اوباما: امريکا د اسراييلو دفاع خپله دنده بولي

نن ټکی اسيا (سه شنبه ۱۹ لړم، ۱۳۹۴ ل):  د امريکا ولسمشر بارک اوباما فلسطين کې پر اسراييلي يرغلګرو د فلسطيني ولسي خلکو بريدونه په سختو ټکو غندلي. اوبا د اسراييلو دفاع د امريکا تر ټولو غوره دنده ګڼلې ده.

اوباما دا څرګندونې واشنګټن کې د اسراييلو صدر اعظم سره د ليدو پر مهال وکړې.

اوباما او بينيامين نيتنياهو پوره ديارلس مياشتې وروسته واشنګټن کې يو ځل بيا په داسې وخت  کې سره وليدل، چې له تېرو څو اونيو راهيسې فلسطيني ولسي خلکو پر اسراييلي عسکرو او ناقانونه استوګنو د برچو بريدونه پيل کړي او تر اوسه يې ګڼو اسراييليانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

سربېره پر دې، چې امريکايي چارواکو اسراييلو ته ډاډ هم ورکړی و، مګر اسراييلي چارواکي ايران سره د اتومي تړون له امله خوابدي و.

په تېر جولايي کې، د ياد تړون له لاسليکېدو وروسته اسراييلو وويل، چې د امريکا دا ګام يوه ستره تېروتنه ده او ايران کولای شي، چې له دې لارې اتومي وسلې جوړې کړي.

واشنګټن ته د نتنياهو د اوسني سفر پر مهال امريکا اسراييلو سره د دېرش ميليارده ډالرو دفاعي تړون لاسليک کړ.

امريکايي ولسمشر اسراييلي صدر اعظم سره په ګډ خبري کنفراس کې وويل، چې دی د خپلې واکمنۍ تر پايه دا ډاډ نه شي څرګندولی، چې د اسراييلو او فلسطينيانو تر منځ دې روغه وشي، مګر دوی او اسراييل بايد د سولې لپاره خپلې هلې ځلې جاري وساتي.

د امريکا او اسراييلو تر منځ بې باوري او ستونزې وخت تر بله زياتيږي او سپينه ماڼۍ د نتنياهو له کړنو او سرزوريو خاموشه ګيلې کوي.

تېر کال نيتنياهو د اوباما له خوښې پرته کانګريس ته وينا وکړه او اوباما بار بار ټينګار کړی و، چې نتنياهو بايد کانګريس ته وينا ونه کړي.

د اسراييلي حکومت نوي وياند رين براتس څو ورځې وړاندې پر اوباما تور لګولی و، چې نوموړی د يهودانو مخالف دی او د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کيري دماغ د دولس کلن ماشوم دي.

امريکايي چارواکو په دې اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې، مګر اسراييلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

اسراييلي چارواکي وايي، چې دوی سيمه کې د سولې او امنيت غوښتونکي دي، په دې شرط، چې اسراييلي يهودي نظام په کې قوي او مستحکم وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

انګریزان او د هغو اولاده ( امریکا ) هغه چه وایی هغه نه کوی او هغه چه کوی هغه نه وایی ، مګر اوباما د اول ځل د پاره هغه خبره کړی چه کوی یی ، [چه د اسراییو د خوندی ساتل زمونږ دنده ده ] دا په دی نه چه دوی د اسراییلو سره مرسته کوی ، دوی د اسراییلو مستخدمین دی ، د امریکا او لویدیز څه چه د نړی هر مشر چه لیری کیږی یا مقرریږی د اسراییلو له خوا باید هغه د تایید یا تردید وړ وی ، په ځانګړی ډول امریکا چه د اسراییلو نظامی… نور لوستل »