د نن سرلیکنه

په زابل کې د ولسي وګړو د وژلو تر شا مرموز اهداف

نن ټکی اسيا – سرلیکنه (سه شنبه ۱۹ لړم، ۱۳۹۴ ل): د تیرې یکشنبې په ورځ د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې وسله والو یرغمل کوونکو ۷ تنه ولسي یرغمل شوي وګړي چې د هغوی په منځ کې ښځې او ماشومان هم موجود ول په ډیره وحشیانه توګه ووژل.

د سږ کال له پیله د ګډ حکومت د نورو ناکامیایو ترڅنګ په هیواد کې د ولسي وګړو د یرغمل کیدو او په ځینو سیمو کې د هغوی د وژلو فتنه جوړوونکې لړۍ هم پیل شوه .

دا لړۍ د تیرکال د کب د میاشتې په ۴ نیټه د غزني او زابل ولایتونو تر منځ د پښ په کنده کې د ۳۱ تنو مسافرینو په یرغملو کولو سره پیل شوه چې وروسته یې په تدریجې ډول د هیواد نورو سیمو ته هم سرایت وکړ خو ډیر موارد يې بیا هم د غزني په ولایت کې ول چې ځیني یې د یرغمل شویو په وژل کیدو پای ته ورسیدل.

د یرغمل کیدو دا سلسله د اهل تشیع وګړو پرخلاف شروع شوه ، او اصلي هدف تري په افغانستان کې هم د عراق او سوریې په څیر د مذهبي او طائفي فتنو او شخړو رامنځته کول و.

په زابل کې اوسني وژل شوي کسان هم ټول په اهل تشیع اقلیت پوري تړاو لري کوم چې له تیرو ۸ میاشتو راهیسي د یرغمل کوونکو په اسارت کې ساتل کیدل.

ګد حکومت د یرغمل کیدو د لومړۍ پیښې له پیله بیا د یرغمل شویو کسانو تر وژل کیدو پوري د سیل بین په توګه پاتې شوی او د یرغمل شویو د ژوند ژغورلو په اړه يي قصدي بي تفاوتي اختیار کړې.

په یاده موضوع کې د حکومت د بي تفاوتي لامل له هغو جهتونو (امریکایانو) سره د حکومتي چارواکو همغږي ده چې غواړي افغانستان هم د منځني ختیځ د هیوادونو په څیر د شیعه او سني مذهبي شخړو میدان وګرځوي او له دې لارې په افغانستان کې د اشغال دوام ته زمینه سازي وکړي.

که د حکومت بي تفاوتي او یا له امریکایانو سره د هغوی همغږي نه وي څرنګه د ۳۵۰۰۰۰ وسله وال پوځ له موجودیت او د امریکا ـ ناټو له بشپړ حمایت سره سره دولتي مقامات له څو تنو یرغمل کوونکو څخه د ۳۱ تنه یرغمل شویو وګړو په خلاصون او ژغورنې کې پاتې راځي؟

که څه هم چې امریکایان او تر مختلفو نومونو لاندې د هغوي اجرتي ملیشې هڅه کوي چې د یرغمل کولو د فتنه جوړوونکې سلسلې له لارې په افغانستان کې د ورڼو ملیتونو ترمنځ تفرق او اختلاف ایجاد کړي ، خو افغانان بیا هم د خپل دیني او ملي یووالي په ساتلو سره د دښمن دې دسیسې ته متوجه او د الله په نصرت به هغه شنډوي، ان شاء الله.

خو ګډ حکومت چې د امریکانو په حمایت منځته راغلی خپل مکلفیت یواځې دا ګڼي چې د بهرنیانو د مصالحو لپاره کار وکړي او له تخریب کوونکو جهتونو سره د افغان ولس ملي وحدت زیانمن کړي.

په زابل کې د ۷ تنو ولسي وګړو مظلومانه شهادت د امریکا د تخریبي فتنې یو ژوندی تصویر دی ، خو که خدای کول افغانان به بیا هم د دښمن دغه ټول سازشونه د خپل یوالي په مټ داسې ناکاموي لکه په افغانستان باندې چې د هغوی وحشیانه یرغل ناکام کړ. ان شاء الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x