هزاره هم خدا دارد هم خورما

بخت الرحمن ( بخت)

له کومي ورځي چي د زابل ولایت په خاک افغان ولسوالي کي اته تنه هزاره ګان دداعش له لوري وژل شوي، دافغانستان حکومت، سیاسیون خبري رسنۍ، بشري ټولني او نړیوال سفارتونه ټول ددغي فاجعي دغندولو او تقبیح کولو په اړه سره په یوه خوله شوي.

داخبره پرځای ده چي دداعشي ټوپک سالرانو له لوري دغه اته تنه هزاره ګان په ډیر ظلم او بي رحمي سره وژل شوي ددغو بي وسه او بی توانه انسانانو په وړاندي دظلم او وحشت انتها شوي ده.

خبره داده چي په افغانستان کي له دي څخه مخکي ددغي پیښي په پرتله نوري ډیري دردناکي، هیبت ناکي او ايښوونکي پیښي نه دي ترسره شوی.

له دي څخه مخکي دا ډول نوري فاجعي، وحشتونه، وژني او سوځوني نه دي ترسترګو شوي، ایا افغانستان کي له دي څخه مخکي په سلګونو دا ډول پیښي نه دي تکرارشوي له دي څخه په زیات وحشت بربریت او ظلم باندي افغانان نه دي شهیدان شوي څه فکرکوي هغه انسانان، افغانان، مسلمانان او مظلومان نه وو، په کندهار کي چي کله یو امریکايي یو کلي ته ورځي هلته کوم کورکي دکور پر ویدو انسانانو، نارینوو، ښځو او ماشومانو باندي خپله سینه سړه وي، دکورسړي، ښځي او ماشومان ټول د ټوپک ترشپیلۍ تیره وي، حتي په وژلو یی هم زړه نه سړیږي راځي دغو ټولوباندي اور بلوي او ټول په اور کي سوځي.

ایا ددغو بي ګناه انسانانو په وژنه چي د یو داسي کس له لوري په شهادت رسول کیږي کوم چي نړۍ کي انسان دوستي خو څه کوي حتي د حیوان دوستي ناري هم وهي.

کله چي دغه پیښه رامنځ ته کیږي افغانۍ رسنۍ، سیاسیون، مدني فعالان، سناتوران ، دولس نمایندګان ټول پټه خوله پاته کیږي د کابل خبره به نه کوم داحتجاج په ډول ددغو شهیدانو مړي دکندهار ترښاره پوري هم نه راوړل کیږي

قاتل یی سري سترګي ګرځي له کندهار څخه دپرټوکول په صورت کي امریکا ته بیول کیږي هلته یواځي ددي لپاره چي دامریکانو دبشردوستۍ نړیوالي دعوي ته نقصان ونه رسیږي د لنډي مودي لپاره تش په نامه زندان ته اچول کیږي.

رسنیو ددي لپاره چي دغه موضوع دلږ وخت لپاره دخپلو خبرونو سرټکی جوړکړي او ګریډینګ ورباندی وکړي، د یو ګړي لپاره یی یادونه کوي، چي کله دخبرونو دسرټکولپاره بله موضوع په لاس ورشي بیا دغه موضوع هیروي ورته هیڅ پاملرنه هم نکوي.

کله چي دکابل میشتو غلامو او انصاف څخه لري رسنیو کړني ووینو له انسانیت څخه مو زړه تورشي عدالت او انصاف راته هسي دکتابونو لیکل ښکاره شي، ځکه دغه رسنۍ چلونکي اربابان دي چي دبشریت او انسان دوستي دعوي یی تر اسمانه رسیږي

طلوع تلویزیون چي راپورچي يي کابل کي دلاریون کونکو په منځ کي ولاړ دي پرځای ددي چي داسلامي امارت ستاینه وکړي، چي ددغو اوو نفرو هزاره ګانو قاتلین یی قصاص کړي له هغو سره په جنګ اخته دي، افغاني حکومت دنړیوالو هوایی او ځمکني ځواکونوپه ملګریتا ونشو کړای چي له تیرو ۵ میاشتو راهیسي زنداني هزاره ګان راخوشي کړي اویا هم دبرمته ګرو په وړاندي عملیات وکړي.

طالبانو وکولای شول چي ددغو برمته ګرو اسلام او ملت دښمنه عناصرو په خلاف عملیات تر سره کړي له هغو څخه سیمي ونیسي خلګ یی له شر او ضرر څخه په امن کړي، نو طلوع والو لږڅه شرم وکړۍ که دطالبانو ددغه احسان او سرښندونو ستاینه نشي کولای بي ځایه او بي بنسټه تورونه خو مه ورباندي لګوۍ، تاسو خپله وینۍ او اورۍ چي لاریون کونکي ؛مرګ بر داعش؛ شعارونه ورکوي،خوستاسو له انصافه لري خبریال بیا وایی اوه نفره بی ګناه هیواد وال چي دطالبانو له لوري په شهادت رسیدلي وو.

طلوع پرځای ددي چي ورځني خبرونو کي دطالبانو دبشردوستي او هیواد دوستۍ ستاینه وکړي راپورچي یی لاریون کونکي بدرګه کوي، لاریون کونکي دمرګ پرداعش شعارونه ورکوي خو دطلوع تلویزیون اسلام دښمنه او افغان دښمنه رسنۍ بیا دلته هم دوژل شویو هزاره ګانو تور پر طالبانو لګوي او وایی هغه اوه نفره بي ګناه هزاره ګان چي دطالبانو له لخوا په شهادت رسیدلي نن يي جنازي داحتجاج په ډول لاریون کونکو کابل ته راوړي.

له نن څخه یوه میاشت مخکي امریکایان په کندوز کي روغتون باندي بمباري کوي له دیرشو څخه زیات بی ګناه هیواد وال ډاکټران، ښځي او ماشومان شهیدانه وي، افغانۍ پلورل شوي رسنۍ پرځای ددي چي دغه موضوع راپورته کړي دامریکانو ظلم او بربریت را څرګند کړي، په افغانستان کي دامریکایانو بشرضد کړنو په اړه دنړیوالو پام را واړوي، کوښښ کوي دخلګو او نړیوالو توجه له دغه تکان ورکونکي پیښي څخه بلي خواته وګرځوي.

په کندوز کي دطالبانو په خلاف پروپاګنده کوي دملکي وګړو دوژلو او حتي دغه ښارکي دجنسي تیریو بی بنسټه راپورونه خپروي، هغه په داسي سپین سترګي سره چي خپله په پارلمان کي دکندوز دخلګو استاځۍ ناري وهي چي طالبانو په کندوز کي هیڅ بشر ضد کړنې نه دي ترسره کړي، خو پلورل شوې رسنۍ بیا دهغو خبروته غوږ نه نیسي او نه هم دکندوز د روغتون دشهید شويو ډاکټرانو په وینو لت پت سپیني چپاني په نظر ورځي، ځکه چي هغه خلګ هزاره ګان نه وو، کچیري هزاره ګان وای بیا به تاسو دنړیوالو بشري ټولنو افغاني مدني فعالانو، افغاني غلامو رسنیو چیغي اوکوکاري اوریدلي وای، بیا تاسو دغه ټول اړخونه لیدلي وای چي ترکومي کچي یی دغي موضوع ته باد ورکاوو او څومره یې پړسوله.

عجیبه داده چي افغانستان کي دنورو قومونو او ملتونو په پرتله په هزارګانو ولي دخلګو دومره ډیره خوا بدیږي، دلته هره ورځ نور قومونه په اورکی سوځي زندانونه په ډک دي له کور او کلي څخه شړل کیږي، نه یی څوک ږغ اوري، نه څوک ورباندي خوا بده وي، نه په حکومت کي اونه هم بشري ټولنو کي کوم خواخوږی او غم خوار لري او نه مو ددوي په حق کي کله دکابل په لارو او کوڅو کي کوم بینر یا لاریون ترسترګو شو.

هزاه ټولني په افغانستان کي ولي دومره قدر پیداکړ، دیو هزاره په مرګ باندي حکومت، بشري ټولني، مدني فعالان، خبري رسنۍ ټولو دغم دکمپلي هواري کړي وي افغانستان دي اور واخلي نور قومونه دي کباب شي خو دهزاره ګوته هم باید ونه سوځل شي، ښه ژوند باید هزاره ولري تعلیم او پوهه یواځي دهزاره ګانو حق ده، دنورو هیواد والو په سیمو کي هره ورځ دظاهر شاه د زماني ښونځۍ سوځول کیږي ښونکې یی وژل کیږي، باالعکس دهزاره ګانو لپاره بیا په سلګونو نوي مکاتب جوړیږي دروغتیا په برخه کي ورته مجهز روغتونونه جوړیږي چیري چي دمکتب ضرورت وي ورته لیسه جوړیږي او چیري چي باید لیسه جوړه شي ورته پوهنتون جوړیږي.

دپښتنو یواځینۍ دهیلواو امیدونو زانګو ( دجلال اباد پوهنتون) هم دیو پلان شوي پروګرام له مخي بد نامیږي، ترڅو یا خو دغه یواځینۍ او مثالي علمي اداره دپښتنو پرمخ وتړي او یا له دغي اداري څخه را وتونکي کدرونه خلګو ته په ویره اچونکو اوترهګرو باندي معرفي کړي، ددي لپاره چي له معیاري زدکړو سره سره ورته هیڅ حکومتي اداره کی دکارکولو ځای پیدانشي.

یاخو له دغي اداري څخه وتلي ستوري پرځای ددي چي دملت لپاره خدمت وکړي دټولني دنیمکرغۍ او ښیرازۍ لپاره خپل علم او پوهه په کار واچوي په زندانونو کي واچوي ترڅو په روحي او رواني ناروغیو باندی یی اخته کړي پرځای ددي چې خپلي ټولني ته خدمت وکړي سرچپه د ټولني داوږو بارشي.

داچي په افغانستان کي هرڅه دهزاره ګانو دي، پوهه، روغتیا، بیا رغونه په حکومت کي دندي ملي اردو کي حق اولیت دبهرنیو مؤسساتو لپاره موزون کاندیدان بهرنیو اروپایی هیوادونو کي دپاته کیدو حق له دغو ټولو امتیازاتو سره یوځاي بیا هم هزاره ګان مظلوم دي، رسنۍ، بشري ټولني، په کابل کي نړیوال سفارتونه، مدني فعالان بهرني وسلوال ځواکونه، دولسي جرګي او دثنا مجلس غړي ټول دهزاره ګانو دمظلومیت لوری کوي او په معمولي رنځ او غم کی ورسره ملګري وي.

نو داسي بریښي چي هزاره ګان په افغانستان کي هم خدا دارد هم خورما

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Jamil
میلمه
Jamil

Pa dagho tolo hazaragano ki yaw da mori zoi paida nasso chi spin bairagh e ra akhistei wai,aw waiali e wai chi hamdoi mo entiqam wakhist