نظــر

یوازې اسلام دي چې بشریت په یوه کلیمه راټولولی شي!

پرون (دوشنبه ۱۳۹۱/قوس په ۱۳مه) د شپې په لس نیمو بجو د اسلام اباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې یوه دردوونکې ترافیکي پېښه رامنځته وشوه، چې یوه افغان محصل اصحاب الدین ظهیر پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ښاغلی ظهیر له آره د کابل ولایت ؤ، چې کورنۍ یې په هېواد کې د ناخوالو له وجې د پیښور نصرت مېنې ته مهاجره شوې وه، دی په یاد پوهنتون کې د سیکالوجي (ارواپوهنې) پوهنځۍ د درېيم سمستر محصل ؤ، د مرحوم د جنازې لمونځ په همدې شپه په یوه نیمه بجه په پوهنتون کې د زیات شمېر محصلینو لخوا ادا شو، له هغه وروسته یې جنازه د محصلینو او د پوهنتون د ادارې لخوا د سهار په ۵ بجو نصرت مېنې ته ورسېده او له هغه ځایه یې خپلوانو کابل ته نقل کړه.

ښاغلي ورور اصحاب الدین ظهیر له ټولو محصلینو سره ډېرې دوستانه اړیکې لرلې، ښایي دا به یې په اړه کافي وي چې په دغه پوهنتون کې به داسې افغان محصل نه وي چې ښاغلی ظهیر به یې نیږدې ملګری نه ؤ، په دغه پوهنتون کې په ټولو افغان محصلینو سربېره د نورو هېوادونو محصلین هم د زړه له تله پرې خپه دي.

ددې مراسمو ګډونوالو د اسلامي ورورولۍ عجیبې منظرې ولیدې، په کومو کې چې نه د اصحاب الدین ورور ؤ، نه کلیوال، نه چا قومیت پېژانده، نه د اسلامي امت پرسینه د اور لیکې، نه چا ژبنی تعصب پېژانده نه نژادي تبعیض، ټولو ته اصحاب الدین ورور ؤ، ټول محصلین په یخه نیمه شپه کې د تکفین، تجهیز او جنازې لپاره راوتلي وو. تایلنډي ښاغلی ظهیر افغانی نه بلکې مسلمان ورور ګاڼه، ځکه یې په غسل کې تر ټولو ډېر ځان ستړي کړ، پاکستانی تر هر چا وړاندې وړاندې کېده، صومالی ته ښاغلي ظهیر ورور ښکارېده ځکه یې له سر سره ولاړ ؤ، اندونیزیایانو یې له نایجریايي وروڼو سره لیدو ته قطارونه جوړ کړي وو، چینایي یې هم ځکه جنازه وړله چې دواړه د یوه دین پیروان وو.

هو!!! دې حالت د حال په ژبه ویل: یوازې اسلام دي چې بشریت په یوه کلیمه راټولولی شي!

مرحوم ته د الله عزوجل له درباره د مغفرت او د فردوس جنت غوښتنه کوو. والدینو، ملګرو، همصنفیانو او ټولو دوستانو ته یې د الله نه د جمیل صبر غوښتنه کوو. (انا لله و انا الیه راجعون)

روح یې د ښاد او یاد یې د تل وي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x