fbpx

ژبه او قلم: څرنګه ليکنه وکړو؟

عبدالله ګل ریان –

سريزه

بشرې نړۍ په څلور ډوله اړيکو سره تړلي ده :

کړه وړه، بڼه او څهره، وينا او د وينا کولو ډول.

همدا څلور ډوله اړيکې دي چې زموږ تماس له نورو وګړو سره ساتي او هغوى زموږ په شخصيت، زده کړه او افکارو پوهيږي .

په دي څلور ډوله اړيکو کې، زموږ وينا او زموږ د وينا ډول، زموږ د افکارو، احساساتو او شخصيت ښکاره کوونکي دي.

د هر انسان شخصيت د هغه په خبرو او وينا کې پټ دى. هغه مشهوره وينا رښتيا ده چې وايي : “هرسړى دخپلي ژبي شاته پټ پروت دى .”
خبري او وينا، طرز او ډول يي هغه څه دي چې اغيزه يي په يوه ټاکلي وخت پوري تړلي او که څوک په خپلو خبرو کې تيروتلى وي، کيدلای شي زماني واټن هغه تيروتنه هيره کړي. خو، د ژبي د وکيل او استازي چې قلم دى نه يي اغيزه ديوه وخت په څو شېبو کې راکميږي او نه يي تيروتني زمانه او وخت سمولای شي. نو لکه څرنګه چې انسان دخبرو ژبي ته پاملرنه لري، پوهيږي چې خبره وشي بيا نه راګرځي. تر دي زيات بايد د قلم ژبي ته ځير اوسي.

دقلم څوکې ته چې څه سپارل کيږي، هغه د ژبي کره او هميشنۍ وينا ده . تر څو قلم او کاغذ وي، د دي ليکل شويو ټکيو په ليدلو به د ليکوال په شخصيت پلټنه او قضاوت کيږي .

قلم ته پاملرنه په اصل کې خپل شخصيت ته پاملرنه ده. ژبه او قلم د شخصيت ترجمانې کوي. که په قلم دا ښکاره عبارتونه نيمګړي او ناسم وليکل شي، د انسان د شخصيت ادبي اړخ کمزوري ښيي. که يي مطلب او محتوا کمزوري وي، د انسان د شخصيت علمې نيمګړتيا په ګوته کوي. که قلم د وحشي څاروي په څير بي ارادي او بي پروا وخوځيږي نو بيا د يوه شخص هغه بي پروايي ښکاره کوي کومه چې له ځان، چاپيريال او ټولنيزو مقدساتو او دودونو سره يي لري .

که قلم په کوم اړخ کې د عقل او فکر بدرګه ونلري، نو د انسان شخصيت داسي تمثيلوي چې هغه اړخ به يي نيمګړى بريښي.

وينو ګورو چي، په ټولنه کې د غوره استعداد څښتنان په يوه ټوټه شعر، څو ليکي ليکنه او يا په يوه ځاى کې په وينا کولو د يوي ټولني داسي دښمنې د ځان لپاره پيدا کړي چې ټول عمر بيا هغه په دوستې بدلولاي نشواى .

دا چې تر بدي وينا پټه خوله ښه ده، همداسي تر بدي ليکنى نه ليکنه غوره ده.

ځيني کسان د څهرې دومره درنښت لري چې په يوه ټولنه کې ځاى پيدا کولاى شي، خو که يي وينا پوچه، د وينا ډول يي بي خونده او يا يي ليکنه زيانمنه وي، نو بيا ورته د څهري وقار هم بي ګټي وي او د دري ژبي په اصطلاح : “نادان خوش لباس” ورڅخه جوړ شي. که همداسي شخص چې د قبر په څیر ښکاره ګج کاري او سپين شوی وي خو تر لاندي څو وراسته هډوکي پراته وي، څه ونه وايي، ليکنه ونه کړي، همدا سپين ګج يي پرده خوندې ساتي او  وراسته هډوکى يي خلکو ته نه ښکاره کيږي ….

که يو شخص په ښکاره څه ډال او ډيل ونلري، د ټولنۍ په عادي وګړو کې شميرل کيږي، خو علمي او ادبي زيرمه ورسره وي؛ بيا به د څهري او جامي نيمګړتيا او ټولنيز ټيټ دريځ د چا په سترګو نه ورځي، بلکي د هغه شخص ټولنيز وقار او درنښت به ژبه او قلم ورته ښيي.
که دا خبري راسره منئ نو بيا به دا هم ومنئ چې :

ښه وينا او ښه ليکنه هغه ده چې د ادبي موازينو او ټولنيزو مثبتو کړو، وړو نښي پکښې ښکاره وي .

زموږ په ټولنه کې هره ليکنه او وينا چې ديني ښکلا ولري، هغه غوره او ښه ليکنه او وينا ده، هميشنې ده او ګټوره.

زموږ په ټولنه کې داسي ليکوالان وو چې هغوى په خپله ټولنه خوږيدل، د وګړو دردونه يي پيژندلي وو، خو د درد دوا او علاج يي پردي خپلول. هغوى نه دا چې کار يي ونشوای کړای بلکي خپل خداى ورکړي استعداد يي تر خاورو لاندي کړ. که تاسو له ليکنې او مطالعي سره سر خوځوئ، درته معلوميږي چې دليکوالانو دليکنې د محبوبيت يوازينى معيار د هغوى ادبي ښکلا او لوړ تحليل ندي بلکي د هغوی فکري ميلان دى چې له ټولني سره څومره ډډه لګوي.

د غوره ليکوالانو ليکنې ته د کرکي په سترګه کتل کيږي، خو عادي ليکوالان لوړيږي. د دې سبب دا نه دی چې د ټولنې د وګړو زده کړه ټيټه اوتحليل يې کمزوری دى. نه، بلکي دا د ليکوال تيروتنه ده چې ټولنيز معيارونه يي پيژندلي ندي . يوازي ځان يي ليدلى اودافکر يي کړي ندي چې زه څه وايم يا څه ليکم، څوک يې اوري اوڅوک يې ګوري .
………

په هر حال، زه تاسو ته ستاسو د فکري غوښتنې د پريښودلو او بدلولو بلنه په دي څو کرښو کې نه درکوم. خو دا وايم: که غواړئ ليکنه وکړئ، دا څو پاڼي وګورئ کيدلاي  شي دومره مرسته درسره وکړي چې، که څه په ذهن کې لرئ او هغه دقلم په څوکه بل ته رسوئ نو په يوه معياري ادبي بڼه يې وليکلاى شئ.

د دي ليکنې تر موضوع “څرنګه ليکنه وکړو” وړاندي، بده نده دا عنوانونه (ژبه، پښتو ژبه او ګرامر) هم د سريزي په ډول وګورئ .

ژبـــــــــــــــه

هغه بيل، بيل غږونه چې موږ يي له خولې څخه باسو، که د کمال پړاو ته ورسيږي او په منظمه توګه له يوه او بل سره ګډ او د الفاظو اوکلِماتو په بڼه د افکارو د څرګندولو او د يوه او بل د پوهولو له پاره استعمال شي، ژبه بلله کيږي.

د غږونو له يو ځاي کيدلو څخه صوتي کلمي او د همدي کلِیمو له استعمال څخه د خبرو کولو ژبه را منځته کيږي، که همدا د خبرو ژبه يا دا منظم او مرتب غږونه د ليکلو په بڼه راوړل شي، ليکلي ژبه ورته ويله کيږي.

يا په بل عبارت: کوم معنى لرونکي غږونه چې د انسان له خولې څخه راوزي، که هغه د تورو په بڼه څرګند شي، ليکلي ژبه بلله کيږي.

خبري او ليک (غږونه او توري يا د خبرو او ليکلو ژبي) دواړه د انسانانو تر منځ په پوهولو کې ستره ونډه لري.
ليکلې ژبه لومړۍ په مصريانو کې د تصويري ليک په ډول پيدا شوي ده، خو د نښو او علامو ليک د فنيقيانو او سومريانو له خوا رامنځته شوی دى. بيا د نورو ژبو ليکونه ورڅخه را پيدا شول .
………………..

پښــتو ژبه

پښتو ژبه يوه لرغوني ژبه ده چې، د ويدي عصر مشهورې او نوموتۍ قبيلي (پښت، پکهت) ته منسوبه ده. د پښت قبيله د اريايي لسو قبيلو څخه يوه ده چې وروستنۍ بڼه يي پښتون دى. پښتون په ګاونډيو هيوادونو او ژبو کي د افغان او پټهان (پټان) په نوم ياديږي. د افغان کلمه تر ميلاد وړاندي په لیکنو کې راغلې ده.

پښتو ژبه د ختيزو او لويديزو اريايي ژبو د منځ يوه کړۍ ده. پلټني ښيي چې د پښتو ژبه د سانسکريت او اوستا د ژبو د خورحيثيت لري .

د پښتو ژبي ليکنې پخوا په خروشتې – يونانې ليکل کيدلې. د اسلام په راتلو د عربي ژبې ليک د هغې ځاى ونيو. د سلطان محمود غزنوي په دوره کې د قاضي سيف الله په واسطه د پښتو د ځانګړو تورو لپاره ځانګړي نښې ومنل شوې.

د پښتو ژبي لرغونی تاريخي سند د بستون د غره ډبرليک دى. د محققانو پلټنه دا هم ښيي چې د بو دايي مذهب يو کتاب “ميلنډا پانې” لومړۍ په پښتو ژبه ليکل شوي او بيا پالى ژبي ته اوښتى دى .

د پښتو يو شعر په (١٦٠هـ) کال د غزنې د لويکانو د کورنۍ د يوه امير له لوري ويل شوى دى.

خو شعري کره سند د امير کروړ سوري شعر دى چې په ١٣٩هـ کال ويل شوی دى، تر دې را وروسته په پښتو ژبه له خورو، ورو ليکنو او شعر ويلو سره، سره د روښانيانو، خټکو عبد الرحمن بابا او عبدالحميد مومند په وختونو او د هوتکيانو او سدوزي احمدشاه بابا په دور کې هم ډيري ليکني شوي دي. د امير شيرعلي خان په وخت کې عسکري اصطلاحات پښتو ته را بدل شول.
د امان الله خان په وخت د “پښتو مرکې”، په ١٣١١ هـ ش کال په کندهار کې “پښتو انجمن”، په ١٣١٦ هـ ش کال د”پښتو ټولنې” جوړيدل د پښتو ژبي د ودې لپاره اغيزمن کارونه وو. د اريانا دايرة المعارف ليکل، له اردو ژبي څخه د تفسير او سيرت پښتو کول او چاپ د قدر وړ کارونه وو….

پښتو ژبه په افغانستان کې ملي او رسمي ژبه ده او د پاکستان د پښتنو قومي ژبه منلې شوې ده. په پښتو ژبه په افغانستان او پاکستان کې ډيري خپروني شوي دي او کيږي.

د افغانستان، پيښور، کويټي له راډيوګانو سره، سره د نړۍ په ډيرو هيوادونو کي پښتو راديويي خپرونې شته.

د جهاد په دوران کې چې افغانستان د خپرونو توده خبره وه.  له ماسکو او دهلي سره، سره چې پخوايې هم خپرونې درلودې، په ١٣٦٠ هـ ش کال بي بي سي (انګليسي راديو) په ١٣٦١ هـ ش د امريکا غږ او بيا چين، المان، ايران او ازبکستان هم پښتو راديويي خپرونې پيل کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د