fbpx
د ګډ حکومت جګپوړي چارواکي د کابل بانک د غله خلیل الله فیروزي سره د ښارګوټي د افتتاح په مراسمو کې

غلا وکړه، ښارګوټۍ جوړ کړه

محمد آصف خواتی- 

څو ورځې مخکې مې په هالند کې د ارواح ښاد پوهاند محمود سوما په فاتحه کې ګډون وکړ، تصادفا د فاتحې وروسته دیوه محترم لیکوال او ژورنالست سره چې د پیاوړي قلم خاوند دۍ مخامخ شوم کوم چې مخکې مې نه و لیدلی او د نوموړي سره د پیژندګلوۍ له امله ډیر خوښ شوم.

ښاغلي زما د لیکنو چې ګواکې انتقادي بڼه لري ستاینه وکړه.

ما د کورودانۍ په څرګندولو سره ور ته وویل چې نه لیکوال یم او نه پدې برخه کې پوهه لرم خو اجبارا کله ناکله څه لیکم.

ښایي ډیری لوستونکي زما لیکنو ته په کتو سره حکم وکړي چې د دې قلم خاوند پسیمیست او منفي باف دی، یوازې او یوازې د چارواکو ، سیاستوالو او واکمنیو کمزورو اړخونو، نیمګړتیاوو او منفي اجرءاتو په اړه لیکي او د مثبتو اقداماتو چې له بده مرغه هغه په نشت کې حسابیږي څه نه لیکي. ځکه چې دا لیکنه هم د جان کیري له لوري د جوړ شوي شړیدلي او شرمیدلي دولت د وروستۍ ناقانونه او له شرمه ډکې کارنامې په اړه ده.

دلته پر ځای ګڼم هغو درنو لیکوالو ته چې د ګران افغانستان د آبادۍ لیوال دي او معتقد دي چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په نامه روان بهیر به هیواد ته سوله، دموکراسي او پرمختګ ډالۍ کړي او د نورو څخه هم تمه لري چې د ننۍ واکمنۍ په ملاتړ کې ودریږي لاندې دوې پوښتنه طرحه کړم.

لومړۍ دا چې په  2001 کال کې په بن کې جوړ شوی حکومت د دې منل شوي نړیوال اصل سره چې ولسونه باید خپل برخلیک په خپله وتاکي په ټکرکې نه و؟

بله دا چې د کیري له لوري د مفکر او مفشن په مشرۍ د ملي یووالي د حکومت جوړونه دهیواد د اساسي قانون څخه سرغړونه نه وه او په ولس د داسې یوه معیوب حکومت تپل دموکراسۍ ته سپکاوی نه و؟

کله چې منل شوي نړیوال اصول تر پښو لاندې شي، پر ولسونو د پردیو له لوري واکمنۍ تحمیل شي او د دموکراسۍ علمبرداران پخپله خپلې راوړل شوې ډالۍ ته سپکاوی وکړي پایله یې معیوبه او شړیدلي حکومتونه دي چې د معیوبه او شړیدلو واکمنیو څخه د بریاوو او پرمختګونو تمه خوب او خیال او معجزه ده ، منطقا چې شړیدلي حکومتونه په ټولنه کې رټلي او شرمیدلي حکومتونه وي.

اوس راځم اصلي موضوع یعني د نني شړیدلي- شرمیدلي دولت وروستۍ کارنامې ته چې غلا وکړه او ښارګوټۍ جوړ کړه.

د هیواد مفکر او مفشن مشرانو پخپلو انتخاباتي کمپاینونو کې د خورا غوړو وعدو او ژمنو، په زړه پورو شعارونو په وړاندې کولو سره د فساد په له منځه وړلو، ښې حکومتولۍ او د قانون په پلي کولو ټینګاردرلود. خو د مفکر او مفشن یوې کلنې واکمنۍ وښودل چې خلک د پروني کفن کښ په ارمان دي.

د ننۍ شړیدلې واکمنۍ په یوه کلنه واکمنۍ کې دومره له شرمه ډکې پیښې او له قانون څخه سرغړونې وشوې چې د حامد کرزي په دیارلس کلنې واکمنۍ کې نه تر سترګو کیږي.

که چیرې ددې شرمه ډکو پیښو په لړۍ تم شوڅو لیکنو ته اړتیا ده. پدې لیکنه کې به په دوو وروستیو مکث وکړم.

په تیره میاشت کې د طالبانو له لوري د کندز د ښار نیول د حکومت او د هغه د نړیوالو حامیانو لپاره داسې یوه له شرمه ډکه پیښه او شوک و چې باید مفکر او مفشن استعفی کړې وای او نړیوال حامي یې پر دې اعتراف کړی وای چې هغه د دې جوګه ندۍ چې پر افغان ولس خپله اراده تحمیل کړي.

سلګونو طالبانو وکولی شول په پنځلسو ګړیو کې زرګونه دولتي ځواکونه وځپي، له کندز څخه یې وشړي، اړ یې کړي چې په ولس کې ځان پټ کړي او یا طالبانو ته تسلیم شي. خو زرګونو تازه نفسو دولتي ځواکونو د امریکایي او ناټویي هوایي او ځمکني ملاتړ سره سره د پنځلسو ورځو وحشیانه بمباریو وروسته وتوانیدل طالبان د کندز د ښار څخه وباسي. په کندز کې د دولت او دولتي امنیتي ځواکونو د شرم کیسې لا زمزمه کیدې چې بله له شرمه ډکه پیښه د شړیدلي- شرمیدلي حکومت په دوسیه کې وراضافه شوه چې هغه د کابل بانک د ستر لوټمار خلیل الله فیروزي سره په پلازمیینه کې دیوه ښارګوټي د جوړولو د تړون لاسلیک و. مفکر جمهور چې د واکمنو حالاتو او د خلکو د هیلو په انځورولو کې پوره مهارت لري او یا ورته په ګوته کیږي خو د هغو د سمون او بدلون وړتیا، وس او واک نلري. خو واک ته په رسیدو سره یې د کابل بانک د دوسیې د بیا پرانیستلو غږ پورته کړ چې د بانګ لوټ شوې پانګه به ترلاسه کوي او لوتماران به خپله سزا ویني. ډیرو د نوموړي د دې اقدام څخه ستاینه وکړه. درباري او اجاره شوو لیکوالو خو بیا د امریکایي سریالونو په شان د مفکرجمهور د خلاقیت او وجاهت په اړه د توصیفنامو په لیکنو لاس پورې کړ. د خلکو خبره ناببره «از پلو ملي برآمد» او خلیل الله فیروزی چې په لس کاله بند محکوم شوی و د ښې حکومتولۍ په برخه کې د مفکر جمهور د ځانګړي استازي ، حقوقي سلاکار او نورو چارواکو سره په پلازمیینه کې د هوشمند په نامه د یوه ښارګوټي د جوړولو تړون لاسلیک کړ.

د تړون د لاسلیک څخه معلومیږي چې فیروزي یو خیالي زنداني و ښایي چې هغه زندان هم نه وي لیدلی. ځکه مې نوموړی خیالي زنداني وګاڼه چې پدې وروستیو څوارلسو کلونو کې موږ د لسګونو زرو خیالي عسکرو او اربکیو، سلګونو خیالي ښوونځیو او لسګونو خیالي صحي بنسټونو شاهدان یو. دا چې دا د عجایبو په هیواد کې به کوم نورخیالي بنسټونه ، خیالي ادارې او نورې خیالي پدیدې شتون ولري هغه به راتلونکې څرګنده کړي. د ښې حکومتولۍ په چارو کې د مفکر ځانګړي استازي د فیروزي سره د حکومت له لوري د تړون د لاسلیک پر مهال دفیروزي دا کار یو باارزښتنه کار او دښمنانو ته اړین ځواب ووایه. پر بله خوا بیا د مفکرحقوقي مشاور دې پیل شوي روان بهیر ته د هڅونې د پالیسۍ نوم ورکړ یعني دا چې غلا وکړه ښارګوټۍ جوړ کړه ، فساد وکړه کارخانه جوړه کړه یا لوړ مقام تر لاسه کړه. مفکر جمهور چې پدې اړه د عوام الناس مخالفت او منفي غبرګون ولید د نوموړي تړون د لغوې فرمان یې صادرکړ.

د تړون په اړه د مفکر جمهور له غبرګون څخه بریښي چې یو ناقانونه کار او هغه هم د نوموړي د ښې حکومتولۍ په چارو کې د ځانګړي استازي او دریم مرستیال؟ یا شاه دوشمشیره او حقوقي مشاور له لوري تر سره شوی دۍ.

په قانون مداره دولتونو کې د قانون ماتونکي دقانون پلې کونکو ارګانو ته سپارل کیږي چې مفکر باید خپل حقوقي سلاکار او دریم مرستیال د قانون څخه د سر غړونې له امله څارنوالۍ ته معرفي کړي وای او دا موضوع یې هم څارلې وای چې فیروزي کوم ارګان او یا چا له زندان څخه آزاد کړی دۍ؟ خو معلومیږي چې مفکر دا واک او صلاحیت نلري چې پدې اړه ګام اوچت کړي یا دا چې په نظام کې د شړیدلي وضعیت او ګدوډۍ انځور نندارې ته ایږدي.

ښایي جمهور رئیس لدې امله د قانون څخه د سرغړونې موضوع نشي راپورته کولی چې دی پخپله د ملي یووالي د حکومت د مشر په توګه د اساسي قانون څخه د سرغړونې محصول او زیږنده دۍ. یا احتمال لري د دې موضوع د راپور ته کولو له کبله هغه خبره یې سترګو ته ودریږي چې د متحده ایالتو په سفارت کې د نوموړي هیواد سفیر ورته کړې وه او مفکر ورته ځواب نه درلود.

کیسه داسې وه چې د ملي یووالي حکومت جوړولو ته مفکر غاړه نه ایښودله او دلیل یې دا و چې هغه د اساسي قانون سره مغایرت لري.

سفیر ورته ویلي و تا چې احمد ضیاء مسعود ته د ښې حکومتولۍ په چارو کې د ځانګړي استازي څوکۍ په پام کې نیولې ده په کوم قانون برابره ده؟ د دې خبرې په اوریدو سره خوار مفکر د خپل حامي ارادې ته یې غاړه کیښودله. د مفکر جمهور له لوري په پرله پسې توګه د قانون څخه سرغړونې د دې سبب شوې دي چې د ده د کاسې انډیوالان، نږدې همکاران او دولتي چارواکي هم قانون مات کړي او د قانون څخه سرغړونې په یوه دود واوړي.

پای

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د