ادبي لیکني

مونږ ليونيان يو !

 اسدالله غيرت

بيګانی سړی رک روغ وي , چې ګورې سحر يې د کلي له لوډسپيکره د مړينې غږ پورته شي.
په سلګونو خلک يې جنازې ته راغلي وي , په لسګونو خلک ورته د قبر په کيندلو لګيا وي , تر دې چې په خپلو لاسونو مړی په قبر کې کيږدوي او د خاورو دلۍ ورباندې جوړه کړي.
زه مې په خپله او د کليوالو په نيمګړې مسلمانۍ شکي يم , ځکه هر څو ورځې وروسته زه او کليوال مې ضرور د يوه مړي په جنازه او دفن کولو کې ګډون کوو.
پدې هم پوهيږو چې يوه ورځ به همداسې مونږ هم مرو , په يوه وړه او تياره کوټه کې به نوی ژوند پيلوو او همدارنګه ددې نيمګړي ژوند ښه او بده ثمره به وينو .

ددې پورته ټولو حقيقتونو په شتون کې خپلو او د کليوالو کړنو ته هک خيران پاتې يم.
نپوهيږم !
چې په دې ټول باوري يو  چې يوه ورځ به هرومرو مړکيږو , نو بيا ولې داسې عملونه کوو ?
ولې نورو مسلمانانو ته زيان رسوو ?
ولې د خدای ج د ښکلې پيعمبر ص لار بدلوو ?

افسوس !!!
زه وايم چې زه او کليوال مې ټول ليونيان يو
مونږ عقل نلرو
مونږ پوهه نلرو
مونږ د نړۍ پر مخ تر ټولو کم عقل خلک يو

کنه نو ولې هفه څه ترسره کوو چې زمونږ ابدي ژوند ته حطر پيښوي  .
ولې د خپل ګران پيعمبر ص لار بدلوو ?
ولې نورو مسلمانانو ته زيان رسوو ?
په رښتيا چې مونږ د داسې کړنو په کولو سره د نړۍ تر ټولو کم عقل خلک يو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x