نظــر

پاخه نومونه او خام سرونه

څه موده مخکې مې د یوه ځوان سره لنډ مجلس او لیده کاته وشول چې خورا لوستی او ظاهرا ملتزم انسان ښکارېده، د روغبړ په مهال دریم ملګري راته معرفي کړ، وېل “برادر اسامه نام دارد!”، ما ورته کړه چې “مشرف شدیم!”، خو دا چې سرویس مو فارسي ته په تبدیلی کې شو نو په اتومات ډول مې ذهن کې د یاد ځوان د زږېدنې اټکلي کال او د هغه وخت د موډ روز تقالیدو خطور وکړ، چې وړو خلکو به وړ یا له ځانه ډېر لوی یا احساساتي القاب د تخلص په توګه خوښول، په هغه وخت کې به جهادي اخبارونو په خپله هره ورځ ګڼه کې د نوم د بدلون اعلانونه خامخا له ځانه سره درلودل، همدارنګه مې خپله هاغه خبره هم رایاده  شوه چې د زده کړو په مهال مې خپل یو همصنفي ته کړې وه،

زما همنصنفي د زده کړو په لومړي کال کوژده او په دوهم کال واده وکړ، په دریم کال هم الله ج د زوی څښتن کړ او نوم یې پرې اسامه کېښود، دا چې د آغای اسامه په شان له خپل همصنفي سره نابلده نه وم نو د نوم په اړه مې ورته وویل چې وروره داسې نوم پرې کښېږده چې د تسمیې په وجوهاتو یې فکرا او عقیدتا پایېدلی شې، هسې نه چې یو وخت پرې شرمېژې، ده وېل استغفراالله، ما وېل وروره زما دا خبره دوه اړخه لري، په اوسمهال کې خو دا منو چې اسامه بن لادن یو مجاهد او رښتنی مسلمان دی خو دا چې خاتمې مسطورې دي نو تاسو خو استغفرالله وویل چې لغزش به نه کوی خو که خدای مکړه اسامه لغزش وکړ او بدل شو، نو بیا؟

ډېر بحث مو سره وکړ، خو دا چې اوس له یادې کیسې څخه څه کم شل کاله تېریژي نو د اسامه رحمه الله د خیر خاتمه او مطلوبه کام او هدف ته رسېدل ټول عالم ته اظهر من الشمس ښکاره او ثابت دي، خو هغه څه چې یوازې ماته ښکاره دي د یاد ملګري فکري او عقیدتي لغزش دی چې له یرغلګرو سره له ماموریت څخه نیولي تر کمپاین او قرادادي اړیکو پورې د رزق یوازینی وسیله ګڼي او له همدې لارې حلال؟ رزق ګټي!

اصل مطلب ته راګرځم، آغای اسامه ته مې کړل چې “ماشاالله فقط نام شما کفایت میکنه که آىم به تمام معنی خوب و از جمله رجال باشید”، هغه راڅخه ډېره مننه وکړه خو دا چې سیاسي اندلوری یې له زده کړو او دیني پوهې سره سره د جګړه مارې او جنایتکارې ټلوالې سره غاړه غړی وو نو یو څه خجالت زده او د ایرانیانو په اصطلاح چې یوه ځانمرګي پخواني والي صیب هم تازه کارولې ده قرمز! شو، په دې حال مې بیا هم پورته کیسه ټوله ورته تېره کړه..

پرون مې د ټول افغان په پاڼه کې د میدان وردګو د پخواني لاسپوڅي والي ښاغلي محمد حلیم فدایي (ځانمرګي) یوه لیکنه تر سترګو شوه، دا به تاسو لوستونکو تجربه کړي وي که یا چې د نامطبوع او رټلو اشخاصو د لیکنې لوستل په سړي څومره درانه پرېوزي، هیڅوک یې نه لولي، ځکه چې نن سبا د پوهې کمی نشته خو خواره خواري د مخلصو رجالو ده، خو دا چې زه شخصا دا ځانمرګی او د دوی والد صیب مشر ځانمرګی صیب له پخوا او نږدې څخه پېژنم او د دوی یانې Suicide & Sons د شخصي احوالو خورا ډېرو او موثقو سوانحو شاهد یم، نو له اکراه سره مل مې د ځانمرګي صیب په لیکنه خپل وخت خراب کړ.

.د ځانمرګي صیب د لیکنې پر محتوی به بیله او تفصیلي لیکنه کوم خو هغه څه چې غواړم دلته یې یادونه وکړم د والي صیب تخلص دی، چې پخوانی په زړه پورې موډ وو خو په اوسني وخت کې په تېره بیا د صلیبیانو په تله کې سخت بې موډه لقب او تخلص دی، او دا چې د دیموکراسی او اشغال په تیره څه باندې یوه لسیزه کې به په دوی څومره بار او دروند پرېوتی وي نو یو خدای ج ته به مالومه وي.

زه نه پوهېژم چې فدایي صیب به په اوس وخت کې خپل دې تخلص ته څه ډول پرتوګ کوي په داسې حال کې چې دوی او دوی ته ورته اجرتي لیکوالانو او ډالري ویندویانو یاد نوم د خودکش او ځانمرګي په نوم دومره خور کړی او تبلیغ کړی دی چې غلطه معنی یې په حقیقت کې یوازې د سیاف او کشاف په ګډون د دوی په حق کې صدق کولای شي، ځکه چې دا دوی دي چې پخپل لاس یې د څو ډالرو لپاره ځانونه په دنیوي او اخروي لحاظ د هلاکت کندې ته غورځولي دي.

دون همته په قاموس د ټولو ژبو
ولسواک او منحرف اخوان ته وایي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x