افغانستان

په طالبانو د چاپې پر مهال یوولسو بهرنیو او داخلي عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړ

ناټو مړي

په پروان ولایت کې ۱۱ بهرني او داخلي عسکر وژل شوي او ګڼ شمیر ژوبل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې خارجي عسکرو او افغاني ملاتړو ئې غوښتل چې د مجاهدینو په یو څلور کسیز ګروپ چاپه ووهي، خو خپله چاپه ورته په بده واوښتله او د ګڼو ټپیانو په شمول ۱۱ تنو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. نوموړی زیاتوي چې مجاهدینو مخکې له مخکې دغې چاپې ته تیاری نیولی وه.

د یادې پیښې تفصیل ښاغلي مجاهد په یوه خبرپاڼه کې نن ټکی آسیا ته هم رالیږلې، چې کټ مټ ئې لاندې نشروو:

دپروان په سياګردکې ۱۱ تنه بهرني او کورني عسکر دچاپې وهلو په مهال ووژل شول

تيره شپه شاوخوا يوه بجه دپروان ولايت سياګرد ولسوالۍ په وازغر سیمه کې بهرنيو يرغلګرو ځواکونو او کورنيو اجیرانو يې غوښتل چې دمجاهدینو په يو څلورکسيز ګروپ چاپه ووهي چې له سخت جدي مقاومت او غبرګون سره مخ شول ، په هغه شديده ۳ ساعته جګړه کې چې دنوموړې چاپې په مهال رامنځته شوه ۱۱ بهرني يرغلګر ځواکونه او کورني اجيران ووژل شول او ګڼ شمير نور هم ټپیان شول ، دکره معلوماتو په بنسټ چې له سيمې نه ترلاسه شوي امريکايانو په داسي مهال په دغه ځای چاپه ووهله چې مجاهدين وار له وړاندي په سيمه کې دتيارسي په حال کې وو ، خبر وايي کله چې يرغلګرو او ملګرو يې غوښتل چاپه ووهي له ناڅاپي غبرګون سره مخ شول او له امله يې ياده مرګ ژوبله دښمن ته وواوښته ، وروسته له ۳ ساعتونو مقاومت نه څلور تنه مجاهدين چې په ياده سيمه کې هستونګن وو هم دشهادت لوړ مقام ته ورسيدل ( انالله وانا اليه راجعون )، ويل کيږي چې بهرنيو ځواکونو په شاوخوا کورونو باندي هم بريدونه کړي دي چې به غالب احتمال ملکي خلکوته هم مرګ ژوبله اوښتې ده ، دیادونې وړ ده چې دغه راز چاپې چې مجاهدين ورته مخکې له مخکي تياري لري ددښمن د درنو تلفاتو سره ملې وي ، اګرکه په داسي بريدونو کې مجاهدين هم دجګړې او مقاومت له امله او ددښمن دبمبار له وجهې شهيدانيږي خو دښمن ته يې تلفات په مراتب ډير وي .

ذبيح الله مجاهد داسلامی امارت ویندوی

۱۴۳۴/۱/۲۱هق

۱۳۹۱/۹/۱۵هش ــــ ۲۰۱۲/۱۲/۵م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x