عوامي نېشنل ګوند: ايالتي حکومت افغان پلاوي سره «بې پښتو» چلند کړی

د پاکستان عوامي نېشنل ګوند وياند سناتور زاهد خان د خيبرپښتونخوا پر ايالتي حکومت نيوکې کړې

نن ټکی اسيا (سه شنبه ۱۹ لړم، ۱۳۹۴ ل): د پاکستان عوامي نېشنل ګوند وياند سناتور زاهد خان د خيبرپښتونخوا پر ايالتي حکومت نيوکې کړې، چې د افضل خان لالا فاتحې ته راغلي افغان پلاوي ته يې د خيبرپښتونخوا رسمي مېلمستون نه دی پرانېستی او دا کار يې د پښتني کلتور ضد ګڼلی دی.
سناتور زاهد خان اسوشيټېډ پریس سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د پاکستان پخواني فدرالي وزير او ملتپال سياستوال افضل خان لالا د فاتحې لپاره له افغانستان دولتي چارواکي، وزيران او د پارلمان وکيلان په ډېر درنښت راغلی و، مګر د عمران خان ګوند واکمن ايالتي حکومت د افغان پلاوی هېڅ هر کلی ونه کړ او نه يې رسمي مېلمستون د دوی لپاره پرانيست.
د ښاغلي زاهد خان په وينا د ايالتي حکومت دا کړنه د پښتني کلتور ضد او هېڅکله د بښلو نه ده.
د يادونې وړ ده، چې د پاکستان ملتپال سياستوال او پخوانی وزير افضل خان لالا په سوات کې د پاکستاني طالبانو او ملا فضل الله تر ټولو سخت مخالف سياسي مشر و او څو څو ځله پرې وسله وال بريدونه هم شوي دي.
افضل خان لالا په سوات کې د طالبانو د مخالفت له امله د پاکستاني پوځ د عملياتو او ځای پر ځای کېدو تر ټولو قوی ملاتړی و او درملنه يې هم د راولپينډۍ په پوځي روغتون کې ترسره کېده، چې بالاخره تېره اونۍ په دغه روغتون کې ومړ.