افغانستان

طالبانو فلسطیني ولس ته مبارکي وویله

طالبان فلسطین

تیره اونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غړیو هیوادو د رایو په قاطع اکثریت سره د فلسطین هیواد په دې سازمان کې د څارونکي غړي په توګه ومانه. د هغې اعلامیې له مخې چې د ذبیح الله مجاهد له خوا نن ټکی آسیا ته رارسیدلې طالبانو دا کار د ټولې اسلامي نړۍ لپاره یوه لویه لاسته وړنه بللې او فلسطیني ولس ته ئې مبارکي ویلې. په اعلامیه کې راغلي:

دافغانستان اسلامي امارت دا کار د اسلامي امت او په ځانګړي ډول دفلسطیني مظلوم ولس لپاره یو لوی زیری ، تاریخي لاسته راوړنه او دمظلوم فلسطين دخپلواکۍ په لوري یو مهم ګام بولي، اسلامی امارت دافغان مجاهد ولس په استازیتوب دفلسطین مجاهد او مظلوم ولس ته ددې لويې لاسته راوړنې له کبله دزړه له کومي مبارکي وايي“.

طالبانو په نړیوالو غږ کړی چې د د مظلوم فلسطیني ولس د حقوقو د اعادې په لار کې خپل مسئولیت لا پسې درک کړي او د یو خپلواک فلسطین لپاره خپلې هڅې پراخه او ګړنډۍ کړي.

په اعلامیه کې د نړۍ له هیوادو څخه غوښتنه شوې چې د نړۍ په هر ګوټ کې د مظلومو ولسونو د ازادۍ لپاره، او په ځانګړي ډول له اسلامي امارت سره د افغان ولس د استازي په توګه هر اړخیزې مرستې وکړي.

باید ووایو چې د یو بشري مسئولیت په توګه لازمي ده چې نړیوال دنړۍ په هر ګوټ کې دمظلومانو مرستې ته را ودانګي، په ځانګړي ډول له اسلامي امارت سره هم چې دافغان ولس ريښتونی استازیتوب کوي د افغان مېړنی ولس د ناروا اشغال له ظالمانه منګولو نه په خلاصولوکې هر اړخیزي مرستي وکړي اوپه دې توګه ټوله سیمه د امن کور وګرځوي“.

د فلسطین هیواد د ۹ مخالفو رایو په مقابل کې د ۱۳۸ موافقو رایو په ګټلو سره په ملګرو ملتونو کې د څارونکي عضو په توګه ومنل شو.

د دې غړیتوب پر مټ اوس په ملګرو ملتونو کې د فلسطین هیواد استازی کولای شي په ویناوو، بحثونو، او د ځینې اجراءاتو لپاره په رایو ورکولو کې برخه واخلي، خو د ملګرو ملتونو په اساسي پریکړو کې رایه نه شي ورکولای. دغه راز د فلسطین هیواد کولای شي اوس د مستقل غړیتوب د ترلاسه کولو لپاره هم ملګرو ملتونو ته وړاندیز وکړي.

د طالبانو په شمول د نړۍ اکثرو اسلامي هیوادو، ټولنو، او شخصیتونو په دې کار خوښي وښووله او دا ئې د فلسطیني ولس لپاره یوه لویه لاسته راوړنه وبلله.

امریکا د هغو ۹ هیوادو په سر کې وه چې په ملګرو ملتونو کې ئې د فلسطین له غړیتوب سره مخالفت کاوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x