نن ټکی اسیا

د طالبانو د سرپرست مخالفینو سرپرستي څوک کوي؟

لیکوال: ابوحدیر-

د طالبانو تحریک چې ۲۱ کاله مخکې یی په کندهار کې ظهور وکړ د لومړی ورځې څخه د ولسی حمایت سره د یو لړ مشکلاتو او مخالفتونو سره مخ وو ، د خپلې مبارزې په دوه لسیزو کې یی ډیرې لوړې ژورې (کامیابی او ناکامی) ولیدې ، د لومړیو دوه کلونو جګړو وروسته د کابل نیونه او د افغانستان په ۹۵ سلنه خاوره پنځه کلنې واکمنی وروسته د امریکا په مشري د نړیوالو اشغالګرو لخوا یې د واکمنۍ نسکورېدل تر ټولو لوی تحولات وو چې دا تحریک یې متحمل شوی ، خو په روان څوارلس کلن جهاد کې د دوی بې شمیره قربانۍ ، شهادتونه ، د زندان صعوبتونه او بندیزونو سره د اشغالګرو او د هغوی د مزدورانو په مقابل کې مبارزه جاری ساتل د دوي د میړانې شجاعت او استقامت ښه نمونه وړاندي کوي، خو روان ۲۰۱۵ کال د طالبانو د تحریک لپاره یو تر ټولو ستونزمن او د دوي د استعدادونو د آزمایش کال وو .

ددې کال په لومړیو کې د داعش په نوم یوې اجنبي ډلې په افغانستان کې د خپل موجودیت اعلان وکړ او د امریکایانو او د دوی د مزدورانو پرځای یې د طالبانو په وړاندي مشکلات ایجاد کړل او پارونکی کارونه یې ترسره کړل ، اګر که ددې ډلې د سرکرده افرادو او د دوی سابقه او موجوده اعمالو ته په کتو سره دا واضحه وه چې دوی د سیمې د استخباراتو لخوا استخدام شوي او د افغانستان اسلامي امارت د ننګولو په موخه په کار ګمارل شوي خو بیا هم د دوی د ظاهري عنوان او داعیې ته په کتو سره طالبانو د دوی په اړه داسي حکیمانه او مدبرانه موقف اعلان کړ چې د دوی لپاره یې د وضعیت څخه د هر قسمه سوء استفادې مخه ونیوله ، د موضوع په منفي او مثبت دواړو خواوو کې حالت د طالبانو په ګټه راوڅرخیدو ، دا لومړی دسیسه وه چې طالبانو هغه د ځان څخه ډیر په حکمت دفع کړه او اوس حالت دادی چې په افغانستان کې خلکو د داعش نوم او وجود دواړه رد کړي او یو ځل بیا یې په اسلامی امارت خپل باور او اعتماد څرګند کړ او د طالبانو په څنګ کې ودریدل .

پدې کال کې دوهمه لویه پیښه چې د طالبانو د تاریخ لویه سانحه وه هغه د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د وفات خبر وو چې د څه باندې دوه کلو مودې وروسته نشر شو . پدې وخت کې نو د طالبانو دوستانو او دښمنانو دا فکر کاوه چې طالبان به په څو ډلو داسي وویشل شي چې هیڅ ډله به یې ددې جوګه نه وي چې دا روان جهاد او د افغان ولس رهبري وکړي، خو د اټکلونو پر خلاف مونږ ولیدل چې طالبانو نه تنها په ډیره کمه موده کې خپل نوی مشر وټاکلو بلکې د خپلو ټولو ادارو ، مسؤلینو ، عامو مجاهدینو، علمي او سیاسي شخصیتونو او عام ولس څخه یې حمایت او بیعت هم ترلاسه کړ ، د طالبانو امارت یو ځل بیا پداسي اتفاقي بڼه او دومره لوی ولسي حمایت او نظامي قوت سره مخې ته راتلل د هیچا په ګمان کې نه وو، دا چې د طالبانو دښمنان د یوې لویي مایوسی سره مخ شول دوی هیڅکله طالبان پداسې قوی موقف کې لیدل نه غوښتل ځکه چې ضعیف طالبان د ټولو خواو په ګټه دي، هغه لوری چې د دوی سره جنګ او یا سوله غواړي او هم هغه لوری چې غواړي طالبان د یو ابزار په توګه استعمال شي او د دوي نیابتي جګړه پر مخ یوسي، نو دوی د هغه مغرضو او فرصت طلبه خلکو ته چې په روان څوارلس کلن جهاد کې یې هیڅ مؤثره ونډه او یا هیڅ ونډه نه لرله استفاده وکړه او دوی یی د طالبانو د نوي امیر په مقابل کې حمایه کړل او د لوی اپوزیسون او مخالفې جبهې په توګه یې رامخي ته کړل تر څو وکولای شي چې دغه ډله د طالبانو لپاره د فشار په توګه استعمال کړي او هم یې د موقع په مناسبت د سولې لپاره پرې معامله وکړي، دغه سرپرست مخالفین چې د سیمې د استخباراتو له پراخ حمایت څخه برخمن دي خو بیا هم د اشخاصو او افرادو له نګاه څخه دومره له افلاس سره مخ دي چې د عملي حضور پرځای یې صرف په مطبوعاتي حضور او اعلان څو میاشتې وخت ونیوو.

د طالبانو دغه مخالفه ډله چې اوس یې مطبوعاتي ظهور وکړ د طالبانو په منځ او یا عام ولس کې هیڅ مؤثریت او حمایت نلري، دوی د هغه استخباراتو په حمایه پورته شوي کوم چې په افغانستان کې د داعش د نوم او موجودیت لپاره کار کوو ، دوي چې په خپلو قطعنامو کې کوم موضوعات غندي دا موضوعات څو کاله وړاندې په خپل وخت کې د سیمې د استخباراتو لخوا مطرح شوي او مخالفت یې شوی لکه د قطر دفتر، د امریکایانو سره د پنځو مجاهدینو په سر تبادله او د نړیوالو سره د طالبانو اړیکې او مذاکرات ، نور بې منطقه اتهامات خو یی پر ځای پریږده .

روان کال چې څومره د طالبانو لپاره د لاسته راوړنو او فتوحاتو کال وو همدومره ددوي په مقابل کې دسیسې هم زیاتي وې ، دا په خپله نوع کې د طالبانو په مقابل کې نوی دسیسه ده چې سر پرستی یې کیږي، تر اوسه د طالبانو تر عنوان لاندي کومي مخالفي ډلې او یا مشر په مطبوعاتو کې موجودیت نه وو اعلان کړی، او زما په نظر د دوي سرپرستان به هم دوی تر مطبوعاتي حضور پوري استعمال کړي ځکه چې ځمکني حقایق بیا په مطبوعاتی بیانو نه بدلیږی .

د لیکوال کالم: توره لیکل کوي