زموږ د ستونزو بنسټيز لامل څه دی؟

احمدالله احمدزی

پوښتنه دا ده، چې زموږ په ټولنه کې ډول ډول اصلاحي ډلې، علماء، پوهان او ليکوالان تل په دې لټه کې دي، چې ټولنه د خير پر لور بوځي، مګر بيا هم، چې سړی فکر کوي د دې هڅو عملي نتيجه ډېره کمزورې بريښي او کله خو موږ لا پر دې فکر هم نه کوو، چې زموږ د علماوو او پوهانو دا هڅې ولې ځای نه نيسي.

کېدای شي، ځينو لوستونکو سره دا پوښتنه پيدا شي، چې د تبليغي جماعت او نورو اصلاح غوښتونکو په لاس زرګونو او لکونو خلک مسلمانان شوي او زرګونو بې لارې مسلمانانو د بې لارۍ پر ځای د جومات او مدرسو لار نيولې ده.

موږ اوس هم فکر کوو، چې دين او نېک کارونه يوازې تر جومات او شخصي عبادته محدود دي، مګر دا فکر مو ناقص دی، که زموږ فکر دا نه وي، خو عملا داسې يو.

موږ په لمونځ کې وايو: «اياك نعبد و اياك نستعين اهدنا الصراط المستقيم»، مګر له لمونځه راووځو، بيا مو هم په ذهن کې په غير شعوري ډول له غيرالله د خير او شر تمه وي.

په لمونځ کې د صراط مستقيم دعا کوو، مګر چې راووځو، نو بيا هم د بل مسلمان ورور سپکه او غيبت کوو، له حرامو د ځان ژغورولو فکر نه کوو، يو بل سره له کينې او حسده نه تېرېږو.

الله تعالی په قرانکريم کې فرمايي، چې لمونځ انسان له فحشا او منکره منعه کوي، مګر زموږ په لمونځونو کې دا اغېز نه ښکاري.

داسې هم نه ده، نعوذ بالله، چې د الله تعالی کلام کې دې موږ شک وکړو، مګر اصل خبره دا ده، چې زموږ لمونځونه هغې درجې ته نه دي رسېدلي، چې موږ پرې له بدو او ناروا کارونو راوګرځو او کوم لمونځونه، چې مسلمان له بدو کارونو راونه ګرځوي، نو بايد پوه شو، چې لمونځ مو نه دی قبول شوی.

موږ بايد فکر وکړو، چې اصل ستونزه چېرته ده، چې موږ ورسره لاس او ګرېوان يو؟

زما په ګومان اصل خبره دا ده، چې موږ د خپل دين او اسلام په اهميت او امر فکر نه دی کړی، چې د دې دين اصل هدف او حکمت څه دی؟ ايا دين يوازې لمونځونو او شخصي عبادتونو لپاره دی او که نه د ژوند په هر قدم کې بايد د دين احکام عملي کړو، په هر ګام کې د دين د امر او نهي تابع يو.

له يو عالم څخه پوښتنه وشوه، چې عبدالله بن مبارک رحمه الله خو په «زهد» کتاب ليکلی او تا نه دی ليکلی، هغه مبارک ځواب ورکړ، ما خو کتاب البيوع ليکلی او چې د خلکو معاملات سم شي، دا تر ټولو ستر زهد او تقوا ده.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: لايؤمن أحدکم حتی يکون هواه تبعا لما جئت به
تاسې تر هغو کامل مومنان نه شئ، کېدای، تر مو چې خپلې غوښتنې او خواهشات د هغه څه تابع نه وي، څه چې ما ته راکړل شوي، يعنې دين.
يو بل حديث شريف کې راځي، تاسې تر هغو کامل مومنان نه ياست، تر څو چې کوم شی د ځان لپاره خوښوی د بل مسلمان ورور لپاره يې هم خوښ کړئ.

الله تعالی په قرانکريم کې فرمايي: إِنَّ اللَّهَ لا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ[الرعد:11]

ترجمه: الله تعالی پر يو قوم بدلون نه راولي، تر څو چې کوم قوم په خپل ځان کې بدلون را نه ولي.

مفسرين په دې اړه فرمايي، چې کوم قوم په نعمتونو او خوښۍ کې وي، تر هغو پرې الله تعالی بدلون نه راولي، تر څو چې دوی د دې نعمتونو ناشکري نه وي کړي او بله معنا يې دا هم ده، چې کوم قوم په ستونزو او کړاوونو کې وي، الله تعالی پرې تر هغو بدلون نه راولي، تر څو چې دوی په خپل ځان کې بدلون را نه ولي او کله، چې دوی ځان کې بدلون راولي، نو الله تعالی به يې حالات هم بدل کړي.

مګر زموږ يو استاد قاضي فضل الله د دې ايت په تفسير وايي، چې د پورتني تفسير سربېره يوه بله معنا يې دا هم کېدای شي، چې الله تعالی تر هغو د يو قوم په اړه د بدلون پرېکړه نه کوي، تر څو چې دغه قوم په خپل فکر کې بدلون نه وي راوستی او کله، چې يو قوم په خپل فکر کې د بدلون اراده وکړي، نو الله تعالی به يې حالت کې هم بدلون راولي.

موږ هر يو نړۍ کې د سترو انقلابونو ارادې لرو، مګر تر دې وړاندې بايد خپل فکر او ځان کې د بدلون پرېکړه عملي کړو او کله، چې موږ خپل فکر او ځان کې بدلون راوست، د الله تعالی پر دين مو په رښتينې معنا عمل پيل کړ، نو هېواد او نړۍ کې انقلاب راوستو لپاره بيا ډېرو لږو هڅو او ستړياوو ته اړتيا ده.

راځئ، سر له ننه فکر وکړو، چې موږ کې کومې ستونزې دي، د ستونزو او مشکلاتو تشخيص او علاج په اړه فکر وکړو، ورپسې د کور، کلي او هېواد کې د اصلاح هڅې وکړو، ان شاءالله په ډېر لږ وخت کې به موږ وګورو، چې اسلام عملا په هېواد او نړۍ کې حاکم وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د