریرة رضي الله عنه نه روایت دی چې بیشکه رسول الله صلی الله علیه وسلم وویله ایه تاسو پوهیږی چې غیبت څه ته وایې نو صحابه وویله الله ج او رسول د الله ج پوهیږی نو پیعمبر علیه السلام وویله یاده ول دورور به هغه څه چې بد یې ګڼی، بیا وویل شو  چې زما په ورور کې وي څه چې زه یې وایم نو پیغمبر علیه السلام وویله چې پکې وی نو غیبت دی وکړه او که پکې نوی نو بیا دی بوهتان وکړه. امام مسلم روایت کړیدی.

جرجاني (رح) وایې: غیبت عبارت د بیانولو د نقصاناتو د یو انسان دی برابره خبره ده چې همدغه نقصانات پدی انسان کې موجود وی او که نوي.

المناوي (رح) غیبت عبارت د یادولو  د یو ورور په هغه څه دي چې هغه پری خفه کیږي او هغه صیفات په هغه کې وي.

ډیر ښه او منلی شوی تعریف: بیانول د نقصاناتو په نشتون د یو چا کې.

الکفوي (رح) وايې: غیبت عبارت د یو انسان پټ رازونه راښکاره کول چې په هغه کې موجود وي.

التهانوي (رح) وايې: غیبت عبارت د یو ورور یادونه چې هغه پری خفه کیږي، برابره خبره ده که هغه نقصان او عیب  په جامه، پیدایښت، افعالو، دونیا، دین، اولاد، کور او که په سورلۍ کې وي.

ابن حجر (رح) وایې: غیبت عبارت د یو سړی یادول چې هغه یې بد ګڼی، برابره ده که د هغه په دین، دنیا، نفس، پیدایښت او مال کې وي.

امام راغب (رح) وایې: غیبت دیته وایې چې یو انسان د بل عیوب او نواقص بدون د کوم احتیاج بیان کړی.

باعث او اسباب د غیبت:

امام عزالی (رح) اسباب او باعث په لاندی ډول بیان کړیدي:

  1. غیبت کونکې خپله غوصه کموی په کولو د غیبت د بل انسان.
  2. خپل اعتماد زیاتول په غیبت د نوروکې.
  3.  کینه او بعض کول د هغه چا سره چې نور یې صیفت کوي.
  4. ټوقې، مښخری کول او سپکول د نورو.
  5. د خپل ځان پاکوالی د یو بد صیفت نه او د هغی نسبت کول نوروته.

د غیبت، بهتان او توهین تر مینځ فرق:

جرجانی (رح) وایې:

  • غیبت دیته وایې چې د یو انسان نقصانات بیان کړی چې پدغه انسان کې وی.
  • بوهتان دیته وایې چې د یو انسان نقصانات بیانه وی او هغه په هغي کې نوی.
  • توهین دیته وایې چې د یو انسان په مخامخ د هغه نقصانات بیان کړی.

د غیبت حکم:

                يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيراً مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلا تَجَسَّسُوا وَلا يَغْتَبْ بَعْضُكُمْ بَعْضاً أَيُحِبُّ أَحَدُكُمْ أَنْ يَأْكُلَ لَحْمَ أَخِيهِ مَيْتاً فَكَرِهْتُمُوهُ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ رَحِيمٌ: سورة الحجرات)  الله ج وایی ائ د ایمان والاؤ ځان وساتی د ډیرو ګمانونو نه بعضی ګمانونه ګناه ده، جاسوسی مه کوی د یوبل غیبت مه کوی ایه خوښه ګڼی یو د تاسو نه چې وخوری غوښه د مړ ورور پداسی حال کې چې تاسو یې بد ګڼی د الله ج نه وویرږی بی شکه الله ج توبه قبولونکی او رحم کونکې دی.

د ابوبکر رضي الله عنه وایې چې وویله رسول الله صلی الله علیه وسلم ایه زه تاسو  د لویو ګناهونو نه خبر نکړم؟ نو مونږه وویل ولی نه یا د الله رسوله نو ویې ویله شرک د الله ج سره عقوق د والیدینو  یعنی د مور او پلار نافرمانی کول او  د درواغو  وینا کول او په درواغو ګواهی ورکول او دا خبره یې څو ځله تکرار کړه دلته د قول زور نه مراد غیبت کول د یو مسلمان دی او په هغه باندی دروغ ویل دی.

امام ابن حجر العسقلانی وایې غیبت کول لوه ګناه ده او پدی باندی ډیر زیات صریح دلایل موجود دي، بقوله صلّى اللّه عليه وسلّم «كلّ المسلم على المسلم حرام، دمه وماله وعرضه» رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې چې د مسلمان په مسلمان باندی حرامه ده وینه، مال او عزت د هغی. وینه او مال دمسلمان په اتفاق د فقهاؤ د کبیره ګناهونونه دي او هم چونان د مسلمان عزت پایمالول د کبیره ګناهونو نه ده، دلته مقصد د مسلمان غیبت کول،

د جابر بن عبدالله رضی الله عنهما نه روایت دی دا وایې چې مونږه د نبی علیه السلام سره ناست ؤ چې یو بد بوي چې( منتنة ) ورته وايي راجګ شو  نو نبی علیه السلام وویله ایه تاسو پوهیږي چې دا بوی د څه شی دی نو ویې ویله دا بوی د مومنانو د غیبت کونکو دی.

د ابوبکر رضی الله عنه نه روایت دی وایی چې یوه ورځ نبی علیه السلام یوه ورځ په مقبره تیریده او دوه کسان غذابیدل  نو نبی علیه السلام وویله دوی نه عذابیږی په ډیرو غټول کې یو یې د میتازو نه ځان نه ساته او بل یې غیبت کونکې ؤ.

د غیبت اضرار:

  • غیبت کونکې به په ورځ د قیامت د مرداری او ګندګۍ په خوراک عذابیږي.
  • په قبر کې به هم ورته عذاب د الله ج ورسیږي.
  • د غیبت کونکې به رڼا دایمان او اثر د اسلام ختم شئ.
  • غیبت کونکې ته تر هغه بښنه نه کیږي ترڅو چې ورته هغه چاچې غیبت کړیشوی وی بښنه ونکړی.
  • غیبت یو بد، ناوړه او هلاکونکې انتخاب دی.
  • غیبت صدمه او نقصان رسوي او ضرر او نفرت زیږه وي.
  • غیبت یو اجتماعي مرض دی د مسلمانانو تر مینځ د محبت رسۍ ختموي.
  • غیبت دلیل پدی دی چې د بل مسلمان سپکه ویل او خپل ځان پاک ثابتول.

 په کومو مواردو کې غیبت کول جائز دي؟

  • مظلوم قاضی او بادشاه ته د ظالم بد صفات بیانول.
  • دمنکر د ختمولو په نیت د یو چا بد صیفات یا غیبت کول خو نیت به د منکر ختمول وی که داسی نوی نو بیا حرام دی.
  • په وخت د فتوی کې چې قاضی ته ووایې پلار، ورور، میړه او وغیره راباندی ظلم کوي او د خپل حق نه مشروع دیفاع کوی.
  • د مسلمانانو ویرول د شرونو نه او هغوی ته نصیحت کول.
  • د هغه چا غیبت کول چې پخپلو ګناهون اقرار کوی شرابی وی، رهزن وی، غل وی او نور ډیر ګناهونه کوی او بیا پری فخر هم کوی.
  • د یو انسان یادول په یو لقب چې په هغه باندی مشهور وی لکه ګو‌ډ، ړوند او کوګ خو دا به د استهزا او تمسخر په شکل نه وایې.

 علاج د غیبت:

              غیبت کول یو ډیر خطرناک او هلاکونکي مرض دی، هلاکونکې انتخاب دی او داسی یو خوی دی چې ددوستانو ترمینځ جوداوالی راولی، بهتان دی چې د نورو ښه او نیک اخلاق پتوی، داسی یو تخم دی چې د مسلمانانو ترمینځ شرونه زرغونه وی، بی ثباتی او بدلون په توازون د انصاف او عدالت کې راولی او د دروغو او ظلم طرف ته یې وړی، ددی مرض علاج بدون د علم او عمل نه نا ممکن دی هرکله چې غیبت کونکې پدې پوهه شی چې الله ج په وړاندی به ددی پیشی په ورځ د قیامت پداسی حال کې کیږي چې اعمال به يې برباد او دده نیک عمل به هغه چاته ورکول کیږي چې غیبت یې ورلره کړی وي، او دهغه بار به هم دده په اوږو بار وي، او دابه مخامخ کیږي د حملی او جنګ د هغه چا سره چې غیبت یې ورلره کړیوی په دونیا کې او الله ج به یې پدی مسلط کړی په اخرت کې،  کچریته پدی یو انسان پوهه شی چې غیبت دعومره لویه ګناه او بد کار دی، او د ډیرو سزاګانو سره به په ورځ د قیامت مخامخ کیږي نو بیا به هیڅکله د یو مسلمان ورور غیبت ونکړی، او لکه چې مو مخکې ایات کریمه ذکر کړه غیبت کول د یو مړ ورور غوښه خوړل دی نو ددی نور لوی تحذیر کوم کیدایشی او رسول الله صلی الله علیه وسلم وایې چاچې د یو ورور غوښه په دنیا کې وخوړه نو اخرت کې به ورته پیش کړیشی مړ او ورته به وویل شی وخوره لکه چې په دونیا کې دی ژوند خوړلۍ ؤ  مطلب په دنیا کې یې د خپل ورور غیبت کړیؤ ، په بل حدیث کې د ابن عباس رضی الله عنه نه روایت دی وایې چې په ورځ د قربانی یعنی د اختر په ورځ خلکو ته نبی علیه السلام خطبه کې وویله لکه څرنګه چې دا ورځ، دا میاشت او دا ښار د حرمت والا دي نو په تاسو د مسلمان وینه، مال او عزت حرام دي دلته د مسلمان په غیبت کولو د هغه عزت ته زیان او صدمه رسیږي نو رسول الله په ورځ د اختر مسلمانانو ته خطاب کوی او حراموي وینه، مال او عزت د مسلمان، او بیا په ساتلو د عزت او ابرو د مسلمان کې د آبی دردأ رضی الله عنه روایت کوي وایې نبی علیه السلام  وویله چاچې د مسلمان عزت وساته او دیفاع یې ترینه وکړه الله ج به ددی سړی مخ د اور نه وساتی په ورځ د قیامت کې او په دوهم حدیث اسمأ بنت یزید کې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایی چاچې د مسلما ورور د عزت ساتنه د هغه په غیاب کې وکړه نو ددی سړی په الله ج باندی حق ثابت شو چې په ورځ د قیامت به یې د اور نه خلاصه وی، که پورته قرانی ایت او د نبی علیه السلام احادیثو ته وګورو او پدی ځان پوهه کړو چې په غیبت د مسلمان کې څومره عذاب او تحذیر ونه راغلی دی نو هیڅکله به د یو مسلمان ورور غیبت ونکړو او پدی مورد ډیر احایث او اقوال د فقاؤ او ایمامانو هم راغلی دي لکه چې عمر رضی الله عنه قول دی او وایی تاسو دالله ج ډیر یادونه کوي چې پدی کې شفأ ده او ځان د یادولو د انسانانو نه وساتی چې په هغی کې مرض دی، او عمرو بن العاص رضی الله عنه یوه ورخ په یو مرداره باندی تیریده او خپلو ملګرو ته یې وویله چې ددی مرداری خوراک او ګیډه ډکونه به ډیر بهتر وی ددینه چې د یو مسلمان ورور غوښه وخوری یعنی د هغه غیبت وکړی. مجاهد رح د الله ج پدی قول کې وایې: وَيْلٌ لِكُلِّ هُمَزَةٍ لُمَزَةٍ : هغه کس چې د خلکو غوښی خوري هغه ته دی هلاکت وی،  بعضی فقها وایې مونږه سلف وموندل چې په روژه او مونځ کولو کې یې دعومره مخکې والی نه کؤ لکه څومره چې به یې ځان د مسلمانانو او خلکو د بی عزتی نه ساتل، نو ددی نه معلومه شوه چې د  مسلمانانو بې عزتي کول د هغو غیبت کول او د مسلمان ورور هغه صیفات او نواقص بیانول چې هغه پری خفه کیږي دا ګناه کبیره ده او باید ترینه ځان وساتو بعضی ورڼو ته چې وایې چې په نومړی شخص کې دا صفیات شته دی دا سمه خبره ده چې کوم صیفات ته بیانوی وی هغه به پکې وي ځکه خو غیبت شو که نوموړی صیفات پکې نوی نو بیا خو بهتان شو مخکې مو تعرفونه د غیبت، بوهتان او توهین کړیدی،  ددی لوی ګناه نه د خلاصون لاره یواځی او یواځی علم سره د عمل ندی چې الله ج او د هغه د پاک رسول ص په سنتو باندی ځان پوهه کړو او عملی یې کړو چې په خپل ژوند کې به د یو مسلمان ورور د هغه په غیاب کې د هغه نقصانونه او عیوب نه یادؤ او یادول ځو لا پریږده چې اشارتا به یې هم ذکر نکؤ نو الله ج به مو راضی کړیوی او ددی لوی ګناه نه به ژغورل شوی یو.

ومن الله التوفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x