ادبي لیکني

زه مړ یم ! – پنځمه برخه

دادمحمد ناوک

په تېر پسې

شاوخوا مې حیران کتل، هغه غرونه، هغه هدېره، هغه ځمکه، هغه اسمان … و، خو زما کالبوت پکې نه و، کالبوت مې په سپینو ټوټو کې نغښتی تر خاورو لاندې و، خپل کالبوت ته مې وکتل، چې شاوخوا مې وکتل، د خدای مخلوق مې ولید، دوی تر ما وړاندې دلته راغلی و، دوی له ژوندیو ګوښه و، خو هر څوک پخپل ځان اخته و، د چا له خوشالۍ خوله نه ټولېده، چا د درد د بیان توان نه درلود، ژوندیو ته مې وکتل، دوی په کوڅو کې کاږه واږه روان و، دوی په دېوالو نه شوی ننوتلی خو ما تر دېوالو ها خولیدلی شوای.

لمر تر غرو ښکته شو، په کلي تیاره شوه، وراره مې له لرې ښکاره شو، له څو نورو ماشومانو سره هدېرې ته را روان دی، يو زوړ ووړ ټیم يې را په اوږه کړی، په لاره کیسه کوي:

ـ موږ ته يې له کابله، قلمان او کتابچې هم راوړې، هر مازیګر به يې لس لس روپۍ راکولې.

واړه وراره مې يې مخې ته ځان ور واچاوه، څلور پنځو ماشومانو ته شروع شو:

ـ شکر له ما سره خو يې لا کتابچه شته، هغه شنه کتابچه، هغه به تل راسره ساتم.

زړه مې و، چې ور منډه کړم، په غېږ کې يې کلک ونیسم، خو له قبره نه شوای ښورېدی. دوی راورسېدل، د ورېرو سترګې مې لمدې شوې، لږ وسونګېدل، له ټیمه يې پچې د قبر اړخ ته توی کړې، یوه ترخه يې ترې لاندې کړه، اور يې ورکړ، نور ماشومان اور ته خوشاله شول، وراره مې پرې غوسه شو:

ـ کلیمې ووايئ، وبال لري هدېره ده!

زه بوڅ ورته ناست یم، تر اور ووتم، د وراره په مخ مې لاس تېر کړ، غږ يې نه کاوه، په ما خبر نه و، لکه زه چې لاس په هوا کې وهم، ده شاوخوا وکتل:

ـ راځئ زیاتې ماښام کېږي، اور اوس تازه شو، نه مړ کېږي.

زوړ ټیم يې بېرته ور واخیست، له قبره په خړ ماښام کې لوګي پورته کېدل، اور ټیټې لبمې وهلې، ما ورته کتل، وراره مې بل ته خبره وکړه:

ـ اور ښه وي، کنه بیا د شپې شغالان راځي، مړی راباسي، د پچو بوی چې پې ولګېږي بیا غږ نه ورته کړي.

د ژوندیو نړۍ خاموشه شوه، خپل کورته مې ور وکتل، لکه دېوالونه چې هم ژاړي، ټول خپه ښکارېدل، د ګاونډيو مېرمنې لا هم په کور کې ګرځېدې، چا لوښي مینځل، چا د ماښام ډوډۍ زموږ د کورنۍ غړو ته برابروله، مېرمن مې په چوتره کې له عمر سره ناسته وه، سونګېدله، ادې يې خولې ته بوڅه کېنسته:

ـ وه ورور وخورې اوس په ژړا را ژوندی کېږي، ولې موږ هم دوکجن کوي ځان هم!؟

هغې غږ نه ورته کاوه، د عمر لږ پام غلط شوی و، مڼه يې په لاس کې و، کله کله به يې مور ته په وړه ژبه وویل:

ـ دادا! کابل ته ولال!؟

نور شته…

مخکنۍ برخي:

http://bit.ly/zamaryem

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x