افغانستانخبرونهنړۍ

چین طالبان د افغانستان یو عمده سیاسي ځواک بولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۴ل): د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړي استازي سیمې ته د خپل لومړني سفر پر مهال طالبان د افغانستان عمده سیاسي ځواک ګڼلي دي. ډین شي جو پرون په اسلام اباد کې ویلي و چې باور لري، افغانستان کې سوله نه یوازې د افغانستان، بلکې د چین په ګټه هم ده.
د چین استازی له اسلام اباد وروسته کابل ته راغلی. ډین شي جو وايي، امریکا هم د افغان سولې په خبرو کې همنظرې ده؛ خو ښاغلي جو داسې کوم سند وړاندې نه شوای کړای چې ښکاره کړي ګواکې امریکا «همنظرې» ده.
دغه چینايي ډیپلومات ویلي چې یو ځل بیا به د یوې میاشتې په اوږدو کې کابل او اسلام اباد ته سفرونه وکړي.
ډین شي جو وايي: «موږ فکر کوو طالبان په سیاسي ډګر کې د افغانستان یو عمده ځواک دی، موږ د منځګړیتوب پر ځای غواړو د خبرو لپاره زمینه برابره کړو». ښاغلی جو زیاتوي: «د افغانستان د سولې بهیر نه یوازې له افغانستان سره مرسته کوي، بلکې چین ته هم ګټور تمامېږي».
د سیمې لپاره د چین ځانګړی استازی وايي، که ټولې غاړې هوکړه وکړي، د خبرو بهیر به په چین کې پیل شي.
تېر کال د طالبانو د سیاسي دفتر ځینو غړو چین ته سفر کړی و. د طالبانو استازیو له چینايي ډیپلوماتانو سره لیده کاته کړي وو؛ خو د خبرو جزیات یې رسنیو ته نه و په ډاګه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالقدیر مهمند

السلام علیکم و رحمة الله و برکاته برای چینی ها بگویم که طالبان یا امارت اسلامی افغانستان حکومت برحق ملت مظلوم افغانستان می باشد و اداره دست نشانده (ع ، غ) یاغی غلام بچه های صلیبی می باشد . اگر حکومت چین راستی دوست ملت افغانستان می باشد سفارت چین را به امارت اسلامی تسلیم نمائید. The US war in Afghanistan is illegal. The United States’ invasion and occupation of Afghanistan violates the UN Charter and international law. First, the United Nations’ Charter is a treaty which was ratified by the United States. As a ratified treaty it became part… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx