
غزل: عبدالديان تکل
شاعر: عبدالديان تکل
تکامل ته يې نيمګړي په خدای سپارم
ارمانونه ستړي ستړي په خدای سپارم
اوس په شونډو د خنداؤ وراوې نشته
بس د خپلو اوښکو مړې په خدای سپارم
خدايزده څوک درکې کبان نيسې هلمنده
نن څپې دې ګرانه خړې په خدای سپارم
ګنې ورک يوسف مې راولې تر مصره
زه ددې قافلې پړې په خدای سپارم
کومې سترګې چې “تکل ” نه مروري
مرکي ته يې وګړې په خدای سپارم