afghan boyes eating

مورې ورور څه وخت مړ كېږي!!!

موده كېږي چي يوه ترخه كيسه مي لوستې، په اصل كي دا ده مېړه، ښځي او درو ماشومانو په ګډون د يوې كورنۍ كيسه وه چي هسي، داسي ژوند يې تېراوه، په كور كي چي څه و هغه يې د كورنۍ د مشر په درملنه لګولې وې، خو هغه اوس هم په چارپائي پسي نښتى و، اخېر يې په همداسي حالت كي يوه ورځ خپل بچيان يتيمان كړل او لاړ .

د رواج په مطابق تر درو ورځو پوري ګاونډيانو ډوډۍ ورته راوړه، څلورمه ورځ هم غم څپلې كورنۍ د ډوډۍ په انتظار وه، خو خلك په خپلو خپلو كارونو اخته و، هيچا هم د دې كور خوا ته توجه ونه كړه .

ماشومان څو ځله له كوره دباندي راوواتو، د مخامخ سپين كور د دود كښ څخه راوتونكي دود ته يې كتل، دوى فكر كاوه چي د دوى لپاره خواړه پخېږي .

چي كله به يې هم د قدمونو غږ واورېد داسي به ورته ښكارېده لكه چا چي د خوړو ډكه كاسه ورته را اخستې وې، خو هيچا به هم د دوى دروازه ور ونه ټكوله، مور بيا هم مور وي، په كور كي يې څه د وچي ډوډۍ ټوټې پيدا كړې، په همدې ټكړو يې ماشومان ارام كړل ،بله ورځ بيا لوږه مخامخ ورته ولاړه وه .

په كور كي داسي څه  نه و چي خرڅ كړي يې واى، له ډېري پلټني وروسته دوه درې څيزونه راووتل چي په كباړي يې خرڅ كړل، د دوو څلورو وختو ډوډۍ شوه، كله چي دا شيان خلاص شول بيا آفت نازل شو، د لوږي نه د ماشومانو ډكه څېره مور نه سواى ليداى .

اومه ورځ كونډي ځان په خپل لوى ټكري كي پټ كړ د كلي دكان ته ودرېده، دكاندار چي له نورو اخستونكو فارغ سو دې ته متوجه سو، كونډي په پور د څه غوښتنه وكړه، دوكاندار نه يوازي دا چي انكار يې ورته وكړ بلكي دوې درې خبري يې هم ورته وكړې، بيرته همداسي خالي لاس كور ته ستنه شوه، له يوې خوا د پلار د جدايي صدمه له بلي خوا پرله پسې لوږه .

اته كلن زوى يې همت له لاسه وركړ هغه په ناروغۍ اخته سو په چارپائي باندي پرېوت، دارو درمل چېرته دي، د خوراك لپاره يوه لقمه نه وه، د كور په څلورو كونجانو كي په يوه كونج كي په ژړا پراته و، كونډي  د تبي په اور كي د سوځېدونكي زوى په سر باندي د اوبو ټوكر ښود، پنځه كلني معصومي خور يې په خپلو ماشومانه لاسونو د ورور پښې كېښكې، يو دم ولاړه شوه مور ته ورغله غوږ ته يې خوله ورنزدې كړه:

“مورې! ورور څه وخت مړ كېږي؟”

د مور په زړه لكه د خنجر وار چي وسو، په تړپ يې په سينه پوري ټينګه كړه وې ويل :

“زما لورې، دا ته څه وايې ؟”

نجلۍ په معصوميت وويل :

” هو مورې! ورور چي مړ شي نو ډوډۍ به راسي، نا”!

كه موږ په خپلو ګاونډيانو باندي نظر وځلغوو نو يوه څه چي ډېري به داس كيسې به په نظر راشي، په ډېري بښني سره وايم چي زموږ ټولنه مرده پرسته شوې ده، په ژوند كي مو څوك پوښتنه نه كوي خو د مرګ نه وروسته مو په سونډانو لاسي غوړي رامښي چي خلك پوه شي چي ښاغلي د لاسي غوړو په خوړو خوړو مړ شوى دى .

 منټو ليكلي دي چي په يوه كلي كي يو وږى شخص اوسېده، د خلكو نه يې د خوړو لپاره څه وغوښتل خو چا څه ورنه كړل، بېچاره د شپې د يوه دكان مخ كي په پياده رو باندي ژوند له لاسه وركړ، سهار چي خلك راغلو ګورئ چي سړى مړ شوى دى، اوس د اهل ايمان ايماني جذبه بيداره شوه، په بازار كي چنده وسوه د مرحوم د ايصال ثواب لپاره ديګونه بار شول، دې منظر ته په كتو يوه صاحب وويل : اې ظالمانو! ديګونه باندي كوئ، كه مو په ژوند كي څو لقمې وركړې واى نو ده به خپل ځان په سرويلو سرويلونه مړ كاوه .

څو ورځي وړاندي يوه تاجر په يوه زيارت باندي د لسو لكو په ارزښت يو پوښ خپور كړ، په داسي حال كي چي د زيارت په مخامخ كلي كي په درځنو داسي ماشومان ګرځېدو چي كميص به يې و پرتوګ به يې نه و، كه به يې پرتوګ و كميص به يې نه و

حضرت مجدد الف ثاني به فرمايل تاسي چي په قبر باندي څادر غوړوئ تر دې ژوندي خلك ډېر حق لري .

كوم كس په حكومت د پاته روپو لپاره له مېرمني او ماشومانو سره په ګډه مظاهرې كولې، حكومت به هسي او داسي بهانې ورته كولې، اخر سړى له ژونده تنګ سو ځان يې وسوځاوه، په بله ورځ حكومت ټولي روپۍ وركړې .

همداسي د كوم بل ښاغلي په كور باندي قبضه وشوه، ډېر منډي ترړي يې وكړې خو د خبري د اورېدو يې څوك نه و، په همدې حال كي د دفتر په ځينو ختى چي د زړه دوره ورباندي راغله او مړ شو، پوليسو مېړانه ښكاره كړه په دويمه ورځ يې د كور قبضه خلاصه كړه .

څه ګټه! ايا اوس به دې كور ته د هغه ښځه راشي او په كي اوسي به ؟

آيا زموږ ايماني جذبه يوازي د مړو لپاره ده؟

په خپل شاوخوا كي د ژوندو خيال وساتئ .

————-

محمد اشفاق
ژباړه :: محيب رحمتي

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د