
غزل – جانان خدرخېل
جانان خدرخېل
ځوانيمرګ د خپل ارمان د لاسه مړ دی
شهید زړه مې د جانان د لاسه مـړ دی
د رقیب په لمسون یار ، ریبار غدار شو
ټول ژوندون مې د شیطان د لاسه مړ دی
چا له خپلې بې دینۍ دی سر خوړلی
څوک د خپل قوي ایمان د لاسه مړ دی
چې دهقان د زړه په وینو و لوی کړی
هغه ››فصـل‹‹ د باران د لاسه مړ دی
پسرلی دلته هیچا په واک پرېنښود
ګل ګل وخت تل د خزان د لاسه مړ دی
له کافره څه ګیله ده!؟ چې دې چم کې
مسلمان د ‹‹مسلمان›› د لاسه مړ دی!
اوس به زه او یار یو ځای و “خدرخېله”
خو بس بخت مې د هجران د لاسه مړ دی
جانان خدرخېل
۱۳۹۲/۵/۲۸