fbpx

عصري فصاحت او بلاغت

سعادت کلیوال

د علم معانی علماء فصاحت داسې تعریفوی:هر کلام چه د اوږدوالی،د سختو الفاظو،او نحوی غلطۍ څخه پاک وی فصیح کلام بلل کیږی بیا همدا کلام فصیح د مخاطب د حال مطابق ګرځولو ته بلاغت وایی.

او مراد له کلام څخه هم افهام او تفهیم دې.که مخاطب ستا دخبرو په مطلب پوه نشی نو ستا کلام بلیغ کلام نشو او پر ځای ددې چه څوک ستا مدحه وکړی بالعکس تا پدې تورنوی چه د خبرو کولو طریقه ئی هم نده زده.

خو نن صبا اکثره خلک داسې فکرکوی چه ګنی د ساده الفاظو په ځای سخت او مغلق الفاظ کارول یا امیانو ته پداسې الفاظو تقریر کول چه د هغو په معنې هرڅوک نه پوهیږی،دا به یو غټ کمال وی.خو دا عاجزان پدې ندی خبر چه پداسې الفاظو کارولو دې ځانته د خلکو خولې په بدو الفاظو راواړولې،

د نبی علیه السلام د سیرت مبارک نه هم دا معلومولای شو چه ده مبارک به عوامو ته په ساده الفاظو ،بې تکلفه خبرې کولې داسې چه هرڅوک به ئی په مطلب پوهیدل.او علماءوو د صحابه رض ته به ئی ژورې او له حکمته ډکې خبرې کولې.

زمونږ استاد شیخ الحدیث داود مهاجر صاحب حفظه الله به ویل چه تاسو کله عوامو ته حدیث بیانوۍ نو داسې مه ورته وایاست چه دا حدیث دې ځکه چه شاید ډیر خلک حدیث نه وپیژنی بلکې داسې ورته وایاست چه دا د پیغمبر د خولې خبره ده.

خو ما ډیر داسې خلک لیدلی چه هغه چاته د جاهل نسبت کوی څوک چه ساده الفاظ کاروی.او سره لدې چه د هوښیارتوب او جهالت تعلق له عقل سره دې خو دا خلک ئی ظاهر ته په کتلو سره هغه دچا خبره په سړیو کې نه شماری.

بعضې خلک اګر چه خپله د لغاتو په معنې هم نه پوهیږی خو د خپل عادت نه مجبوریږی او داسې خبرې کوی چه هم مخاطب نه پرې پوهیږی او هم متکلم.

زمونږ یو کلیوال وو یو چاته ئی کټ جوړاوو چه کټ ئی وپیره چا ورته وویل چه حاجی صیب د کټ لنګه در څخه پاتې شوه.حاجی صاحب ټنډې ته ټس ورکړ او ویی ویل:او هو دې ته خو مې بالکل قیاس نه وو.ښه نو دومره ځان په عذابولو ته څه ضرورت؟

نو بناء د لغاتو شوقیانو او د معکوس فصاحت او بلاغت مدعینو ته خواست دی چه ددې عادت په خلاف ساده او بې تکلفه لهجه غوره کړۍ او دا الفاظو په اصلی هدف ځانونه پوه کړۍ چه هغه معنی ته رسیدل دی.

وما علینا الالبلاغ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د