نظــر

لوی افغانستان او ای این پي

د لوی افغانستان جوړیدل د هر ریښتیني افغان ارمان دی. د ډیورنډ کرښه د شیطان انګریز تحمیل شوې کرښه ده، هیڅکله هم کوم افغان دولت په رسمیت نه ده پیژندلې او همیشه یې په مقابل کې عکس العمل ښودلی دی. تر دې پورې چې افغان دولتونو ددې کرښې پر سر د جګړې نیت هم کړیدی. پاکستان چې د کله نه زیږیدلی دی، د هماغه وخت راهیسې یې په افغانستان کې د پاکستان د حکومتونو مستقیمې او غیر مستقیمې لاس وهنې پیل شوي، چې افغانستان یې د لویو ستونزو سره مخ کړی دی.

    د افغانستان هر سیاسي ګوند او ډلې ټپلې د ډیورنډ د کرښې منلو ته په هیڅ وخت کې هم چمتو شوي نه دي او د لوی افغانستان نعرې یې په بیلابیلو وختونو کې کړي دي.

څه موده مخکې چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د ډیورنډ په اړه د امریکا دریځ د یوې رسنۍ سره په مرکه کې څرګند کړ؛ نو سمدستي د دولت او ځینې سیاسي کړیو د مخالفت سره مخ شو او د هغوی دا نظر یې رد کړ او ټولو ویل، چې دا د کرښې د دواړو غاړو د خلکو خوښه ده، چې خپل برخلیک په خپله وټاکي، لکه څرنګه چې نړیوال قوانین هم همداسې حکم کوي.

    د ډیورنډ د کرښې ددې غاړې خلکو هغه که ملتپال دي او که مذهبي بنسټپال ټولو ددې کرښې د منلو سره مخالفت ښودلی دی؛ خو د ډیورنډ د هغې غاړې خلکو کې جلا، جلا نظریات د ډیورنډ د کرښې او د پښتون قوم د یو ځای کیدو په اړه موجود دي. د پیپلز او مسلم نون او قاف ګوندونه خو هسې هم د ډیورنډ کرښه په رسمیت او د افغانستان او پاکستان تر منځ د نړیوالې پولې په توګه پیژنې؛ خو،  د پښتنو د حقوقو دعویدار د لر او بر پښتون د نارو والاو یانې عوامي نشنل ګوند یا ای این پي مشران هم د ډیورنډ په اړه جلا نظریات لري، داسې ښکاري، چې نور نو هغوی د ډیورنډ کرښه په رسمیت پیژندلې او هسې په ښکاره د لر او بر پښتون نارې سورې وهي. یوازې په شعارونو باندې څه نه کیږي، په عمل کې باید دوی یو څه وښي.

    دلته د عوامي نشنل ګوند د مشرانو یو څو نظرونه د ډیورنډ د کرښې او پښتونستان د مسئلې په اړه را اخلم.

ډاکټر خان صاحب یو وخت وویل چې زه او زما نور خلک ټول د پاکستان ملاتړ کوونکي یو او داسې کسان به ډیر کم وي چې د افغانستان سره د یو ځای کیدو غوښتونکي وي او هغه هم د قبایلي علاقو یو څو کسان.( مأخذ، هند، پاکستان که پښتونستان).

    استاد اصف صمیم صیب لیکي:

    په صوبه سرحد کې ملي عوامي ګوند ایالتي انتخابات تازه ګټلي وه، زمونږ د څلورو ملګرو د هیواد د سیاسي لیکوال او شنونکي استاد مزمل په مشرۍ له افراسیاب خټک سره د لر او بر پښتنو سره د کیدونکي سیمه ایز او نړیوال چلند په باب د ځینو اندیښنو د هواري په لړ کې د لیدنې پروګرام جوړ کړي. د کمکي اختر دریمه ورځ مو په باچا خان مرکز کې د لیدو وخت وه، لاړو خټک صاحب راته څار وه، تر روغبړ او اختر مبارکۍ وروسته مو لا د خبرو سر نه وه ایښی، چې ښاغلی اسفندیارولي خان هم راغی، د ناستې اجازه یې وغوښته او کیناست، یو بل مو سره وپیژندل. اسفندیار د پښتنو د روانې غمیزې درملنه د جومات او هوجرې تر منځ د پوهاوي نشتوالی وښود، سره له دې، چې په ښکاره یې دا دریځ د ملتپالنې د ګروهې سره مخالفه خبره وه؛ ځکه د دوی سیکولریزم دین او دنیا یا سیاست یو ځای کیده نه غواړي؛ خو بیا یې هم د هوجرې او جومات د پیوستون پر خبره زور راوړ، په خبرو کې یې څوک راغی، چې بلور صاحب اختر مبارکئ ته راغلی تاسې ویني، اجازه یې وغوښته او ویې ویل: افراسیاب درسره دي، د ده او زما خبره یوه ده او له سره ولاړ.

    زمونږ د پلاوي مشر (استاد مزمل) له افغانانو پښتنو سره د امریکا په مشرۍ د نړیوالې ټولنې د دښمنانه او ګواښنده چلن او زمونږ د افغاني خاورې (خدای مکړه) ویش د اندیښنې د خبرې سر کیښود او ورسره یې په پښتونخوا کې د میشتو افغانانو د ستونزو او برخلیک اندیښنې شریکې کړي. خټک صیب له افغانانو سره د خپلې خواخوږئ او مینې څرګندونه وکړه، ژمنې او ډاډینې یې وکړې؛ خو چې خبره د پښتونخوا (چې مرحوم پښتونستان هم په کې وه) د ویش د پلان شوه؛ نو ویې ویل:

    د هیوادونو جغرافیې او مساحتونه د وخت په تیریدو سره لویږي هم او وړیږي هم، د نړیوالو او سیمه ایزو بدلونو په رڼا کې اوس موږ هغسې یو ځواک نه یو پاتې، چې د لوی هیواد او ګډ هیواد یا پښتونستان په نامه ددې سیمې د ازادئ خبره وکړو… ددې خبرې پر سیاسي عواملو سربیره ډیر نور مدني، معاشي، اقتصادي او ټولنیز لاملونه هم دي، چې موږ باید خپله د هغه لوی هیواد او ازاد پښتونستان له سره لیرې کړو… د خټک صاحب په دغسې څرګندونو که څه هم د پلاوي هر غړي… خپله ناخوښي او دریځ وښودل؛ خو د خبرو او بنډار کوچ او نچوړ مو دا راوویست، چې:

    لالۍ په غټو خلکو ځان حسابوینه.

    د پښتونستان، لویې پښتونخوا او لوی هیواد غوښتنه هغه مهال د کار شعار وه، چې اسفندیارولي خان او خټک صاحب ته لا په امریکایي پوهنتونو کې د لیکچرونو ورکولو بلنه نه وه ورکړ شوې  او هغه مهال چې اسفندیار ولي خان لا له چارسدې او د خپل پښتون ولس له کعبې نه اسلام اباد ته مستقل ته مستقل نه وه کډه شوی.

    موږ پوه شو او په زړه مو غټه تیږه کیښوده او ځانونه مو په دې قانع کړل، چې:

    زړګیه صبر دې په خدای شه……. په هغه ګل چې نازیدې د بل چا شو نه
    پریږده چې خړ سیلاب مې یوسې….. په لامبوزن جانان به ډیره نازیدمه

    مأخذ: پښتونستان مجله، لومړی کال، لومړۍ ګڼه (۲۰۰۹)

 دا باید ټولو ته جوته شي، چې نور باید په دې سرو ټوپیو والاو باندې ونه غولیږو، دوی په ظاهره یو څه او په باطن کې بل څه فکر لري، د دوی د مشرانو او د ټول نشنل ګوند د غړیو نه بغیر مونږ کولای شو، چې دا خاوره خپله کړو؛ ځکه چې خاروه مو خپله ده په خپله به یې ګټو، افغان دولت چې د دوی سره نغدي مرستې کوي، باید چې نور ورسره همکاري بنده کړي. ددې منافقانو نه هیڅ هم نه جوړیږي، دوی چې پرون د شوروي د یرغل پر وخت د روس سره ولاړ وه، د افغان وینه توئیده او د دوی مشران په کابل کې وه. ددې په اړه د شپون صیب د کتاب نه یو څه را اخلم:

    هغه وایې، د حمزه بابا زیارت (لیدو) ته ورغلم،  په دروازه کې دوه درې تنه زلمیان هم لر بر کیدل، هغوی مې د ورتګ پوښتنه وکړه او چې د امریکا غږ نوم مې وریاد کړ؛ نو د ګونګوسې نه پس په سخته لهجه یې راته وویل: چې مونږ امریکایي له د بابا د لیدو اجازه نه ورکوو ( وروسته پوه شوم، چې دا د اجمل خټک ګوندیان وه، چې د افغانانو د مقاومت سره یې خواخوږي نه درلوده، بلکې د کندهاریانو په وینا علیحده یې ورسره تربګني وه) او د همدې اجمل خټک په اړه یې یو بل ځای لیکلي، چې کله اجمل خټک په کابل کې وه؛ نو د پښتونستان نارې یې ډیرې زیاتې وهلې؛ خو کله چې ولاړ او د پاکستان د پارلمان غړی شو؛ نو بیا نه پښتونستان وه او نه لوی افغانستان. (مأخذ: و، نه، و، یو، شپون وه).

 او نن چې بیا د لر او بر افغان وینه توئیږي، په وزیرستان او نورو سیمو باندې ډرون حملې کیږي، دوی هیڅ هم نه وایې، یوه ورځ یې د دوی پر ضد لاریون ونه کړ؛ ځکه چې خپل ژوند او مرګ د هغوی (امریکا) په لاس کې ویني او د هغوی د کړنو ملاتړ کوي.

    نن چې د نشنل ګوند په پښتونخوا کې واکمن دی، د بل هر وخت نه په افغان مهاجرو باندې زیات اور بل دی، وهل، ټکول، بندي کول او هیواد ته په زور باندې شړل، د شپې په کورونو باندې چاپې وهل، په شل کلدارو باندې د یو غریب افغان وژل، دا او نور ټول هغه څه دي، چې ددې په ظاهره د لر او بر افغان د دعویدارو په حکومت کې نن په پیښور کې په افغان مهاجرو باندې کیږي، چې په پخوانیو حکومتونو کې یې هیڅ نښې هم نه لیدل کیږي.

زاهد خلیلي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x