د طالبانو مخالفي ډلي مشر: ملا محمد رسول اخوند

د طالبانو د سرپرست مخالفینو سرپرستي څوک کوي؟

لیکوال: ابوحدیر-

د طالبانو تحریک چې ۲۱ کاله مخکې یی په کندهار کې ظهور وکړ د لومړی ورځې څخه د ولسی حمایت سره د یو لړ مشکلاتو او مخالفتونو سره مخ وو ، د خپلې مبارزې په دوه لسیزو کې یی ډیرې لوړې ژورې (کامیابی او ناکامی) ولیدې ، د لومړیو دوه کلونو جګړو وروسته د کابل نیونه او د افغانستان په ۹۵ سلنه خاوره پنځه کلنې واکمنی وروسته د امریکا په مشري د نړیوالو اشغالګرو لخوا یې د واکمنۍ نسکورېدل تر ټولو لوی تحولات وو چې دا تحریک یې متحمل شوی ، خو په روان څوارلس کلن جهاد کې د دوی بې شمیره قربانۍ ، شهادتونه ، د زندان صعوبتونه او بندیزونو سره د اشغالګرو او د هغوی د مزدورانو په مقابل کې مبارزه جاری ساتل د دوي د میړانې شجاعت او استقامت ښه نمونه وړاندي کوي، خو روان ۲۰۱۵ کال د طالبانو د تحریک لپاره یو تر ټولو ستونزمن او د دوي د استعدادونو د آزمایش کال وو .

ددې کال په لومړیو کې د داعش په نوم یوې اجنبي ډلې په افغانستان کې د خپل موجودیت اعلان وکړ او د امریکایانو او د دوی د مزدورانو پرځای یې د طالبانو په وړاندي مشکلات ایجاد کړل او پارونکی کارونه یې ترسره کړل ، اګر که ددې ډلې د سرکرده افرادو او د دوی سابقه او موجوده اعمالو ته په کتو سره دا واضحه وه چې دوی د سیمې د استخباراتو لخوا استخدام شوي او د افغانستان اسلامي امارت د ننګولو په موخه په کار ګمارل شوي خو بیا هم د دوی د ظاهري عنوان او داعیې ته په کتو سره طالبانو د دوی په اړه داسي حکیمانه او مدبرانه موقف اعلان کړ چې د دوی لپاره یې د وضعیت څخه د هر قسمه سوء استفادې مخه ونیوله ، د موضوع په منفي او مثبت دواړو خواوو کې حالت د طالبانو په ګټه راوڅرخیدو ، دا لومړی دسیسه وه چې طالبانو هغه د ځان څخه ډیر په حکمت دفع کړه او اوس حالت دادی چې په افغانستان کې خلکو د داعش نوم او وجود دواړه رد کړي او یو ځل بیا یې په اسلامی امارت خپل باور او اعتماد څرګند کړ او د طالبانو په څنګ کې ودریدل .

پدې کال کې دوهمه لویه پیښه چې د طالبانو د تاریخ لویه سانحه وه هغه د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د وفات خبر وو چې د څه باندې دوه کلو مودې وروسته نشر شو . پدې وخت کې نو د طالبانو دوستانو او دښمنانو دا فکر کاوه چې طالبان به په څو ډلو داسي وویشل شي چې هیڅ ډله به یې ددې جوګه نه وي چې دا روان جهاد او د افغان ولس رهبري وکړي، خو د اټکلونو پر خلاف مونږ ولیدل چې طالبانو نه تنها په ډیره کمه موده کې خپل نوی مشر وټاکلو بلکې د خپلو ټولو ادارو ، مسؤلینو ، عامو مجاهدینو، علمي او سیاسي شخصیتونو او عام ولس څخه یې حمایت او بیعت هم ترلاسه کړ ، د طالبانو امارت یو ځل بیا پداسي اتفاقي بڼه او دومره لوی ولسي حمایت او نظامي قوت سره مخې ته راتلل د هیچا په ګمان کې نه وو، دا چې د طالبانو دښمنان د یوې لویي مایوسی سره مخ شول دوی هیڅکله طالبان پداسې قوی موقف کې لیدل نه غوښتل ځکه چې ضعیف طالبان د ټولو خواو په ګټه دي، هغه لوری چې د دوی سره جنګ او یا سوله غواړي او هم هغه لوری چې غواړي طالبان د یو ابزار په توګه استعمال شي او د دوي نیابتي جګړه پر مخ یوسي، نو دوی د هغه مغرضو او فرصت طلبه خلکو ته چې په روان څوارلس کلن جهاد کې یې هیڅ مؤثره ونډه او یا هیڅ ونډه نه لرله استفاده وکړه او دوی یی د طالبانو د نوي امیر په مقابل کې حمایه کړل او د لوی اپوزیسون او مخالفې جبهې په توګه یې رامخي ته کړل تر څو وکولای شي چې دغه ډله د طالبانو لپاره د فشار په توګه استعمال کړي او هم یې د موقع په مناسبت د سولې لپاره پرې معامله وکړي، دغه سرپرست مخالفین چې د سیمې د استخباراتو له پراخ حمایت څخه برخمن دي خو بیا هم د اشخاصو او افرادو له نګاه څخه دومره له افلاس سره مخ دي چې د عملي حضور پرځای یې صرف په مطبوعاتي حضور او اعلان څو میاشتې وخت ونیوو.

د طالبانو دغه مخالفه ډله چې اوس یې مطبوعاتي ظهور وکړ د طالبانو په منځ او یا عام ولس کې هیڅ مؤثریت او حمایت نلري، دوی د هغه استخباراتو په حمایه پورته شوي کوم چې په افغانستان کې د داعش د نوم او موجودیت لپاره کار کوو ، دوي چې په خپلو قطعنامو کې کوم موضوعات غندي دا موضوعات څو کاله وړاندې په خپل وخت کې د سیمې د استخباراتو لخوا مطرح شوي او مخالفت یې شوی لکه د قطر دفتر، د امریکایانو سره د پنځو مجاهدینو په سر تبادله او د نړیوالو سره د طالبانو اړیکې او مذاکرات ، نور بې منطقه اتهامات خو یی پر ځای پریږده .

روان کال چې څومره د طالبانو لپاره د لاسته راوړنو او فتوحاتو کال وو همدومره ددوي په مقابل کې دسیسې هم زیاتي وې ، دا په خپله نوع کې د طالبانو په مقابل کې نوی دسیسه ده چې سر پرستی یې کیږي، تر اوسه د طالبانو تر عنوان لاندي کومي مخالفي ډلې او یا مشر په مطبوعاتو کې موجودیت نه وو اعلان کړی، او زما په نظر د دوي سرپرستان به هم دوی تر مطبوعاتي حضور پوري استعمال کړي ځکه چې ځمکني حقایق بیا په مطبوعاتی بیانو نه بدلیږی .

د لیکوال کالم: توره لیکل کوي



3 تبصرې

  1. یاره! لیکوال جانه ستا په ډول لیکوالان خلګ په جنګ سره اخته کوي تاسي ولي هغې قضیې ته بادورکوئ چی ټوله کفري نړۍ یئ راتلوته خوشاله ده؟ دکفر همداغه دوه ټکي ارمان وو، چی یويئ د طالبانو نظامي مرورو یا ښکرورو ورپوره کړ چی هغه خپل مینځۍ جګړه وه، دوهمه مطبوعاتي جګړه چي هغه تاسي غوندي دقلم خاوندان چی په توره لیکل کوئ : دی خدای لري دادي دي اورته لمن وهئ په فتنوکي که لتاړ نه یې داغه ډول له لیري ځایه ورکي ساعي اوسیږه په ټولو ګوناهونو به ورګډ یې.

    • محترم مسلم صاحب که مهربانی وکړی فتنه راته تعریف کړی چی فتنه څه شی ته وایی او داچی آیا اسلام د فتنی ددفعی یا محنیوی لپاره علاج لری او کنه او که هرڅه همداسی سرایله او ګډو‌ډ پریږدی منندوی به مو وم

  2. خوندور تحلیل دی په حقائقو بنا ، رښتیا هم سږ کال د طالبانو لپاره له ازموینو ډک و دغه وروستۍ ازموینه تر پخوانیو هغو بي خطره ده ځکه دا یوازې څو سګریټیان او د ننګیال غوندې غله سره غونډ شوي اولس ملاتړ او نظریه نلري

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.