د عربي ایتلاف ویاند: احمد العسیري

سعودي: مونږ یمن کې بریالي یو، ناټو په افغانستان کې ناکامه ده

نن ټکی اسيا (سې شنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۴ ل): د سعودي په مشرۍ د عربي هیوادونو ایتلاف ویاند جنرال احمد العسیري تیره ورځ رسنیو سره په خپل ورځني خبري کانفرانس کې وویل چې دوی په یمن کې هغه څه وکړای شول، کوم چې ناټو په تیرو ۱۴ کلونو کې د لسګونو هیوادونو پر مټ په افغانستان کې ونه کړای شول.

نوموړي دغه خبره هغه مهال وکړه، کله چې یوه ژورنالست د هغه څخه د یمني ښار تعز په اړه پوښتنه وکړه چې ولې یې تر اوسه دغه ښار د حوثي ملېشو او پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح د ځواکونو څخه نه دی ازاد کړی.

هغه ادعا وکړه چې عربي ایتلاف تر ناټو او امریکايي ځواکونو زیات پرمختګونه کړي: «د مثال په ډول امریکايي او ناټويي ځواکونه چې لږ تر لږه ۲۸ هیوادونه ګډون په کې لري، د تیر ۱۴ کلونو په موده کې یې په افغانستان کې دومره پرمختګ نه دی کړی، لکه عربي ایتلاف چې په تیرو اوه میاشتو کې د یمن په هیواد کې وکړ».

احمدالعسیري په وینا دوی د تعز په ښار کې پر مخ روان دي، خو دوی د فټبال ۹۰ دقیقه يي لوبه نه کوي، چې ختمه شي او فتح یا ماتې یې په لنډ وخت کې مالوم شي، بلکې دوی نظامي عملیات کوي، چې زیات وخت ته اړتیا لري، ټول سیاسي، نظامي، منطقوي او ځمکني حالات څارل غواړي او د یو منظم پلان له مخې جګړه پر مخ بېول کیږي.

باید وویل شي چې سعودي په یمن کې وروسته تر هغه پوځي عملیات پيل کړل کله چې په دغه هیواد کې حوثي ملیشو چې د ایران ملاتړ ورسره دی، په پلازمینه صنعاء کې د ولسمشر منصور عبدربه په خلاف پاڅون وکړ او هغه یې بندي کړ، چې وروسته عدن ته ولاړ او له هغه ځایه سعودي ته وتښتېد.

د سعودي په مشري په دغه ایتلاف کې متحده عرب امارات، بحرین، کویټ، قطر، مصر، اردن، مراکش، موریتانیا، سوډان او سنګال شامل دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د