طالبانو اته هزاره‌ګان د تښتوونکو له منګولو ازاد کړل

نن ټکی اسيا (سه شنبه ۱۹ لړم، ۱۳۹۴ ل): وسله‌والو طالبانو د هغو ۳۱ هزاره‌ګانو له جملې چې تېر کال د کب/حوت د میاشتې په ۵مه ناڅرګندو وسله‌والو تښتولي وو، د تښتوونکو له منګولو ازاد کړي دي.

د غزني ولایت د جاغوري ولسوال ظفر شریف د اتو تښتول شوو هزاره‌ګانو خوشې کېدلو پخلی کړی او ویلي یې دي چې دغه کسان په زابل کې د داعش په نوم ډلې سره بندیان وو.

ویل کیږي چې دغه هزاره‌ګان په زابل کې د داعش پلوه ازبکانو لخوا تښتول شوي وو چې له منځه یې ۱۹ پخوا خوشې شوي وو او ۷ کسان يې څو ورځې وړاندې وژلي وو. طالبانو ددغو ۷ کسانو ۸ قاتلین تر هغه وروسته پرون اعدام کړل چې تر یوې سختې جګړې وروسته یې ونیول.Hazara freed 1

د جاغوري د ولسوال له قوله د طالبانو او داعش تر منځ جګړه کې دغه کسان طالبانو ونیول او بیا دوی د جاغوري ولسوالۍ سپین ږیرو او مخورو ته وسپارل.

په عین حال کې د ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال ظفر هاشمي د ۸ هزاره‌ګانو تر خوشې کېدو وروسته په یوې خبري ناسته کې ادعا وکړله چې دوی ملي امنیت ځواکونو د اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې خوشې شوي دي.

نوموړي زیاته کړله چې د تېرو څو میاشتو راهیسې د دغو یرغمل شوو کسانو د خلاصون لپاره یې هڅې کولې او په دې لړ کې ځانګړو ځواکونو څو ځل عملیات هم کړي دي.

د هاشمي له قوله د هزاره‌ګانو د خلاصون لپاره دوی بېلابېلې طرحې پر کار واچولې چې یوه یې هم د سیمه‌ییزو مشرانو منځګړتوب و. هغه وویل «دا طرحه ځکه ناکامه شوه چې یرغمل شوي کسان د بهرنیو تروریستانو سره وو».

د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي هم د ۸ هزاره‌ګانو خوشې کېدو تایید کړی دی او ویلي یې دي چې یاد کسانو کې یو ماشوم، یوه ښځه او پنځه نارینه شامل دي چې د بامیان او سرپل د ولایتونو اوسیدونکي دي.

د والي مرستیال هم منلې چې تښتول شوي کسان طالبانو ازاد کړي دي.

طالبانو لا تر دې دمه په دې اړه رسما څه نه دي ویلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د