راځه زما د نن عصر ځوانه لږ ماته غوږ شه!

لیکوال: صــــابرجان

وروره دتیر تاریخ بحث به نه درسره کوم چی خبره اوږده نسی دا به هم نه درته وایم چی ملالی میوندی دلته د اسلام لپاره په داسی حالت کی چی د تندی یی ستونی وچ وچ کیده بیرغ په لاس ولاړه وه او مسلمانو زلمیو ته یی د ننګ ټپی ویلی اودسر په بیه یی د اسلام ساتنه وکړه راځه دا لنډ وخت در یاد کړه نژدی څلویښت کاله کی موږ فقط داسلام لپاره دوه میلیونه شهداء ورکړه اوه میلیونه افغانانو د خپل جنت غوندی ټاټوبی څخه مهاجر سول د همدی اسلام لپاره مو تور سری په پردیو هیوادونو کی فقر غوښتلو ته مجبوری سولی ایا ته پوهیږی چی دا مو فقط داسلام لپاره وکړه مطلق جرم مو دا و چی انسان مو دبیزو د نسله نه ګڼی او دنجیب او تره کی غوندی موښځه د تولید فابریکه او شریکه نه ګڼل

کنه ته به خبر یی چی تره کی اونجیب او کارمل همدا ویل کور کالی ډوډی هو رشتیا هم دوی دا ورکول خو هغه کسانو ته چی دالله د ستر ذات څخه منکر وای د بابا څخه دی پوښتنه وکړه هغه کسان چی د لینین او مارکس عقیده یی منل هغه په کابل کی خوشحاله ژوند درلودی او هرشپه یی شراب کباب واهه خو برعکس هغه کسان چی انسان یی د بیزو له نسله نه ګڼی او انسان یی د ادم علیه السلام اولاد ګڼی هغوی بیا لوږی تندی ګاللی او بمبارونه هم پر کیدل او په پردیو هیوادونو کی مهاجر وه په دی هم ځان پوه کړه چی موږ ددی اسلام لپاره نن تر ټولی دنیا پس پاته هیواد یو د همدی اسلام او مسلمانی له خاطره د دنیا هر فرعون راسره ډغره وهلی موږ هم همیشه دهر طاغوت په وړاندی د حق ناره پورته کړی هو دا تکالیف زموږ نیګه ګانو اوپلارونو ګاللی راځه نن زما اوستا دمکلفیت په دوره کی څه روان دی.

ای وروره د هغه اسلام لپاره چی موږ دوه میلیونه شهداء په څلویښت کاله کی ورکړه نن زما او ستا په دور کی بیا څوک مطلقا د اسلام زنده باد ناره هم نسی کولی پرون زما او ستا یو څو با احساسه محصلینو د ننګرهار پوهنتون کی فقط د اسلام زنده باد ناره وکړه فقط یی زموږ د دوه میلیونو شهیدانو د زړه ترجمانی وکړه چی زنده باد اسلامی نظام خو ته خبر یی چی نن هم هغه وروڼه په عامه میډیاکی په افراطیانو سخت دریځو تعبیریږی پوهنتون ته یی د مارکس او لینین د پاتی شونو کمونستانو له خوا ترهګرتون ویل کیږ ای زما وروره شاید ته نه یی خبر چی دلته چل ټول اسلام ته جوړ سوی دلته که څوک ستاره افغان ته لوڅ لغړ د دیموکراسی په نوم ورځی افراطیت نه دی دلته که څوک د ښځو د ازادی په نوم د اوسپنی کوناټی اغوندی دی سخت دریځی نه ده دلته که څوک د اسلامی احکامو پر ضد دښځی بغره اغوندی اوپر عام ښار کی ناری وهی چی ښځی باید نور بغره وغورځوی او لوڅی راووځی افراطیت نه دی دلته که څوک فیس بوک تر الله ج ښه وګڼی جرم نه دی دلته که څوک د زرګونو افغانانو قاتل نجیب ته شهید ووایی ترهګر نه دی دلته که څوک په دشت برچی کی زموږ په خاوره کی په رڼا ورځ دعیسویت دعوت کوی افراطیت نه دی دلته که په عام ښار کی په موټرونو دصلیب علامی په سره رنګ نښلول کیږی دهشتګردی نه ده دلته که دخلقیانو اوپرچمیانو په زرګونو پاتی شونی شپه ورځ په فیس بوک کی زما په پیغمبر او اسلام پسی بد وایی ترهګر نه دی دلته که یهودی پروژی عملی کیږی او د خره ورځ لمانځل کیږی افراطیت نه دی دلته که څوک شپه ورځ د امریکا څخه راغلی دیموکراسی لپاره خدمت کوی د پردیو جاسوس نه بلل کیږی دلته مطلق دهغه اسلام او اسلامی نظام ناره کول افراطیت او جرم دی چی زما اوستا نیګه ګانواو پلارونو ددی لپاره په میلیونونو شهیدان ورکړی ایا ته پوهیږی هغه هیواد کی چی دوه میلیونه شهیدان یی په څلویښت کاله کی فقط د اسلام په خاطر ورکړی نن داسلامی نظام زنده باد ناره جرم او ترهګری ده ایا ته پوهیږی چی هغه پردی جاسوسان چی د یهودو لپاره د خره ورځ لمانځی او خر ته د خپل پلار مقام ورکوی نن ستا پر یو پوهنتون د سوځولو فتوا ددی لامله ورکوی چی ولی یی محصلینو داسلامی نظام زنده باد ناری وهلی ایاته پوهیږی چی نن هغه کمونیستان اوخلقیان چی زما اوستا دپلار څخه یی د ژوند خیرات غوښتی نن بیا زما او ستا په اسلام ملنډی وهی

ګرانه وروره الله ج دی وکړی چی پوه سوی یی او نور دصلیبیانو په دی ډرامه ونه غولیږی چی موږ ازاد یو

هو موږ اشغال یو موږ ته مبارزه په کار ده موږ ته دسرونو قربانی په کار ده موږ بیا حیدری توری پورته کولو ته ضرورت لرو نن بیا هغه وخت راغلی چی موږ داسلام لپاره ځانونه قربان کړو ازادی د دیموکراسی تش په نوم هغه شعار دی چی ساده خلګ پری غولوی کنه راځه بیا فکر وکړو څنګه دامریکا څخه راغلی دیموکراسی لپاره هره ورځ لاریونونه کیږی څوک هیڅ نه وایی خو هغه اسلام چی زما په خټه ګډ سوی ناره کول یی افراطیت دی که د دیموکراسی لپاره شپه او ورځ کمپاینونه کیږی پرمختګ دی خو یوه ورځ داسلام ناره پورته کول افراطیت دی که د امریکا او دوه څلویښت داسلام دښمنانو بیرغ زما دهیواد په زړه کی او په هره دره کی ولاړ وی جرم انااو پردی پالنه نه ده خو که داسلام سپین بیرغ چی محمدی کلیمه پر کښل شوی یوه ورځ پورته کول جرم او پردی پالنه ده

ای افغانه وروره په دی پوه شه چی واک مو له لاسه وتلی د هیواد واک مو د صلبیانو په لاس کی دی زه او ته دومره خوار یو چی مطلق داسلامی نظام زنده باد ناره نشو کولی دلته امریکایان پر ما او تا هغه خلګ واکداران کړی چی هلته په امریکا کی خپل تشنابونه په پاکوی اوخپل سپی باندی مینځی اود هوټلونو کار باندی کوی زما او ستا علماء د وطن او اسلام غمخوران بیا ګوانتانو اوبګرام ته دترهګر په نوم بیایی

ای افغانه بس دی نور ویښ شه سلطان محمود غزنوی ملاله میوندی میرویس خان هوتکی غازی محمد اکبر خان او احمدشاه ابدالی درڅخه په قبر کی ګیله مند دی په کومو سترګو دهغو قبرونو ته ورځی هغوی به کفارو ته د سر په کاسه اوبه ورکولی دهغوی په وخت کی اسلام ته په سپک نظر کتل غټ جرم و خو زما اوستا په زمانه کی داسلام ناره کول جرم دی لږ سوچ وکړه چی ایا ما اوتا دخپل پلار نیکه پر قدم پل ایښی دی؟
ایا دهغوی راسپارل سوی مسئولیت پرځای کړی دی؟

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د