افغانستان

طالبانو د پيراغا او زابل «والي» د وژل کیدو خبرونه رد کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۴ل): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هغه خبرونه رد کړل چې په دې وروستیو کې نشر شوي او ویل شوي چې په زابل ولایت کې د داعش په خلاف جنګېدونکي ددوی دوه قوماندانان پیراغا او مولوي مطیع الله په وروستیو جګړو کې وژل شوي دي.

طالبانو ته نیژدې سرچیني وايي، پيراغا طالبانو د نوي کمانډويي ځواک مشر قوماندان دی، چې په دې وروستیو کې په ننګرهار کې هم دداعش په خلاف پراخ عملیات وکړل، او ډیري سیمي یې د هغوی له خطره پاکه کړې.

مولوي مطیع الله په اړه ویل کیږي چې نوموړی د زابل ولایت لپاره د طالبانو له خوا نومول شوی والي دی، چې په زابل کې زیات شمېر طالب جنګیالي لري.

ددې تر مخه ځینو رسنیو داسی خبرونه ورکړي وه چې مولوي مطیع الله او پير اغا د دداعش له خوا په یوه پلان شوي سرتیري برید کې وژل شوی. خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي دغه خبر پر خپل ویب پاڼه په رسمي ډول رد کړ.

د طالبانو نورو سرچینو هم نن ټکی آسیا ته وویل چې پيراغا او مولوي مطیع الله دواړه په خپل په هغه کارونو بوخت دی چې دطالبانو د مشرانو له لوري ورته سپارل شوي او نن مازیګر یې هم دنورو ولایتونو د طالبانو سره د هغوی د اطمینان لپاره پر مخابرو خبري کړي.

طالبانو وروسته تر هغه په زابل ولایت کې د داعش په خلاف جګړه پيل کړه، کله چې په دغه ولایت کې دداعش اوزبک وسلوالو د ملکي وګړو په خلاف په عملیاتو لاس پوري کړ، او د اوه کسانو هزارګانو سرونه یې غوڅ کړل.

ویل کیږي چې طالبانو ددغه ډلي په خلاف زابل کې جګړه پای ته رسولي، او سیمه یې په خپل کنټرول کې اخیستې.

د اوزبکانو یو مشر اکرم هم د خپلو ۱۵ تنه اوزبک ملګرو سره وژل شوی، ویل کیږي چې د ازبک جګړه مارو مشري همدغه کس کول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x